محمد نبي: که ښه وم،‌ غواړم د ۲۰۲۶ کال کرېکټ نړیوال جام کې برخه واخلم

د افغانستان پیاوړی او نامتو لوبغاړی محمد نبي دا مهال نږدې څلوېښت کلن دی او د کرېکټ یو له هغو غوره لوبغاړو بلل کېږي چې لا یې هم په ډېر عمر خپل کرېکټ او صورت ښه ساتلی دی.

محمد نبي تازه شري لنکا کې د لیګ سیالۍ پر مهال په کمساري ډول د شل اوریزو او پنځوس اوریزو سیالیو کې د خپل ګډون په اړه غږیدلی دی، نوموړي لا له وړاندې د ټسټ له کرېکټه تقاعد اعلان کړی دی.

محمد نبي پرون (جمعه، جولای ۱۲مه) ویلي، دی راتلونکي شل اوریز نړیوال جام ته ګورم.

د کرېکټ شل اوریزو سیالیو راتلونکی نړیوال جام په ۲۰۲۶م کال کې د هند او شري لنکا په ګډ کوربتوب پلان دی.

محمد نبي دغو تازه څرګندونو کې ویلي، "تاسې پوښتنه کوی چې زه به څومره نور کرېکټ کوم؟ خو حقیقت دا دی چې تر اوسه زما بدن ډېر ښه دی او چټکې منډې وهلی شم، زه عموما په بونډرۍ کې ډګر ساتنه کوم چې لا هم ښه کېچونه نیسم او ښه توپ اچونه کوم، تر اوسه ښه یم او هڅه کوم چې خپل ځان ښه وساتم."

نوموړي دا څرګندونې د کرېکټ د نړۍ د دوه مشهورو هندي لوبغاړو د تقاعد له اعلان وروسته کړې دي.

د هندوستان روهېت شرما او ویرات کوهلي دوه اونۍ وړاندې چې لوبډلې یې د ۲۰۲۴م کال اتلولي وګټله له شل اوریزو سیالیو تقاعد اعلان کړ.

محمد نبي وروستیو کومو سیالیو ته لېواله دی؟

د افغانستان دغه تجربه کار لوبغاړي ویلي، ملي لوبډله لا هم ده ته اړتیا لري خو "ممکن په پنځوس اوریزه بڼه کرېکټ کې یې د اتلانو اتلولۍ راتلونکي سیالۍ وروستۍ او ورپسې یو بل کال کرېکټ بس وي."

ښاغلي نبي چې د افغانستان په ګټه له ۲۰۰۹ کال راهیسې لوبېږي، همدا راز ویلي "لېواله دی چې خپل لوبیز ژوند د راتلونکي شل اوریز نړیوال جام سره پای ته ورسوي."

هغه زیاته کړې، که غوراوي کمېټې دی دغو سیالیو ته غوره کړ، نو هرو مرو به په دغه جام کې ولوبېږي.

افغانستان کې د کرېکټ له غوړیدا او نویو ځوانو استعدادونو له ډېریدو سره د محمد نبي د کرېکټ د راتلونکي په اړه تل پوښتنې وې خو هغه په دې اړه تر ډېره روښانه څه نه و ویلي.

د کرېکټ د مشهورې وېبپاڼې کرېک انفو د معلوماتو پر بنسټ محمد نبي د افغانستان لپاره ۱۶۱ یوورځنۍ، ۱۲۹ شل اوریزې او درې ټسټ لوبې کړې دي.

د افغانستان د ملي لوبډلې تر څنګ نوموړي په سوداګریزو لیګونو کې لږ تر لږه د ۳۵ نورو لوبډلو په استازولۍ هم لوبې کړې دي.

د ډېر عمر لوبغاړی چې لا یې هم هره لوبډله غواړي

محمد نبي د سر له هغو افغان لوبغاړو دی چې د افغانستان په ګټه یې تر ټولو ډېرې نړیوالې لوبې کړي دي.

نوموړي لږ تر لږه د ۴۰ داسې لوبو د بري خوښي لېدلې او په ډېرو یې د خوښۍ اوښکې بهولي، چې افغان لوبډلې پکې نوې لوبډلې ماتې کړې دي.

هغه دا مهال د شري لنکا په سوداګریزو سیالیو کې دی او دغلته د سېکسرز لوبډلې لوبډلمشري کوي.

نوموړي لکه د ډېرو نورو سیالیو په دغه لیګ کې هم یو تاریخي داسې اوور پخپل نوم کړ چې هیڅ منډه پرې رانغله.

محمد نبي میاشت وړاندې د نړۍ لومړۍ نمبر الراونډر لوبغاړی اعلان شو، که څه هم وروسته له دې مقامه وغورځید.

د کرېکټ له ۲۰۲۴ شل اوریز نړیوال جامه مخکې دی د هند کرېکټ په غوره لیګ کې د ممبۍ انډینز مشهورې لوبډلې واخیست او ورسره ولوبېده.

نوموړي په سوداګریزو لیګونو کې خپل او د نورو افغان لوبغاړو ګډون ګټور بللی او په وینا یې دې سیالیو د افغان لوبغاړو له تجربو سره ډېره ګټه کړې.

محمد نبي ویلي چې پوهېږي اوس ۴۰ کلن دی، خو وایي "پر تمرین سخته خواري کوم او ټوله هڅه کوم چې ځان روغ او چابک وساتم"

نوموړی وايي ښه او سالم بدن په ښه خوراک پورې هم تړلی او دی هڅه کوي چې پاک، صحي او داسې خواړه وخوري چې بدن ته یې زیان نه رسوي.