غزه کې د مرستو ترلاسه کولو لپاره پر یو ځای شویو خلکو د اسرائیلي ټانکونو ډزې، ۲۶ کسان وژل شوي

  • Author, دغزې لپاره د بي بي سي خبریال رشدي ابوالعوف
  • دنده, قاهره
A file picture shows people seeking aid at the Gaza Humanitarian Foundation distribution point in Rafah on Tuesday

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا ارشیف تصویر چې پر پنجشنبه اخیستل شوی، د خلکو ګڼه ګوڼه ښيي، چې د غزې بشري مرستو مرکز کې د مرستې ترلاسه کولو لپاره راټول شوي وو.

د سویلي غزې رفحه سیمه کې عیني شاهدان او روغتیا پالان وايي، د اسرائیلي ټانکونو په ډزو کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۱۵۰ نور ټپیان شوي دي. ویل کېږي، پېښه د مرستو وېش یوه مرکز ته نژدې شوې ده.

یوه ځايي خبریال محمد غریب بي بي سي ته وویل، زرګونه فلسطینیان د مرستو وېش یوه مرکز ته نژدې یو ځای شوي وو، چې اسرائیلي ټانکونه هلته ورغلل او ډزې یې پیل کړې.

ځايي خبریالانو او مدني فعالانو هغه ویډیويي کلیپونه خپاره کړي، چې مړي او ټپیان د المواسي سیمې د سره صلیب روغتون ته د لېږدول کېدو په حال کې ښيي.

اسرائیلي دفاعي ځواکونه وايي، دوی، ''تر اوسه د مرستو وېش مرکز په شاوخوا کې د ای ډي ایف ځواکونو د ډزو له کبله د (خلکو) ټپي کېدو په هکله معلومات نه لري. خو د دې مسئلې په هکله ارزونه روانه ده.''

خبریال محمد غریب وايي، العالم څلورلارې ته نژدې فلسطینیان د غزې بشري مرستو مرکز په شاوخوا کې راټول شوي وو، چې له ځايي وخت سره سم نژدې څلور نیمې بجې پرې اسرائیلي ټانکونو ډزې وکړې.

ښاغلی غریب وايي: ''مړي او ټپیان تر ډېر ځنډ پورې همالته پر ځمکه پراته وو. مرستندویان هغه ځای ته نه شوای ورتلای، چې د اسرائیل تر کنټرول لاندې ده. له همدې کبله ځايي خلک اړ شول مړي او ټپیان په خرګاډو کې روغتون ته ولېږدوي.''

په سیمه کې د سره صلیب روغتون وايي، پېښه کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۱۵۰ ټپیان شوي دي.

د دې روغتون یو ډاکتر وايي، هڅې کېږي، چې ټپیان د نورې درملنې لپاره په خان یونس سیمه کې ناصر روغتون ته ولېږدول شي.

بي بي سي تخنیکي همکاران د هغو جسدونو د تصویرونو ارزونه کوي، چې په خرګاډو او لاریو کې ناصر روغتون ته لېږدول کېږي.

د مدني دفاع (اطفائیه) ویاند محمود باسل له اې ایف پي خبري اژانس سره خبرو کې ویلي، ۱۰۰ کسان ''له اسرائیلي زغروالو ګاډو د شویو هغو ډزو پایله کې ټپیان شوي، چې پر زرګونو کسانو یې وکړې.''

بي بي سي د پېښې په تړاو د مرستو له ادارې غزه بشري سازمان سره اړیکه نیولې.

دا پېښه په رفح کې هغه خورا ناوړه بشري وضعیت ښيي، چې د وروستیو اسرائیلي پوځي عملیاتو له کبله پکې بشري مرستو او خدمتونو ته لاسرسی سخت محدود شوی دی.

د خوړو نړیوال سازمان پر یکشنبه وویل، د لوږې او خوړو ته نه لاسرسي له کبله په غزه کې وضعیت خورا ناوړه بڼه غوره کړې او پرون هم د سیمې اوسېدونکو خورا لویو ډلو د مرستو پر لاریو چپاو وکړ.

جي اېچ ایف څه ډول اداره ده؟

د غزې بشري سازمان (جي اېچ ایف) یوه نوې مرستندویه اداره ده، چې اسرائیل او امریکا یې ملاتړ کوي او د غزې په مشخصو سیمو کې مرستې وېشي.

اسرائیل دا پلان له هغه وروسته چمتو کړ، چې پر حماس یې د مرستو توکو غلا کولو تور پورې کړ، خو حماس بیا دا اسرائیلي تورونه ردوي.

جي ایچ ایف مسوولین وايي، تېره اونۍ یې دوه میلیونه خوراکه خواړه وېشلي دي، خو بي بي سي نه. دا توانېدلي د یادې ادارې دا ادعا تائید کړي.

دا ډله چې امریکايي وسله وال امنيتي قرارداديان لري هڅه کوي د ملګرو ملتونو له لارې د مرستو د رسولو پر ځای په خپله د غزې ۲.۱ ميليونه وګړو ته مرستې ورسوي.

کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د ۱۱ اونيو بنديز له کبله په غزه د قطحۍ وېره ده. که څه هم پر خوراکي توکو بنديزونه اوس يو څه نرم شوي دي.

د غزې بشري بنسټ د مېکانېزم له مخې فلسطينيان بايد د خوړو او ورځنيو توکو ډبې د غزې په جنوب او مرکز کې له څلورو وېش ځايونو ترلاسه کړي.