ښکلي ژوي له ګڼو ګواښونو سره مخامخ دي

نوې څېړنه وايي، د نړۍ تر ټولو ښکلي ژوي زموږ له تصوره له پورته خطرونو سره لاس او ګرېوان دي.

په دغه برخه کې تازه نظرپوښتنه وايي، ډېری خلک له هغو ګواښونو ناخبره دي چې ښکلي ژوي په چاپېریال کې ور سره مخامخېږي.

د ښکليو ژويو په نوملړ کې معمولاً هغه ژوي شامل دي چې عکسونه یې په سوداګریزو اعلانونو کې کارول کېږي لکه زمری، پړانګ، زرافه، فیل او داسې نور.

څېړونکي انګیري چې په سوداګریزو اعلانونو کې د ښکلو ژویو د انځورونو ډېر کښته او پورته کېدل، ښايي د دې لامل شي چې خلک فکر وکړي یاد ژوي په چاپیریال کې له کوم خطر سره مخامخ نه دي.

د ښکلیو ژویو په اړه نوې څېړنه په پلاس بیولوژي مجله کې خپره شوې ده.

د ښکلو ژویو بېلګې:

د دې څېړنې تر سره کوونکی فرنک کور شامپ وايي، د (ښکلیو) ژویو مفهوم په وروستیو کې د ژواک پوهنې په بحثونو کې ور ګډ شوی دی:

" تل ادعا کېږي چې د طبیعي سرچینو په ساتنه کې ډېر پام د ښکلیو ژویو خوندیتابه ته دی. ما سره پوښتنه پیدا شوه چې دا مسله حقیقت لري او که څنګه؟"

ډاکټر کور شامپ او همکارانو یې هوډ وکړ چې د ښکلیو ژویو کره نوملړ چمتو کړي.

څېړونکو په یوه اینټرنټي نظرپوښتنه کې چې په انګلیسي، فرانسوي او هسپانوي ژبو چمتو شوې وه، له خلکو وپوښتل د هغو لسو ژویو نومونه ورته واخلي چې د دوی په نظر ډېر ښکلي دي.

لس ښکلي ژوي

مجازي چاپیریال

دغې څېړنډلې یوه ډله داوطلبي کسان هم لرل چې هغوی په بېلو ځایونو کې یې د یادو لسو ژویو په مخه ورتلونکي عکسونه شمېرل.

دې ډلې په اعلانونو، کارتونونو او مجلو کې په منځني ډول د ورځې ۴،۵ دانې عکسونه لیدلي وو چې دا په دې معنی ده چې خلک په ورځني ډول په ختیځه افریقا کې د شته زمریانو درې برابره د زیاتو زمریانو عکسونو سره مخامخېږي.

د ښاغلي کورشامپ له نظره، د ښکلیو ژویو عکسونه لیدل ښايي په خلکو کې د ژویو د حقیقي وضعیت په اړه ناغوښتی اغېز پرېباسي:

" زه فکر کوم دا چې خلک په ورځني ډول زمری او زرافه تر نورو ډېره ویني، نو فکر کوي دغه ژوي د ورکې له ګواښ سره مخامخ نه دي."

که څه هم په خواله رسنیو او مجازي فضا کې د ښکلیو ژویو عکسونه ډېر خپرېږي، خو د طبیعي سرچینو د ساتنې نړیوالې ادارې له یادو لسو ژویو ۹ یې ورکېدونکي او زیانمنونکي ګڼلي دي.

ایا فکر کوئ چې ...

فکر کوئ چې دا ژوي له خطر سره مخامخ دي؟ دا هغه پوښتنه وه چې د برخه والو ځواب یې څېړنډله هکه پکه کړې وه.

د څېړني نیمايي برخه والو ویلي، ګوریلا له خطر سره مخامخ نه ده، په داسې حال کې چې په نړیواله کچه یې د نسل د ورکېدو وېره شته.

ډاکټر کورشامپ د هغو ژویو په اړه چې د ورکېدو او زیانمنېدو له ګواښ سره مخامخ دي، نوښتي حللاره په ګوته کړې ده.

نوموړی وايي، د هغو ژویود عکسونو پر خپرېدو چې د ورکېدا له خطر سره مخامخ دي، باید د نشر حق (کاپي رایټ) ولګول شي او له همدې لارې تر لاسه کېدونکې پیسې دې پر همدغو ژویو مصرف شي.

البته داسې شرکتونه هم شته چې واردمخه یې دا چاره پیل کړې ده.

د جګوار شرکت د عکسونو د کاپي رایټ له درکه ترلاسه کېدونکې پیسې پانټرا یا د پيشوګانې د ژغورنې بنسټ ته ور کوي.

ډاکټر ډیورانټ وايي، د دې طرحې پلي کول به ستونزمن وي، خو په زړه پورې وړاندیز دی.

خو دغه هڅه له ګواښ سره د مخامخو ژویو د ژغورنې په برخه کې بسنه نه کوي.

ژواکپوهان وايي، که د طبیعي سرچینو په ساتنه کې کوټلي ګامونه وانخلو، راتلونکې پېړۍ کې به د فیلانو نسل له منځه لاړ شي.

د چیتاوو نسل هم کابو ۷۰ کم شوی دی او د ژوند چاپېریال یې هم د پخوا په پرتله ۹۱ سلنه تنګ شوی دی.

ښاغلی کورشامپ وايي، احساسوي چې په دې برخه کې باید زیات کار وشي:

" دمګړۍ موږ یوازې د هغو ژویو لپاره لومړنۍ خدمتونه وړاندې کوو چې له مرګ سره لاس او ګرېوان دي. موږ اصلاً هغوی د ژویو چاپیریال ته ور وړو چې هملته پکې له منځه لاړ شي. موږ په ټوله کې د هغوی د ژغورنې هڅه نه کوو. "