د اسرائیلو بمبارۍ او کلابندۍ کې د غزې میندوارې میندې او د ماشوم زیږون خطر په ډېرېدو دی

  • Author, یولند نیل او کالم ټولي
  • دنده, بیت المقدس

په غزه کې د خونړۍ جګړې په منځ کې، نوی ژوندون پیلېږي. خو نوي زیږېدلي ماشومان او هغه کسان چې لا هم په رِحم کې دي، د سختو شرایطو له امله تر ټولو ډېر زیانمن شوي دي.

د خوړو له سخت کمښت سره، ملګرو ملتونو ویلي له هر لسو نویو ماشومانو یو یې یا کم‌وزنه زېږېدلی وي یا هم له وخت وړاندې زیږېدلي. دغه راز، د سقط، مړو ماشومانو د زېږېدو او د زیږون له وخت مخکې ناروغیو پېښې هم زیاتې شوې دي.

د جنوبي ښار خان یونس ناصر په روغتون کې، ملَک بريس چې اوس د اوو میاشتو میندواره ده، له اسرائیلي بمباریو، د تخلیې له امرونو او د خپل ماشوم د له لاسه ورکولو له وېرې سره مخ ده.

هغې بي‌بي‌سي ته وویل: "زه وېرېږم چې کېدی شي هر وخت له وخت مخکې ماشوم وزیږوم او دا چې زما د ماشوم لپاره د امیونیټیک مایع کافي نه‌دي چې پکې وده وکړي."

ملَک دا تمه نه‌درلوده چې دویم ماشوم دې وزېږوي. شپږ اونۍ مخکې هغې ډېره اندازه د امیونیټیک مایع له لاسه ورکړل، چې د ماشوم ژوند یې له خطر سره مخ کړ.

هغې زیاته کړه: "ډاکترانو راته وویل دا د خوارځواکۍ او ستړیا له امله دي... هغوی راته وویل دا کار د خدای په لاس کې دی – جنین ښايي ژوندی پاتې شي یا ومري."

سره له دې چې ناقصه تغذیه د میندوارۍ نوې ستونزې راولاړې کړي، خو زیږون هم له پخوا خورا خطرناک شوی دی.

د مارچ پر دويمه اسرائیلو پر غزه بشپړه محاصره ولګوله - چې ویل یې پر حماس د فشار لپاره ده - خو دا کلابندي یوازې دوه اونۍ مخکې لږ څه نرمه شوه. لا هم د درملو بنسټیز توکي، ان درد اراموونکي او د حفظ‌الصحې لومړنۍ اسانتیاوې نه شته.

ځینې وختونه د اسرائیلي پوځ عملیات او د خلکو بې‌ځایه کېدل په دې مانا دي چې ښځې اړې وي خپل ماشومان په خېمو یا سرپناوو کې له د طبي مرستې پرتې وزيږوي.

سانډرا کلن، چې یوه امریکایي د ماشومانو نرسه ده او تازه یې په غزه کې کار کړی وویل: "که میندې دومره بختورې وي چې روغتون ته د ماشوم د زېږولو لپاره ورسېږي، هغه ښځې چې طبیعي زیږون کوي، معمولاً درې تر څلورو ساعتونو وروسته کور ته رخصتېږي".

هغې وويل: "هغه ښځې چې د سيزرين جراحي يې کړې وي، ۲۴ ساعتونه وروسته رخصتېږي."

"هغوی له روغتونه کور ته لېږل کېږي، ان که ماشومان یې داسې روغتیایي ستونزې ولري چې په عادي شرایطو کې باید روغتون کې پاتې شي چې ملاتړ تر لاسه کړي."

"له غزې بهر اکثره ماشومان چې د زېږون له ۳۲ اونیو مخکې او یا د ۱۴۰۰ ګرامه (۳،۱ پاوه) کم وزن لري، نويو ‌زېږېدلو ماشومانو د پاملرنې په ځانګړي څانګه (NICU) کې ساتل کېږي. خو دا ماشومان کور ته لېږل کېږي، ځکه چې هلته ځای نه شته."

د ناصر روغتون لا هم د نويو زېږېدلو ماشومانو د پاملرنې ځانګړې فعاله څانګه (NICU) لري، خو دا څانګه ډکه ده. ډاکټران وایي له هغه راهیسې چې د مې په ۱۳مه نېټه د اروپایي روغتون څېرمه ځای د اسرائیلوخونړۍ بمبارۍ په نښه کړ د دوی فعالیت په ټپه ودرېد.

د نژدې شلو میاشتو جګړې په ترڅ کې اسرائیلي پوځ څو ځله روغتونونه په نښه کړي. دوی وایي د اروپایي روغتون د ودانۍ لاندې یې د حماس سیمه‌ییز مشر محمد سنوار په یوه "ځمکتله اډه" کې په نښه کړی.

اسرائیل پر حماس تور لګوي چې دا ډله خپل جنګیالي او نظامي تاسیسات د ناروغانو او ټپیانو تر شا پټوي، خو حماس دغه ادعا ردوي.

اوس چې ابتدایي روغتیايي خدماتو ته لاسرسی ډېر ستونزمن شوی، د ملګرو ملتونو په وینا د غزې شاوخوا ۵۵،۰۰۰ میندوارې ښځې د میندوارۍ پر مهال منظمې طبي معاینې نه شي ترلاسه کولی.

ډاکټر احمد الفرا، چې د ناصر روغتون د ماشومانو او زېږون څانګې مشر دی، وایي: "د ښځو رواني حالت د زیږون پر مهال زړه‌بوږنوونکی وي، خدای دې مرسته ورسره وکړي."

"هغوی کاملا پوهېږي چې د دوی د نا زیږېدلو ماشومانو سمه پالنه نه کېږي او دوی خپله هم لازمه تغذیه نه ده ترلاسه کړې، نو اټکل کوي چې ماشومان به یې یا کم‌وزنه وي یا له نورو ستونزو سره مخ وي. دا د دوی لومړنۍ اندېښنه ده."

"دویمه اندېښنه دا ده چې له زیږون وروسته، دوی ژوره وېره لري چې څنګه به د شیدو ورکولو وس ولري یا ان د ماشوم لپاره شیدې یا فورمولا پیدا کړي، په ځانګړي ډول اوس چې د خوړو کمښت دوام لري. دواړه لارې ورته ګرانې دي."

د غزې په یوه سرپنا کې ایه السکافي چې خپلې اوښکې یې پاکولې، د خپلې لور جنان انځورونو ته ګوري.

ماشومه د روان کال د اوربند پر مهال زېږېدلې وه او په پیل کې یې روغتیا ښه وه. خو کله چې خواړه کم شول، مور یې ونه‌توانېده چې شیدې ورکړي.

ایه وايي: "کله چې لارې بندې شوې، هر څه راباندې بند شول. نه اوړه وو، نه پاکې اوبه، نه هغه ډول خواړه لکه مېوې او شنه سبزي چې د صحت لپاره ضروري دي. زما حالت خراب شو، د جنان حالت لا ډېر خراب شو."

جنان خوارځواکې شوه او د بدن اوبه یې کمې شوې او د هاضمې ستونزې یې هم پیدا کړې. ډاکتران ونه‌توانېدل چې هغه ته ځانګړې فورمولا پیدا کړي.

ایه وايي: "زه لکه زر ټوټې ټوټې شوم، تر دې اندازې چې غوښتل مې چیغه کړم او ټولې نړۍ ته ووایم: 'زما لور له مرګه وژغورئ، و یې ژغورئ!'"

ما د مرستې ډرې چیغې ووهلې، خو یوازې خدای، د نړۍ رب ځواب راکړ. یوازې خدای هغه د دې ظالمې نړۍ له منګولو وژغورله."

جنان تېر میاشت مړه شوه - هغه یوازې د څلورو میاشتو وه.

ډېری میندې د خپلې خرابې روغتیا له امله له شیدو ورکولو سره سختې ستونزې لري، خو یوه سکاټلنډ مېشته اداره چې "د غزې د ماشومانو تغذیې د ملاتړ اتحاد" نومېږي، له ځایي روغتیاپالانو سره کار کوي او هغوی روزي چې میندې لا ډېرې مرسته ترلاسه کړي.

سانډرا کلن نرسه او د شیدو ورکولو متخصصه له دې ډلې سره کار کوي.

هغې وايي: "موږ په پوره ډول د شیدو ورکولو توصیه کوو، ان که مور خوارځواکي هم ولري، خو تر هغه چې دا سوء‌تغذیه شدیده نه وي."

ډېری وخت چې فورمولا (مصنوعي شیدې) ورکول شوې وي، په دې عادت کېږي. د میندو د شیدو تولید کمېږي او بیا یا فورمولا نه لري یا پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري."

اوس چې سانډرا بېرته امریکا ته ستنه شوې، هغه د خان یونس او د دیر البلح ښار په منځني روغتون (د الاقصی شهیدانو روغتون) کې پخپلو سترګو لیدلې زړه بوږنوونکې کیسې کوي.

یوه مور چې د لومړي ځل لپاره میندواره وه، له زېږون له مخکې روغتون ته تللې وه، خو د اسرائیلي هوايي بریدونو له امله اړ شوه چې په خېمه کې یوازې د خپل مېړه په حضور کې خپل ماشوم وزېږوي.

پنځه ورځې یې د ماشوم د شیدو خوړلو لپاره هڅه وکړه، خو ستونزې یې ډېرې وې. کله چې روغتون ته تګ ممکن شو، ډېر ناوخته شوی و او ماشوم یې نه‌و ژغورلی شو.

بله ښځه او نوی زېږېدلی ماشوم یې د ټانک د ګولۍ له برید نه ژوندی پاتې شول، خو د ګولۍ یوه ټوټه د هغې په سینه کې لګېدلې وه، چې یوه برخه یې د شیدو د لېږد نلۍ پرې کړې وه. هغې ته د شیدو ورکولو دوام لپاره مسلکي سلا ته اړتیا وه.

د څلورو ماشومانو مور د خپل نوي زیږېدلي ماشوم د تغذیه کولو لپاره ښه ځواب وایه، خو بیا یې خېمه بمبار شوه. د هغې میړه ووژل شو او څو ساعته وروسته، دوی ته د اسرائیلي پوځ د وتلو امر ترلاسه شو.

دغه ښځه له خپلو ماشومانو سره د تېښتي پر مهال بې‌هوښه شوه او درې ورځې ونه‌توانېده چې ماشوم ته شیدې ورکړي. خو له نېکه‌مرغه دوی وکولای شول چې فورمولا پیدا کړي.

سانډرا وايي: "دا ټولې کیسې له هرې یوې سره تړاو لري... په ټوله کې موږ د نهیلۍ، بې‌وسۍ او حتی د ځان‌وژنې د فکرونو یو ډېر ستر زیاتوالی تجربه کوو."

په غزه کې لویې کورنۍ یو عام دود دی، خو د بې‌ځایه شویو خلکو په کمپونو کې، ډېری میندې له خپلوانو او دوستانو هغه معمول ملاتړ نه لري، چې د حمل پر مهال یا له نوي زېږېدلي ماشوم سره د مبارزې پر وخت ورته اړتیا لري.

سانډرا، چې په تېرو دوولسو میاشتو کې دوه ځله غزې ته تللې وه، پر دې سربېره له لیرې ښځو ته سلاوې هم ورکوي. هغې له یوې درمل‌پالې جُمانې عرفه سره د هغې د لوړ خطر لرونکي دوه‌ګوني حمل پر مهال نژدې اړیکه پیدا کړې وه.

جُمانه په انګلیسي ژبه یوه غږیز پیغام کې، چې د تېر اګست انځورونو سره یې یوځای استولی و، وویل:

"ما پرون د عملیات له لارې زېږون وکړ سانډرا، او شکر دی، زه او زما ماشومان دواړه ښه حالت او روغتیا لرو."

هغې خپل زوی ته عَصر او لور ته ایصال نومونه ورکړي وو.

خو د جُمانې او د هغې کورنۍ خوښي ډېر ژر په یوه وېروونکې تراژیدي بدله شوه.

له زېږون درې ورځې وروسته، د هغې مېړه محمد ابو القُماصان د ماشومانو د زېږون اسناد اخیستل، چې ورته خبر ورسېد.

مېرمن، دواړه نوي زېږېدلي ماشومان او خواښې یې د دیر البلح په سرپناه کې د اسرائیلي توغندي په برید کې وژل شوي دي.

خبریالانو د الاقصی شهیدانو روغتون کې ویډیو ثبت کړې، چې محمد په انګړ کې چپه کېږي.

په هغه وخت کې د اسرائیلي پوځ ویاند ویلي وو، دوی د پېښې په اړه معلومات نه لري او زیاته کړې یې وه چې پوځ "یوازې پوځي اهداف" په نښه کوي او هڅه کوي چې ملکي زیانونه کم کړي.

خو د سانډرا لپاره، د جُمانې، د هغې مور او دوو نویو زېږېدلو ماشومانو مړینه "تر هر ډول تصور ورهاخوا دردوونکې وه، تر زړه‌بوږنېدو هم ور هاخوا زړه‌ماتوونکې".

هغې وویل: "زه لا هم په دې فکر کوم... او ژاړم."

په غزه کې، د ډېری ښځو لپاره، حمل او له وخت مخکې زېږون د تمې، خوشحالۍ او هیلو وخت و، خو اوس دا وختونه د فشار، وېرو او درد سمبول شوي دي.

د نوي ژوند د هیلې د استازیتوب پر ځای، ماشومان د ژوندي پاتې کېدو د مبارزې سمبول ګرځېدلي دي.