افغانستان کې د واورې پړانګانو په اړه اندېښنې: د طالبانو حکومت یې د ساتنې ژمنه کړې

د طالبانو حکومت کې د افغانستان د چاپېریال ساتنې د ادارې مشر مطیع الحق خالص په بیشکک کې د واورو پړانګانو د ساتنې نړیوال کنفرانس ته ورغلی او ویلي یې دي، حکومت به یې هېواد کې د واورو پړانګانو ساتنه وکړي.

ښاغلي خالص د کنفرانس د کوربه هېواد قرغیزستان د چاپېریال ساتنې او ايکولوژۍ له وزیر سره د اقلیمي بدلون له اغېزو د چاپېریال خوندیتوب پر لارو چارو خبرې کړي دی.

د طالبانو حکومت کې د افغانستان ملي ټلویزون یوه رپوټ کې ویلي، دغه لوړ پوړي چارواکي له قرغیزي وزیر سره افغانستان کې د وحشي ژویو په ځانګړې ډول د واورو پړانګانو د ساتنې او خوندیتوب په اړه بحثونه کړي او ترې یې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د واورو پړانګانو د ساتنې په اړه دغه کنفرانس د جون پر پنځمه او شپږمه بیشکک کې وربلل شوی وو.

د دغه کنفرانس پر رسمي پاڼه یادونه شوې چې د اسیا غرونه د نړۍ د وګړو یو پر دریمې برخې لپاره د خوږو اوبو سرچینې دي او دا چې دغو غرونو کې لوی شمېر وحشي ژوي په ځانګړي ډول سپین پړانګان زیانمن شوي دي.

د طالبانو حکومت داسې مهال د سپینو پړانګانو د ساتنې ژمنه کوي چې په دې وروستیو کې د شمال ختیځ ولایت بدخشان ځايي چارواکو ویلي وو، د واخان-چین د سړک جوړولو د کار له امله د مارکوپولو هوسۍ او د واورو پړانګان له کوچني پاميره لوی پامیر ته تښتېدلي دي.

د واورو پړانګان او مارکوپولو هوسۍ د بدخشان په غرنیو سیمو په ځانګړې ډول د واخان هسکو کې موندل کېږي چې اوس مهال یې ډېر لږ شمېر پاتې دی.

د افغانستان حکومتونو پرلپسې د دغو ژویو پر ښکار بندیز لګولی.

څه موده وړاندې د طالبانو حکومت د کرنې وزارت ویلي وو، څېړنو یې ښودلې چې د مارکوپولو هوسۍ او د واورو پړانګانو شمېر خورا ټیټ شوی دی.

دغه ارزونه کې ویل شوي وو، د ۲۰۲۱ کال پرتله د دې ژویو د شمېر کمېدو لاملونه ناقانونه ښکار، ځنګلیزو سیمو کې د شپنو مېشتېده او د حیواناتو د شمېر ډېرېدل دي.

دغه وحشي حیوان چې د پړانګ له نورو ډولونو سره لږ توپیر لري د خپلې ښایسته څرمن لپاره ښکار کېږي ځکه خو یې د شمېر کمېدو په تړاو اندېښنې رادبره شوي.

په ۲۰۱۶ کال کې د بریتانیا ډیلي مېل ورځپاڼې لیکلي وو چې په بدخشان کې د دغه ژوي شمېر مخ په ډېرېدو دی او اټکل کېږي چې ۱۴۰ ته به رسېدلی وي.