کرېکټ؛ د افغانستان لپاره په یوه ورځ د پلار او زوی لوبه

  • Author, یوسف خان ځدراڼ
  • دنده, بي بي سي، لندن

۲۰۲۳م کال ختمېږي، دا کال د افغانستان د کرېکټ په تاریخ کې که زرین وباله شي، ښايي‌ مبالغه به نه وي. په دغه کال کې د افغان لوبډلې له تاریخي بریاوو ور ها خوا، د ځینو لوبغاړو شخصي لوبې، رېکارډونه او پوره شوې هیلې هم د پام وړ وې.

محمد نبي چې د کرېکټ نړۍ کې په ولسمشر (پرزېډېنټ) هم مشهور دی، هیله کړې وه چې یوه ورځ یې "زوی او دی" د افغانستان لپاره لوبه وکړي.

د ۲۰۲۳م کال په اخرو ورځو کې د ډیسمبر پر ۲۹مه، محمد نبي عېسی خېل او حسن عیسی خېل دواړه د افغانستان لپاره ولوبېدل، خو په دوه بېلو ډګرونو او د دوه بېلو لوبډلو پر وړاندې.

په دغې ورځ د افغانستان ملي لوبډله چې په ترکیب کې یې محمد نبي هم و، د متحده عرب اماراتو پر وړاندې لوبېده، افغان لوبډلې دا لوبه د ۷۲ منډو په لوی توپېر له کوربنې هغې وګټله.

بل خوا، د افغانستان له ۱۹ کالونو څخه کم عمره ځوانان په سویلي افریقا کې د هند تنکیو ځوانانو پر وړاندې په لوبه بوخت وو. که څه هم لوبه خو هند وګټله، خو د حسن عیسی خېل توپ وهنه پکې د پام وړ ستایل شوې.

د افغانستان په لوبډله کې تر ټولو باتجربه او مشر لوبغاړي محمد نبي ته په دې لوبه کې د یوه وروستي توپ وار ورسېد چې د اماراتو پر وړاندې یې په همدې بال څلوریزه ووهله او ورسره یې د افغانستان هدف له ۲۰۰ منډو لوړ کړ.

حسن عیسی خېل بیا په سویلي افریقا کې د پیاوړي هندۍ لوبډلې پر وړاندې په ۴۰ بالونو ۵۴ منډې وکړې.

حسن عیسی خېل د محمد نبي ځای نیسي؟

۳۸ کلن محمد نبي عیسی خېل بېلابېلو نړیوالو جامونو او مهمو سیالیو ته د افغان لوبډلې په رسولو کې د ملا تیر رول لوبولی دی خو د ده زوی حسن عیسی خېل ته هم په دې وروستیو کې د ډېرو پام ور اوښتی دی.

حسن عیسی خېل په متحده عرب اماراتو کې د ګڼو کلبونو لپاره لوبېږي، منظم تمرین کوي او ډېر وخت یې هسکې شپږیزې او له احتیاطه ډکې څلوریزې ستایل شوې.

د هغه د پرلپسې ښو لوبو له کبله د افغانستان کرېکټ بورډ نوموړی له کوم اوږده او جنجالي بهیره پرته د ۱۹ کلنې لوبډلې برخه وګرځاوه، هغه لوبډله چې په جنورۍ کې د نړیوال جام برخه ده.

دی د ۱۹ کالونو څخه د کم عمره ځوانانو په تېر اسیايي جام کې نه و چې د ځینو مینه والو غبرګونونه یې هم پارولې وو.

د افغانستان کرېکټ بورډ له ۱۹ کالونو څخه د کم عمره ځوانانو له نړیوال جامه مخکې د هند او سویلي افریقا سره درې اړخیزه لوبې برابرې کړي چې لومړۍ هغه یې د هند خلاف وه.

په ونه دنګ ۱۷ کلن حسن عیسی خېل په دې لوبه کې د څلورو شپږیزو او څلورو څلوریزو پر مټ پنځوسیزه جوړه کړه او د ده ۵۴ منډې د بل تنکي افغان ځوان سهېل خان له ۷۱ منډو وروسته د لوبډلې په ګټه تر ټولو ډېرې منډې وې.

سبا (یکشنه) چې د ۲۰۲۳م کال وروستۍ ورځ ده، دواړه پلار او زوی بیا د افغانستان په ګټه لوبه لري.

محمد نبي به په شارجه کې د کوربه متحده عرب اماراتو او حسن به په سویلي افریقا کې د کوربه سویلي افریقا پر وړاندې لوبېږي.

په کرېکټ کې داسې تصادفات کم او د نشت په حساب دي چې پلار او زوی دې یوه وخت په دوه بېلو ځایونو او د دوه بېلو هېوادونو پر وړاندې د خپل ټاټوبي لپاره لوبه کوي.