د ونډو بازار کې ګډوډي: دا حالت به د خلکو پر ژوند څه اغېز ولري؟

  • Author, ماريا زکرو
  • دنده, بي بي سي نړيواله څانګه

په ټوله نړۍ کې وروسته له هغه د ونډو بازارونه راولوېدل چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ګڼ هېوادونو نوې تعرفې ولګولې.

ډېری خلک اندېښمن دی چې دا وضعيت به د دوی پر ژوند څه اغېز وکړي.

د دوشنبې او سې شنبې په ورځو د شانګهای، توکيو، سېډني او هانګ کانګ د ونډو بازارونه په هغه اندازه راپرېوتل چې په تېرو لسيزو کې يې ساری نه و ليدل شوی.

اروپايي بازارونه هم راپرېوتل، په ځانګړې توګه بانکونه او دفاعي شرکتونه تر ټولو ډېر زيانمن شول. د امریکا د ونډو بازار هم د کورونا وبا راهيسې تر ټولو بده ورځ وليده.

دا وضعيت وروسته له هغه پېښ شو چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د چارشنبې په ورځ پر ګڼو هېوادونو له ۱۰ سلنې تر ۴۶ سلنې پورې نوې تعرفې ولګولې.

کارپوهان خبرداری ورکوي چې د ونډو بازار دا ګډوډ حالت کولی شي د خلکو پر ژوند او مالي وضعیت بېلابېلې اغېزې وکړي.

ایا دندې له ګواښ سره مخ دي؟

که چېرې د ونډو بازار د اوږدې مودې لپاره راولوېږي، نو دا وضعیت کولی شي د کار بازار هم اغېزمن کړي.

کله چې خلک په یوه کمپنۍ کې پانګونه کوي، نو له هغې تمه لري چې بېرته ګټه ترې تر لاسه کړي.

که د یوې کمپنۍ ونډې په پرله‌پسې ډول راښکته شي، نو پانګوال پر کمپنۍ فشار راولي چې د وضعیت د کنټرول لپاره لګښتونه کم کړي، چې تر ټولو اسانه لاره یې د کارکوونکو کمول وي.

خو د لندن د يو سي اېل پوهنتون د اقتصاد پروفیسور، مورټن راون، وايي، "په اوسني وضعیت کې، د دې شونتيا ډېره کمه ده چې کمپنۍ دې کارګر له دندو لرې کړي."

نوموړی زياتوي، خو که حالت بدل نشي اوس يا وروسته بايد د دندو د کمولو په اړه پرېکړه وشي.

ایا ماليه او یا د سود کچه لوړېدای شي؟

لا تر اوسه څرګنده نه ده چې د ونډو بازار دا سقوط به د خلکو پر مالیو، د پورونو اخیستو، یا سپما پر سود څه اغېز ولري.

خو ښاغلی راون وايي، دا ټول ښايي اغېزمن شي.

نوموړی وايي، د بازار دا بې‌ثباتي ښايي د حکومتونو مالي وضعیت ته زیان ورسوي، او کېدای شي چې حکومتونه مجبور شي د لګښتونو د کمولو یا د مالیاتو د زیاتولو په اړه فکر وکړي.

سود هم ښايي بدلون ومومي. د دې امکان شته چې د سود کچه پورته او یا هم ښکته خو دا به په مختلفو فکتورونو پورې تړاو ولري، په ځانګړي ډول دا چې هېوادونه د امریکا تعرفو ته څه ډول غبرګون ښيي.

د بېلګې په توګه، که د کوم هېواد مرکزي بانک پرېکړه وکړي چې د سود کچه راکمه کړي، نو د پورونو اخیستل به ارزانه شي خو په عین حال کې، د سپما کوونکو ګټه به هم لږ شي.

او که سود لوړ شي، نو پور اخیستل به ګران شي، خو ورسره سپما به زیاته ګټه وکړي.

ایا اقتصادي ځوړ شونی دی؟

يو اقتصاد هغه مهال د ځوړ په حالت کې بلل کېږي چې لګښت او صادرات د څو پرلپسې مياشتو لپاره کم شي.

ښاغلی راون وايي، لا هم وختي ده چې ووايو نړۍ به له اقتصادي ځوړ سره مخ شي.

نوموړی وايي، "زه فکر کوم یوه یا دوه اوونۍ بايد انتظار وکړو. که دا وضعیت یوې پراخې سوداګریزې جګړې ته لاړ شي او نور هېوادونه هم د امریکا په اړه غبرګون وښيي نو دا به د اندېښنې وړ خبره وي."

راون وايي، که دا روان وضعیت نړیوال ځوړ ته ولاړ شي، نو د دندو له لاسه ورکول به "ډېر شوني دي".

اقتصادي ځوړ کولی شي پر خلکو او اقتصاد بېلابېلې اغېزې ولري.

د بېلګې په توګه، ځینې خلک به خپلې دندې له لاسه ورکړي، بې‌کاري به لوړه شي، ځینې نور به د ارتقاء یا د معاش زیاتېدو فرصت له لاسه ورکړي، او نه به شي کولای د ژوند د لګښتونو له زیاتوالي سره برابر عايد ولري.

خو د اقتصادي ځوړ دا درد ټولنه کې مساوي نه وېشل کېږي او دا کولی شي اقتصادي نابرابري نوره هم زیاته کړي.