د امریکا نورو ښارونو کې هم لاریونونه راوتلي

لسګونه زره کسان، په تکساس، پنسلوانیا او ماساچوست کې د لاس انجلس د لاریونونو په ملاتړ لارو کوڅو ته وتلي دي. د دوشنبې په ورځ سلګونه کسان په سانفرانسیسکو د لاریونونو پر مهال ونیول شول. نیویارک کې هم اعتراضیان راټول شوي وو.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که اړتیا شي د حالت کابو کولو لپاره به ملي ګارډ وکاروي.

سم لاسي په لاس انجلس کې د ملي ګارډ څلور زره او ۱۰۰ سرتیري ځای پر ځای شوي چې لاریونونه کابو کړي.

د کلیفورنیا والي د ولسمشر د دغه امر له امله چې پوځيان یې د حالت کنټرول لپاره ګمارلي محکمې ته شکایت کړی دی، او ویلي یې دا ګام حالت نور هم پېچلي کوي.

د امریکا په لاس اینجلس کې پر غیرقانوني کډوالو د پولیسو چاپو پر ضد احتجاجونه څلورمه پرلپسې ورځ هم روان دي او پولیسو د ښار مرکزي برخه اوس د غونډو لپاره غیرقانوني سیمه بللې ده.

د احتجاجونو په لړ کې یو شمېر موټرونو ته اور ورته کړل شوی او په ځینو سیمو کې د چور- تالان رپوټونه هم ورکړل شوي دي.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ په دې هکله ویلي، په لاس اینجلس کې ''چارې رښتیا هم سمې نه ښکاري'' او زیاتوي، ''ځواکونه راولئ!''

د یادونې ده، چې په لاس اینجلس کې د کالفورنیا والي ګاوین نیوسوم له مخالفت سره سره د ملي ګارد ځواک ۲۰۰۰ سرتېري ځای پر ځای شوي دي.

د امریکا د کالیفورنیا ایالت والي ګیوین نیوسام ولسمشر ډونلډټرمپ تورن کړی چې غواړي د هغه د هیلو پر خلاف لاس اینجلس کې د ملي ګارډ ځواکونه ځای پر ځای کړي او په دغه ایالت کې یې کړکېچ رامنځته کړي.

په کالیفورنیا کې د ښاغلي ټرمپ د کډوالۍ تګلارې په تړاو پیل شوي لاریونونه او شخړې لا هم روانې دي، خو ښاغلي نیوسام له لاریون کوونکو غوښتي چې ونه غولېږئ.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خپلې پرېکړې دفاع کړې او هغه یې اړینه بللې ده.

لاس اینجلس کې د ناقانونه کډوالو د نیونې له چاپو وروسته هلته خلکو په پراخو لاریونونو لاس پورې کړی چې ولسمشر ټرمپ یې د کابو کولو لپاره د ملي ګارډ د ۲ زره ځواکونو ور استولو پرېکړه کړې ده. دغه ځواکونه لاس انجلس ته رسېدلې دي.

ولسمشر ټرمپ دغه راز ویلي، دی کولای شي د احتجاجونو کنټرول لپاره د سمندري ځواک سرتېري ځای پر ځای کړي.

ټرمپ دغه ځواکونه هلته د امریکا هغه قانون له مخې استولي، چې وايي، که یو بهرنی هېواد پر امریکا یرغل وکړي، یا د یرغل خطر وي، ''بغاوت پیل شي او یا د حکومت پر ضد د بغاوت خطر وي، یا ولسمشر نه شي کولای د متحده ایالاتو قوانین عملي کړي'' نو فدرالي حکومت کولای شي ملي ګارد ځواکونو ته امر وکړي.

ولسمشر ټرمپ وايي، احتجاجیانو د فدرالي حکومت پر ضد بغاوت کړی.

له دې مخکې د کالفورنیا والي له دې امر سره کلک مخالفت وکړ او د ده ولسمشر ټرمپ ترمنځ لفظي شخړه رامنځته شوه.

د کالفورنیا دیموکرات والي ګوین نیوسام پر ټرمپ تور پورې کړ، چې د ''توجه جلبولو'' لپاره یې ''پاروونکی'' اقدام کړی او په وینا یې کالفورنیا کې د عامه نظم په برخه کې ځواکونه لږ نه دي.

ښاغلي ټرمپ د خپل ټولنیزې رسنۍ ټروت سوشیل په یوه پیغام کې د کالیفورنیا والي او د لاس انجلس ښاروال "بې کفایته" وبلل او د ځنګلونو د اورونو سره د مبارزې په برخه کې یې د دوی پر مخینه نیوکه وکړه. نوموړي لیکلي:

"دوی د تل په څیر بې کفایته وو."

له اوس لږ مخکې د لاس اینجلس پولیسو ادارې مشر جیم مکډونل هغه ادعاوو ته غبرګون کې چې ګواکې د دوی ځواکونه د ناکراریو په مهارولو کې سوکه پرمختګ کوي، وویل، د دوی ځواکونه ''له هېڅ یوې لارې نه شي کولای د ملکي کډوالۍ چارو په عملي کولو کې برخه ولري.''

د نوموړي اشاره د دې ناکراریو او احتجاجونو پیل ته وه، چې د فدرالي حکومت له لوري د غیرقانوني کډوالو پر ضد د چاپو او نیونو سره پیل شول.

په امریکا کې د بي بي سي همکاره رسنۍ سي بي اېس په خپل رپوټ کې د نوموړی له قوله وايي، د دوی اداره د کالفورنیا ارزښتونو قانون له مخې عمل کوي، چې د کډوالۍ قوانینو عملي کولو برخه کې له فدرالي حکومت سره د دوی د ګډون مخه نیسي.

مکډونیل زیاتوي: "فدرالي همکاران د یو څه له پېښیدو مخکې موږ ته د معلوماتو له چمتو کولو ډډه کوي، دا یې لامب دی."

د ۱۲ هېوادنو پر اتباعو د ټرمپ بندیز لومړنۍ ورځ

د غیرقانوني کډوالو پر ضد د امریکا پولیسو چاپو او توقیف کولو پر ضد د لاس اینجلس احتجاجونه په داسې حال کې روان دي، چې نن د هغه بندیز پلی کېدو لومړنۍ ورځ ده، چې ډونلډ ټرمپ د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو پر وګړو امریکا ته د سفر په لړ کې ولګاوه.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یوه فرمان له مخې چې د سپینې ماڼۍ په وینا د څو ورځې مخکې د یوه مصري سړي له لوري کلوراډو کې د یهودانو پر یوه غونډه د شوي برید په غبرګون کې صادر شوی، امریکا ته د ۱۲ هېوادونو د وګړو پر ننوتلو بندیز ولګاوه او همداراز یې د اوو نورو هېوادونو پر وګړو جدي محدودیتونه وضع کړل.

د سي‌بي‌اس شبکې د راپور له مخې، چې د بي‌بي‌سي همکاره شبکه ده، دا د سفر بندیز د ځانګړو حالاتو لپاره لېرې کېدای شي.

د دغه نوي فرمان له مخې، د افغانستان، ایران، یمن، لیبیا، سودان، سومالیا، استوایی ګیني، چاد، کانګو، برما، اریتریا او هایتي هېوادونو اتباعو ته امریکا ته د ننوتو اجازه نشته، پرته له دې چې دا کسان د امریکا قانوني استوګن وي یا له مخکې یې د امریکا وېزه ترلاسه کړې وي.

په فرمان کې همداراز د اوو نورو هېوادونو اتباعو ته هم جدي محدودیتونه وضع شوي دي. په دې هېوادونو کې ترکمنستان، بروندي، کیوبا، لاووس، وینزویلا، توګو او سیرا لیون هم دي.

سپینې ماڼۍ ویلي و، دغه بندیزونه به د جون پر نهمه عملي شي.