BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • بلوچستان

    بلوچستان کې وسله والو یو لوړپوړی ملکي چارواکی تښتولی

    د بلوچستان د کیچ ولسوالۍ په تومپ سیمه کې یو پاکستانی افسر (اسسټنټ کمشنر) محمد حنیف نورزی وسله والو کسانو تښتولی دی. د کیچ ولسوالۍ مرستیال کمشنر بشیر بړیڅ د ښاغلي نورزي تښتول کېدل تائید کړي او ویلي یې دي چې هغه د چارشنبې په ورځ له کیچ څخه کوټې ته د راتلو پرمهال تښتول شوی دی. د کیچ یو بل اداري چارواکي هم دا پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې ښاغلی نورزی له "سرینکن" نومې سیمې تښتول شوی دی.

  • Getty Images

    څنګه د حج په مراسمو کې خپلې روغتیا ته پام وکړو

    هر کال د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه نږدې دوه میلیونه مسلمانان د سعودي عربستان سپېڅلي ښار مکې ته د حج لپاره ځي، چې د اسلام له پنځو بناوو څخه یوه یې بشپړه کړي. دا یوه دیني فریضه ده چې د ذو الحجة میاشت کې ترسره کېږي. دا د اسلامي کالېزې وروستۍ میاشت ده. سږکال دا د جون له ۴ مې تر ۹مې پورې ورځو کې برابره شوه او له یو میلیون ډېر مسلمانان به دا بهیر ترسره کړي.

  • On Tuesday, at least 27 Palestinians were killed by Israeli fire as they attempted to collect aid near a distribution site in Gaza, a spokesman said.

    'غزه د ځمکې پر مخ تر جهنم بدتره شوې ده'

    د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ای سي ار سي) مشره وايي، ''غزه د ځمکې پر مخ تر جهنم بدتره شوې ده.'' د بي بي سي له خبریال جیریمي بوین سره مرکه کې میرجانا سپولجاریک وايي، د غزې له اوسېدونکو انساني کرامت اخیستل کېږي او نړیوال بشري قوانین د له منځه تلو په حال کې دي.

  • ملا هبت الله اخوندزاده په پیغام کې د نجونو د زدکړو او د ښځو د کار حق ته اشاره نه ده شوې

    'د امیر له حکمونو او فرمانونو اطاعت وکړئ'

    د طالبانو رهبر مولوي هبت الله اخوندزاده د لوی اختر په مناسبت پخپل پیغام کې له خلکو غوښتي چې "د امیر له حکمونو او فرمانونو اطاعت وکړئ." ښاغلي اخوندزاده دا کار "لازم او واجب" بللې او زیاته کړې یې ده: "ټول یې باید ومنئ او د اطاعت په چوکاټ کې چلند وکړئ."

  • مسک

    په یوه ښکاره او تونده نیوکه کې ایلان مسک د ټرمپ مالیاتي لایحه "کرکجنه او کرغېړنه" بللې ده

    ایلان مسک، چې یوازې څو ورځې مخکې یې په ناڅاپي ډول سپینه ماڼۍ پرېښې او د حکومت د "موثریت ادارې" مشري یې پرې ایښې وه، د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د مالیاتي لایحې پر وړاندې خپل لومړنی علني او توند انتقاد کړی دی. هغه دغه لایحه چې د استازو جرګې تصویب کړې ده، په کلکو ټکو رد کړه او هغو استازو ته چې یې ملاتړ کړی، وویل: "شرم دې وي!"

ځانګړي مطالب

  • ثنا یوسف ۱۷ کلنه وه

    اسلام اباد کې د ټېک ټاکرې ثنا یوسف وژنه: "پاکستان کې د جنسیت پر بنسټ باید څوک و نه وژل شي"

    د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد پولیس وايي، د ټیک ټاکرې ثنا یوسف په وژنه تورن کس یې نیولی دی. ثنا یوسف ۱۷ کلنه وه او پر خواله رسنیو ټېک ټاک او انسټاګرام یې ګڼ شمېر پلویان لرل. دا دوشنبه (مې دویمه) ماښام مهال په خپل کور کې د یوه نامعلوم کس له خوا په ډزو وژل شوې ده. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، ثنا یوسف د 'خیبر پښتونخوا د چترال' اوسېدونکې وه چې له څو مودې راهیسې له کورنۍ سره پلازمېنه اسلام کې اوسېده.

  • د روسیې او افغانستان ترمنځ د همکارۍ پنځه تړونونه لاسلیک شول

    روسیې د طالبانو حکومت سفیر ومانه: مسکو او کابل د څه په لټه کې دي؟

    د افغانستان پلازمېنه کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د یکشنبې په ورځ د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره لیدنه کې، په مسکو کې د طالبانو حکومت د سفیر د منلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د پیاوړتیا خبره وکړه. تر دې مخکې مسکو کې د طالبانو حکومت استازی د سرپرست یا شارژدافیر په کچه و. روسیه یو له هغو هېوادونو ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره یې کابل کې سفارت بند نه کړ.

  • سندره

    نوی نړیوال ریکارډ: یوه داسې سندره چې د ۱۹۵ هېوادونو ښځو ویلې ده

    د جنسیتي برابري او د ښځو د رواني روغتیا لپاره کارکوونکي یوه بنسټ د یوه نوښت په ترڅ کې د 'ګېنس بک اف ورلډ ریکارډز' لپاره یو نوی ریکارډ جوړ کړی دی. د 'د فریکوېنسي سکول' په نوم دغه بنسټ داسې یوه سندره تولید کړې چې د افغانستان په ګډون د نړۍ د ۱۹۵ هېوادونو ښځو پکې د خپل غږ په بدرګه د خپلې سيمې په ژبه یوه یوه کلمه ویلې ده.

  • د نړۍ له ګوټ ګوټه مسلمانان د سعودي عربستان په مکه معظمه کې د حج د فریضې د ترسره کولو لپاره عبادت کوي، د قرآن کریم تلاوت کوي او د کعبې شاوخوا طواف کوي.

    د حج په اړه پنځه حقیقتونه، ایا مخکې پرې پوهېدئ؟

    حج د مسلمانانو لپاره یو سپېڅلی سفر دی چې هر کال نژدې دوه میلیونه عبادت کوونکي د سعودي عربستان مکې ښار ته ورځي. دا د اسلام له پنځو بناوو یا ستنو یوه ده او هر هغه مسلمان چې بدني او مالي وس ولري، په ژوند کې یو ځل پرې حج ادا کول فرض دي.

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

روغتیا

د ټرمپ د ولسمشرۍ دویمه دوره

د منځني ختیځ کړکېچ

د اقلیم بدلون

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , Second Eye, ۰۹:۲۹, ۵ جون ۲۰۲۵, ۱۵،۰۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۶:۳۰, ۴ جون ۲۰۲۵, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • واورئ, د اوونۍ بحث, ۱۵:۳۰, ۴ جون ۲۰۲۵, ۲۹،۳۰ موده

    د اوونۍ پر مهمو مسايلو تفصيلي بحث

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    بي‌بي‌سي پښتو پر خواله رسنیو:

    تر ټولو ډېر لوستل شوي