نوی نړیوال ریکارډ: یوه داسې سندره چې د ۱۹۵ هېوادونو ښځو ویلې ده

د جنسیتي برابري او د ښځو د رواني روغتیا لپاره کارکوونکي یوه بنسټ د یوه نوښت په ترڅ کې د 'ګېنس بک اف ورلډ ریکارډز' لپاره یو نوی ریکارډ جوړ کړی دی. د 'د فریکوېنسي سکول' په نوم دغه بنسټ داسې یوه سندره تولید کړې چې د افغانستان په ګډون د نړۍ د ۱۹۵ هېوادونو ښځو پکې د خپل غږ په بدرګه د خپلې سيمې په ژبه یوه یوه کلمه ویلې ده.

د "۱۹۵" په نوم دا سندره نن دوشنبه (غبرګولی ۱۲/ جون ۲) خپره شوه. موخه یې، د موسیقۍ له لارې په ټوله نړۍ کې د ښځو سره یو موټی کول، د جنسیتي برابري په اړه د عامه پوهاوي زیاتول او په همدې هڅه د یوه نړيوال خوځښت رامنځ‌ته کول ښودل شوي.

په سندره کې د هغو ټولو ۱۹۵ هېوادونو ښځو یوه-یوه کلمه ویلې چې د ملګرو ملتونو له لوري په رسميت پېژندل شوي دي. دوی ټولو ته ویل شوي وو چې د 'برابري' کلمه پخپله مورنۍ ژبه ووايي، خپل غږ او ویډيو ریکارډ کړي او دوی ته یې ورولېږي.

په یکي-یوه سندره کې د دومره ډېرو هېوادونو او ملتونو د ښځو په ګډه داسې سندره ویل د نړيوالو ریکارډونو ثبتوونکي بنسټ 'د ګېنس بک اف ورلډ ریکارډز' له لوري په رسمي ډول د یوه نوي ریکارډ په توګه پېژندل شوې.

له افغانستانه د ښځو لپاره د "عدالت" غږ

له افغانستانه د جمهوریت پر مهال د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي په دې ځانګړې سندره کې د ښځو د حقونو لپاره د "عدالت" کلمه یاده کړې ده؛ هغه څه چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د بشري حقونو د څارونکو په وینا، له افغان ښځو تروړل شوی او بېلابېل محدودیتونه پرې لګول شوي دي.

خو د طالبانو حکومت داسې څه ردوي او وايي چې د "اسلامي شریعت له مخې د ښځو ټول حقونه خوندي دي."

د دې سندرې اجرائيه پروډيوسرې مارټينا فوغس ویلي، "زما تل دا ارمان و چې په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره داسې یوه سندره تولید کړم چې د نړۍ پر مخ هر هېواد پکې وي. زموږ موخه دا وه چې د ژوندون له بېلابېلو ډګرونو ۱۹۵ ښځې په دې نوښت کې سره یو ځای کړو او په دې توګه د جنسیت برابري او د ښځو او نجونو د حقونو لپاره غږ پورته کړو. همدا راز له هغو کسانو سره مرسته وکړو چې له رواني کړاو سره مخامخ دي."

اغلې فوغس د موسیقۍ تړون کوونکې او د 'د فريکوېنسي سکول' له بنسټګرو ده چې د امریکا 'ګرامي' جایزې ته هم نومانده ده. دې له کېنګزلي اېم، برنډن لي او ارون ډاوسن سره په ګډه دغه بنسټ رامنځ‌ته کړی.

دوی دا سندره د روان کال د جنورۍ له ۲۰ تر ۲۴ د سویس په داووس-کلاسټرز کې د نړیوال اقتصادي فارم یا (ډبلیو‌اي‌اېف) د ۵۵مې کلنۍ غونډې په درشل کې د یوه کمپاین په ترڅ کې ثبت او تولید کړې.

"ارام بښونکې" موسیقي او د "مینې" څپې

په سندره کې د مارغانو د چغار په ګډون "ارام بښونکې" موسیقي او د "مینې فريکوېنسي" یا غږيزه څپه/لړزه کارول شوې.

ساینسي څېړنې او د موسیقۍ تيوري وايي چې له ۱۷۴ تر ۹۶۳ هرتز لرونکې فریکوېنسي یا غږيزې څپې داسې نادره لړزه رامنځ ته کوي چې اورېدل یې ارامي در بښي، رواني فشار او تشویش کموي او په ټوله کې روغتیا ته ګټه لري.

اغلې فوغس هم په دې اړه وايي، "موږ سندرې ته د فریکوېنسۍ یا غږيزو څپو ۵۲۸ درجه ځکه غوره کړه چې د مینې فریکوېنسي ګڼل کېږي او د بدلون او معجزې فریکوېنسی يې هم بولي. موږ غوښتل چې د ښځو لپاره درناوي، انصاف، رواني روغتیا او سولې ته وده ورکړو. دا فریکوېنسي بدلون را وړونکې ده او خلک مثبت عمل کولو، مهربانۍ او خواخوږۍ ته هڅولی شي."

د کریباتي اوسېدونکې مریم موریاتي هم د دې سندرې برخه او پخپل هېواد کې د ځوانانو د یوې ټولنې او د اوقیانوس د خونديتوب په یوه بنسټ کې د ځوانانو استازې ده.

مریم وايي، "زه په ارام سمندر کې د یوه کوچني ټاپو کريباتي اوسېدونکې يم. دلته ښځې له جنسیتي نابرابرۍ کړېږي، له کلتوري او دوديزو جنجالونو سره مخامخ دي او له کبله یې زیان ویني. په هر بحران کې تر ډېره تر ټولو لومړۍ دوی اغېزمنېږي او تر ټولو وروسته د رغېدو وار ورځي، نو په نړيواله کچه د ښځو د ملاتړ لپاره د داسې یوه نوښت برخه ګرځېدل راته ډېره د ویاړ خبره ده. زموږ له کوچني هېواده په داسې یو څه کې د استازيتوب کولو فرصت هر وخت نه وي او زه له دغه بنسټه منندویه یم چې د کریباتي مېرمنو د غږ په اوچتولو کې زموږ ملاتړ کوي."

د سندرې په بڼه دا سمبولیکه هڅه داسې مهال کېږي چې په ګڼو هېوادونو کې نجونې او ښځې د جنسیتي نابرابرۍ تر څنګ له بېلابېلو ستونزو سره مخ او له مختلفو حقونو محرومې دي. د بشري حقونو ګڼ بنسټونه او فعالان د بېلابېلو نوښتونو په ترڅ کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي او غږ اوچتوي.