د امریکا او چین تر منځ د تعرفو جګړه اپل شرکت ته په څه معنی ده؟

  • Author, انبېلا ليينګ
  • دنده, بي بي سي

پر هر ايفون موبايل ليکل شوي چې دا په کليفورنيا کې ډيزاین شوی دی. که څه هم دا وسيله په ريښتيا په امریکا کې ډيزان شوې خو ډېر امکان لري چې زرګونه کيلومتره لرې په چین کې توليد شوې وي. هغه هېواد چې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا سختې تعرفې پرې لګول شوې چې په ځينو مواردو کې تر ۲۴۵ سلنې پورې رسېږي.

اپل هر کال له ۲۲۰ میلیونو زیات ایفونونه پلوري، او د ډېرو اټکلونو له مخې، له هر لسو ایفونونو نهه يې په چین کې جوړېږي. له سکرینونو نیولې تر بېټريو او نورو پرزو پورې په چين کې جوړېږي چې بيا په ایفونونو، ایپډونو او مک لپټاپونو کې ځای پر ځای او د اپل تر ټولو ستر بازار امریکا ته لېږدول کېږي.

په پيل کې ټرمپ اعلان وکړ چې ځيرکو موبايلونو، کمپيوټرونو او ځينو نورو الکټرونېکي وسايلو تعرفې نه لګوي خو وروسته يې وويل چې نورې تعرفې هم راروانې دي، "هېڅوک نشي خلاصېدلی."

امریکا او چین، چې د نړۍ دوه تر ټولو ستر اقتصادونه دي، یو پر بل تکيه لري خو اوس دا پوښتنه راپورته کېږي چې کوم هېواد بل ته ډېره اړ دی؟

چین له دې امله ډېره ګټه وکړه چې د نړۍ د تر ټولو ارزښتناکه شرکت په یوه تولیدي مرکز بدل شو.

اپل شرکت په ۱۹۹۰ لسیزه کې چینياني بازار ته لاسرسی وموند. هغه مهال د درېیمګړو له لارې د اپل کمپيوټرونو پلور په چين کې پيل شو.

په ۱۹۹۷ کال کې چې اپل شرکت له اقتصادي بحران سره د مخ کېدو په درشل کې و او له نورو شرکتونو سره يې سيالي نشوی کولی نو چين ورته د ژغورنې یا خونديتوب په ځای بدل شو. مخ پر ودې چينايي اقتصاد د بهرنيو شرکتونو پر وړاندې دروازې پرانيستې چې توليد پياوړی او کارونه زيات کړي.

خو تر ۲۰۰۱ کال پورې اپل په رسمي ډول چین ته نه و داخل شوی. په همدې کال کې يې له يوې شانګهای مېشتې کمپنۍ سره چين کې توليد پيل کړ.

کله چې بیجینګ له نړۍ سره سوداګرۍ ته مخه کړه اپل هم هلته خپل حضور پراخ کړ.

هغه وخت چین د ایفون د تولید لپاره چمتو نه و. خو اپل خپله د تولید کوونکو شبکه جوړه کړه چې د سوداګريزو چارو کارپوه لين شوپېنګ په وينا هغوی یې په "تولیدي ستورو" بدل کړل.

اپل په ۲۰۰۸ کال کې خپل لومړنی رسمي پلورنځی په بیجینګ کې پرانیست، هغه کال چې دغه ښار د اولمپیک سياليو کوربه و او د چین او لوېدیځ اړیکې تر ټولو ښې وې. ورپسې دا شمېر ژر ۵۰ پلورنځیو ته وغځېده، او خلک به ورته په کتارونو کې ولاړ وو.

څنګه چې د اپل ګټه زیاته شوه، همداراز یې په چین کې توليد هم پراخ شو. په زېنګژو ښار کې د ايفون تر ټولو ستره فابريکه فعاله شوه چې اوس ورته د "ایفون ښار" هم ويل کېږي.

اوس مهال د اپل ډېری ايفونونو په چين کې د فاکس کان کمپنۍ له خوا جوړېږي. پرمختللي چېپونه يې په تايوان کې د نړۍ د چپ تر ټولو ستره کمپنۍ ټي اېس اېم سي جوړوي.

د نېکي اسيا رسنۍ د معلوماتو له مخې په ۲۰۲۴ کال کې د اپل شرکت له ۱۸۷ عرضه کوونکو څخه شاوخوا ۱۵۰ يې په چين کې فابريکې لرې.

د اپل شرکت اجرائيوي مشر ټېم کوک تېر کال په يوه مرکه کې د اپل شرکت لپاره د چین اهميت يادونه کړې وه.

د تعرفې ګواښ – خیال پلو، که هيله؟

د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې، اپل وتوانېد چې د هغه له لګول شویو تعرفو خونديتوب ترلاسه کړي.

خو دا ځل، د ټرمپ ادارې مخکې له دې چې په ځينو الکترونکي وسايلو تعرفې بېرته واخلي د اپل نوم په‌ ښکاره توګه یاد کړ. د دوی باور دا دی چې د درنو مالیاتو ګواښ به شرکتونه دې ته اړ کړي چې خپل محصولات په امریکا کې تولید کړي.

د سوداګرۍ وزیر هوارډ لوټنیک روانه میاشت په یوه مرکه کې وویل:

"د میلیونونو انسانانو هغه لښکر چې د ايفون جوړولو په موخه کوچني پېچونه ټینګوي، دا ډول تولید به امریکا ته راشي."

د سپینې ماڼۍ ویاندې، کارولاین لیوېټ، تېره اوونۍ دا خبره تکرار کړه:

"ولسمشر ټرمپ دا روښانه کړې چې امریکا نشي کولای د مهمو ټکنالوژیو لکه سیمي‌کانډکټرونو، چېپونو، ځيرکو موبايلونو او لپټاپونو په تولید کې پر چین تکیه وکړي."

هغې زیاته کړه، "د ولسمشر په لارښونه، دا شرکتونه هڅه کوي چې خپل تولیدات هر څومره ژر چې وي امریکا ته راوړي."

خو ډېر خلک په دې اړه شکمن دي.

الي فرېډمن، چې پخوا د اپل د علمي مشورتي بورډ غړی و، وايي دا فکر چې اپل به خپل تولید امریکا ته راوړي، "یوازې یو خیال" دی.

"تر ټولو مهم نوي تولیدي ځایونه ویتنام او هند دي. خو البته، د اپل ډېری تولید لا هم [په چین کې] کېږي."

ایپل د بي بي سي پوښتنو ته ځواب ونه وایه، خو د دوی وېبپاڼه وايي چې دوی "زرګونه شرکتونه او له ۵۰ ډېر هېوادونه" رانغاړي.

راتلونکې ننګونې

که د اپل اوسنی سپلای چېن اکمالاتي ځنځير بدل شي، دا به د چین لپاره چې له کورونا وبا وروسته اقتصادي وده پيلوي، لوی ګوزار وي.

چین د لوېديځو هېوادونو لپاره د توليد په لوی مرکز بدل شوی چې دې سلګونه زره دندې رامنځته کړې او چین ته يې په نړيواله سوداګرۍ کې اهميت ورکړی دی.

د اقتصادي چارو يو کارپوه جيګر ډېکشېټ وايي، "اپل شرکت د امریکا او چين تر منځ د ترینګتياو په منځ کې راګير دی."

همدا لامل کېدای شي چې چین د ټرمپ ګواښونو ته غاړه نه وي ایښې، بلکې په غبرګون کې یې پر امریکایي وارداتو ۱۲۵٪ تعرفې لګولي دي.

چین همداراز پر مهمو منرالونو او مقناطیسي موادو د صادراتو کنټرول وضع کړي، چې دا هم امریکا ته یوه ضربه ده.

خو دا هم حقیقت دی چې پر چينايي توکو تعرفې به زيان رسوونکې وي.

یوازې بیجینګ نه دی چې د لوړ تعرفو سره مخ دی. ټرمپ څرګنده کړې چې هغه هېوادونو به هم هدف وګرځوي چې د چين د سپلای چېن برخه دي.

د بېلګې په توګه ویتنام، چې اپل د غوږیو تولید ور ته لېږدولی دی. د تعرفو له لنډمهالي ځنډولو مخکې ټرمپ پر دغه هېوادد ۴۶٪ تعرف لګولې وې. په اسیا کې بل هېواد ته د تولید لېږد هم اسانه لار نه ده.

ښاغلی فرېډمن وايي:

"د هغو ځایونو چې فاکس‌کان کولی شي په‌کې خپلې سترې تولیدي فابریکې ولري، ټول یې په اسیا کې دي، او دا ټول هېوادونه د لوړ تعرفو سره مخ دي."

اپل شرکت دا مهال د چينايي شرکتونو له سختې سیالۍ سره مخ دی، ځکه حکومت غواړي د امریکا سره د ټکنالوژۍ په سیالۍ کې پرمختللي تولید ته وده ورکړي.

ښاغلي لېن وايي، اوس چې "اپل د چین الکترونیکي تولید ظرفیتونه پراخ کړي، نو هووایي، شیاؤمي، اوپو او نور شرکتونه کولی شي له اپل پاتې شوی سپلای چېن يا اکمالاتي ځنځير وکاروي."

تېر کال، اپل په چین کې د ځيرکو موبايلونو تر ټولو ستر پلورونکی نه و بلکې دا ځای هووایي او ویوو ونیو. د چین خلک د اقتصادي کمزورتيا له امله هم کافي لګښت نه کوي.

د روان کال په جنورۍ مياشت کې اپل په چين کې د ايفونونو بيې ښکته کړې. له بلې خوا، د ولسمشر شي جین‌پینګ تر سخت کنټرول لاندې، اپل اړ شوی چې په خپلو وسیلو کې د بلوتوت او ایرډراپ کارونه محدوده کړي، ځکه چې چینایي کمونیسټ ګوند هڅه کړې چې د خلکو ترمنځ د سیاسي پیغامونو شریکول بند کړي.

اپل په امریکا کې د ۵۰۰ میلیارده ډالرو پانګونه اعلان کړې، خو ښایي دا د ټرمپ ادارې د رضایت لپاره بسنه ونه کړي.

د ټرمپ د تعرفو د بې‌ثباتو پرېکړو او ناڅاپي بدلونونو په پام کې نیولو سره، د نورو ناڅاپي ماليو تمه هم کېدای شي، چې دا به شرکت یو ځل بیا له محدود وخت او کمو امکاناتو سره مخ کړي.