د ایران اټومي بنسټونه چېرې دي او پر کومو یې برید شوی؟

  • Author, بي بي سي‌نیوز فارسي
  • دنده,

اسرائیلي پوځ وایي چې د جمعې، د جون ۱۳ نېټه، پر مهال یې د ایران پر اټومي ځایونو بریدونه کړي دي. د بي‌بي‌‌سي لخوا تایید شوي ویډیوګانې له بریدونو وروسته د پنځو ځایونو انځورونه ښيي.

ډېرې ویډیوګانې د ایران له پلازمېنې تهرانه دي، چې ځینې یې د استوګنیزو ودانیو د زیان ښکارندويي کوي.

یو بل مهم ځای نطنز دی - چې له پلازمېنې تهرانه شاوخوا ۲۲۵ کیلومتره (۱۴۰ مایله) جنوب کې موقعیت لري - چې چې د یورانیمو غني کولو یو فابریکه ده.

د ایران د رسنیو راپورونو له مخې، د نطنز او اراک تاسیسات د دغو بریدونو په اهدافو کې شامل وو.

ایران ټینګار کوي اټومي پروګرام یې یوازې د ملکي موخو لپاره دی.

خو ډېر هېوادونه - او همدارنګه نړیوال اټومي څارونکی سازمان، د اټومي انرژۍ نړیواله اداره (IAEA) – په دې خبره قانع شوي نه دي.

دا مقاله د ایران تر ټولو مهمو او پېژندل شويو اټومي مرکزونو ته کتنه کوي.

د نطنز د یورانیم غني کولو مرکز

د نطنز د سونتوکي غني کولو بنسټ یا (FEP) د ایران تر ټولو لوی د ګاز سانتریفیوژ یورانیم غني کولو مرکز دی.

د اسرائیلو د پوځ ویاند ايفي ډوفرین، د ۲۰۲۵ کال د جون په ۱۳مه اعلان وکړ چې اسرائیل دې مرکز ته "د پام وړ زیان" رسولی دی.

د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې (IAEA) تایید کړې چې نطنز د اسرائیلي بریدونو هدف و.

دا مرکز له دوو برخو جوړ دی: د سون توکو د ازمېښتي غني کولو بنسټ (PFEP) اصلي سونتوکو غني کولو بنسټ (FEP)، چې د هوايي بریدونو پر وړاندې د خوندي ساتلو لپاره تر ځمکې لاندې جوړ شوي دي.

دغه مرکز د ۲۰۰۷ کال له فبرورۍ راهیسې فعالیت کوي، سره له دې چې دا کار د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه‌ليکونو خلاف دی، چې له ایران یې د یورانیم د غني کولو د بندولو غوښتنه کړې وه.

په دې تاسیسه کې درې سترې تر ځمکې لاندې ودانۍ شاملې دي، چې تر ۵۰,۰۰۰ پورې د سانتریفیوژونو ځایولو ظرفیت لري.

یورانیم هیکسافلووراید ګاز پکې داخلېږي او سانتریفیوژونه پکې د یورانیم تر ټولو شیکونکي آیزوتوپ (U-235) جلا کوي.

FEP لږ غني شوی یورانیم تولیدوي، چې د U-235 غلظت‌یې شاوخوا ۳٪ تر ۴٪ پورې وي. دا ډول یورانیم د اټومي برېښنا فابریکو لپاره د سونتوکي په توګه کارېدلی شي، خو همداراز تر ۹۰٪ پورې نور هم غني کېدلی شي، چې دا بیا د اټومي وسلو جوړولو لپاره کافي کچه ده.

د ۲۰۱۵ کال د جولای د اټومي موافقې (JOA) له مخې، ایران ژمنه وکړه چې د لسو کلونو لپاره به له خپلو پخوانیو او کم‌موثره سانتریفیوژونو یوازې ۵،۰۶۰ یې په نطنز کې نصب کړي. د یورانیم د غني کولو د څېړنې او پراختیا ټول فعالیتونه به هم یوازې په نطنز کې تر سره کېږي او تر اتو کلونو به محدود وي.

خو کله چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې له دې موافقې ووت، ایران د یورانیم غني کول زیات کړل، چې بالاخره یې ۶۰٪ ته ورسول. دا د اټومي وسلو لپاره اړین ۹۰٪ کچې ته نژدې شمېرل کېږي.

د فوردو د یورانیمو غني کولو تاسیسات

د ځمکې لاندې د فردو تاسیسات د ایران پلازمېنې تهران سوېل ته شاوخوا ۱۶۰ کیلومتره (۱۰۰ مایله) لیرې په یوه قوي غرنۍ سیمه کې موقعیت لري، دا ځای ډېر خوندي شوی دی.

د دې پټ جوړښت چې ژور په یوه غر کې جوړ شوی و، په ۲۰۰۹ کال کې ښکاره شو او نړیوالې اندېښنې یې د ایران د اټومي هلو ځلو په اړه راوپارولې.

فوردو د نژدې ۳۰۰۰ سینټریفیوژونو د ځای لپاره ډیزاین شوی او تر ډېره د هوايي بریدونو پر وړاندې مقاومت لري.

د JOA تړون له مخې، ایران موافقه وکړه چې فوردو د څېړنیز مرکز په توګه بدل کړي او د ۱۵ کلونو لپاره د یورانیم غني کول وځنډوي. خو وروسته له دې چې امریکا له دې تړونه ووته، ایران دلته بیا د یورانیم غني کول پیل کړل او تر ۲۰٪ پورې یې لوړ کړل - (تر ۲۰۲۱ کال پورې).

د ۲۰۲۲ نومبر کې، ایران په فوردو کې د یورانیم غني کول تر ۶۰٪ پورې زیات کړل او د بډایه کولو د ظرفیت د پراخولو اعلان یې وکړ.

دا ځای د IAEA تر څارنې لاندې دی او معلومه شوې چې د غني کولو فعالیتونه او ظرفیت یې زیات شوي دي.

د خنداب درنو اوبه ریکټور (اراک)

د خنداب ریکټور، چې پخوا د اراک درنو اوبو ریکټور په نامه پیژندل کېده، یوه اټومي بټۍ او د مرکزي ولایت خنداب ښار ته نژدې پرته ده.

دا ریکټور د څېړنیز ریکټور په توګه ډیزاین شوی، خو د ایران د اټومي پروګرام لپاره د اندېښنې سرچینه ده ځکه چې د پلوتونیم تولیدولو وړتیا لري، چې د اتومي وسلو جوړولو لپاره کارول کېدای شي.

د JOA تړون له مخې، ایران د دې ریکټور جوړول وځنډول، د هغې مرکزي برخه یې لرې کړه او له کانکریټ یې ډک کړ چې نا کاره شي. دا ریکټور باید بیا ډیزاین شي چې د پلوتونیم تولید کم کړي او د اتومي وسلو د جوړولو لپاره د نه کارېدنې وړ شي.

ایران د IAEA ته ویلي چې پلان لري دا ریکټور تر ۲۰۲۶ کال پورې فعال کړي. د دې بټۍ راتلونکې د ایران د اټومي فعالیتونو یو حساس موضوع پاتې شوې ده.

د اصفهان د اټومي ټکنالوژۍ مرکز

دا بټۍ د ایران د اټومي پروګرام یوه برخه ده چې د یورانیم د داسې بڼې پر بدلون تمرکز کوي چې د ریکټور د سونتوکي او غني کولو لپاره اړین وي.

د اصفهان پروسس مرکز د یورانیم هیکسافلووراید (UF6) تولیدوي، چې دا مواد د نطنز او فوردو د غني کولو بټیو کې کارول کیږي. دغه مرکز د اټومي ریکټورونو، لکه د بوشهر د برېښنا فابریکې لپاره سونتوکي هم تولیدوي.

د ۲۰۲۳ فبروري کې، ایران اعلان وکړ چې په دې مرکز کې یې د "څلورم څېړنیز ریکټور" د جوړولو کار پیل کړی دی.

که څه هم دا ځای د نړیوالې اټومي انرژۍ د ادارې (IAEA) تر څارنې لاندې دی، خو د یورانیم فلز د تولید په اړه اندېښنې شته چې ښایي نظامي اهداف هم ولري.

په اصفهان کې د اټومي فعالیتونو کچه د ایران هغه هدف څرګندوي چې غواړي د اټومي سونتوکو بشپړ دوران ترلاسه کړي.

د بوشهر اټومي برېښنا فابریکه

دا د ایران یوازینۍ اټومي برېښنا فابریکه ده چې د بوشهر ښار د سوېل خوا په فارس خلیج کې موقعیت لري.

د دې فابریکې جوړونه په ۱۹۷۵ کال کې د جرمني په مرسته پیل شوه، خو له اوږدې ځنډ وروسته روسیې بشپړه کړه. فابریکه په ۲۰۱۱ کال کې فعاله شوه.

دا فابریکه د روسیې له خوا ورکړل شوی یورانیم کاروي او مصرف شوی سونتوکی بېرته روسیې ته استول کېږي چې بیا د اتومي وسلو د موادو په توګه و نه کارول شي.

که څه هم بوشهر یوه ملکي انرژي تولیدي فابریکه ده او د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې (IAEA) تر بشپړې څارنې لاندې ده، بیا هم د خوندیتوب معیارونو او زلزله ځپلو سیمو ته د دې فابریکې نژدېوالي په اړه اندېښنې شته.

د تهران څېړنیز ریکټور

دا ریکټور په ۱۹۶۷ کال کې د امریکا په ملاتړ جوړ شو او په پیل کې یې د درنو غني شويو یورانیم په کارولو طبي ایزوتوپونه تولیدول.

په ۱۹۸۷ کال کې یې د کم غني شوي یورانیم کارول پیل کړل تر څو د اتومي وسلو د خپریدو خطر کم کړي.

د سون توکي د کمي له امله د دې ریکټور فعالیت محدود شوی و. ایران په ۲۰۰۹ کال کې د دې مرکز د سونتوکو لپاره د ۲۰٪ یورانیم غني کول پیل کړل.

په ۲۰۱۲ کال کې ایران خپل لومړني کورني جوړ شوي سونتوکي د دې ریکټور لپاره تولید او بار کړل.

د پارچین پوځي کمپلکس

پارچین چې د تهران د جنوب ختیځ په سیمه کې موقعیت لري، یو پټ پوځي مرکز دی.

د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې (IAEA) د پخوانیو راپورونو له مخې، دا ځای د ایران د اټومي پروګرام د احتمالي پوځي اړخونو سره تړاو لري.

ایران هر ډول اتومي فعالیت ردوي او وايي چې پارچین یوازې د عنعنوي پوځي موخو لپاره کارول کېږي او د تفتیش اجازه په کې محدوده ده.

د ۲۰۱۵ کال د IAEA پخواني مشر لیدنې هم د دې ځای په اړه اندیښنې له منځه نه وې وړې او د دې پوځي ظرفیت په اړه پوښتنې پاتې شوې.

د ۲۰۲۲ کال مې کې په پارچین کې چاودنې یو انجنیر وژلی او بل ټپي کړی و.