د پخلي لپاره له کارول شویو غوړو د صابون جوړولو نوښت کیسه

Fritz Pinnow

د عکس سرچینه، Fritz Pinnow

د عکس تشریح، ډانیل چاوېز وايي، ویاړي چې دی او ملګري یې له کارول شویو غوړو صابون جوړوي.

ښايي ډېر لږ ۲۷ کلن کسان کارول شویو غوړو ته د سوداګرۍ د یوه داسې فرصت په سترګه وګوري چې صابون یا د سپیو خواړه ترې جوړ کړي.

خو هوګو ډانیل چاوېز چې د سسټېنټا هندوراس په نامه د یوې نادولتي ادارې مشر دی همدا کار کړی.

ده بي بي سي ته وویل، داسې ډېر سوداګريز او کورني دودونه شته چې کثافات تولیدوي، ځکه نو موږ هڅه کوو د هغو کثافاتو بڼه بدله کړو او یو داسې څه ترې جوړ کړو چې بیا یې وکارولی شو.

په لاتین امریکا کې هر کال څو میلیونه ټنه د پخلي غوړ کارول کېږي.

دا غوړ تر ډېره د خوراکي توکو د سره کولو یاپخولو لپاره کارول کېږي، په ځانګړې توګه د چرګ، شنې بخونې کېلې، کچالو او یا هم د خوږ غوښې پخېدو لپاره کارول کېږي.

د مرکزي امریکا د هندوراس په نامه هېواد کې د پخو غوړو بیا کارول او په بیا بیا ګرمول عادي خبره ده.

خو دې کار بیا دلته د پخلي کارول شویو غوړو ته یو لوی تور هم بازار جوړ کړی. دغه غوړ ځینې داسې مرکبات جوړولی شي چې د کارکوونکو روغتیا لپاره زیانمنوونکي دي.

که دا غوړ په ناسمه توګه له منځه یوړل شي چاپېریال ته هم لوی زیان رسوي او که د لوښو وینځلو په کاسه کې هم توی شي پایپونه زیانمنوي او د ځمکې اوبه ککړوي.

که د سړک غاړې ویالو ته وغورځول شي، د څښاک اوبه او هغه کرنیز محصولات ککړوي چې ګڼ شمېر ټولنې پرې تکیه لري.

دغو روغتیايي او چاپېریالي خطرونو ته په کتو د سسټېنټا نادولتي ادارې ځوانو کاروباریانو هڅه وکړه یوه داسې حل لار پیدا کړي چې نه یوازې خلک سوداګرۍ ته وهڅوي، چې خپل کارول شوي ویلې او ټينګ شوي غوړي په سمه توګه له منځه یوسي، بلکې ضایع کېدونکي غوړ په ګټورو محصولاتو هم بدل کړي.

دوی په هټیو کې کارول شوي غوړي د سابون جوړولو لپاره کاروي.

د عکس سرچینه، Fritz Pinnow

د عکس تشریح، دوی په هټیو کې کارول شوي غوړي د صابون جوړولو لپاره کاروي.

د دې نادولتي ادارې اجراییوي رییس ریکارډو پېنېډا وایي د دوی نظریه د بېلابېلو شرکتونو او ادارو له هغو پخوانیو هڅو سرچینه اخلي چې د پخلي کارول شوي غوړ یې په بایوډیزل یا پر سړک د چلوونکو موټرو تېلو بدلول.

خو دی وايي، ''موږ په هندوراس کې د بایوډیزل لپاره بازار نه لرو، نو موږ پرېکړه وکړه داسې محصولات تولید کړو چې زموږ په کورني بازارونو کې ښه وپلورل شي لکه صابون او د سپیو خواړه.''

د سسټېنټا نادولتي اداره غواړي خلک په قانوني توګه د غوړو له منځه وړلو ته وهڅول شي، نه دا چې په ناانصافه پېرودونکو یې وپلوري.

دوی اوس غواړي له خلکو یې د پخلي کارول شوي غوړ په منظم ډول له هغو هټیو وپېري چې د دوی په پروژه کې برخه اخلي.

د دوی دا هڅه په نړیواله کچه پېژندل شوې، په ځانګړي ډول کله چې په ۲۰۲۳ کال دځوانانو لپاره د اقلیمي بدلون او انرژۍ ننګونې ادارې د یوه ګټونکي په توګه د ۲۰زرو ډالرو جایزه ورکړه، یوه داسې هڅه چې د ایټالیا حکومت او ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام لخوا یې مشري کېږي.

سسټېنټا هم په سیمه کې د هالنډ هېواد له سفارته مالي ملاتړ ترلاسه کوي.

دوی له بي بي سي سره په خبرو کې وویل دوی ځکه سسټېنټا غوره کړه چې د دوی پروژې یو داسې نوښت کړی و، چې نه یوازې عملي حل لار یې درلوده بلکې ټولنیز اغېز يې هم درلود.

سابون

د عکس سرچینه، Fritz Pinnow

دا پروژه نه یوازې د چاپیریال اغېز کمولو کې مرسته کوي، بلکې اقتصادي څرخ هم جوړوي او ورسره هغه ځوانان او د ښځو هغه ډلې هم ځواکمنوي چې له اقلیمي بدلونه تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي.

دا کاري فرصتونه هم رامنځته کوي.

سسټېنټا د پخلي کارول شویو غوړو په هر ډالر له ۱۱ سېنټه تر ۱۵ سېنټه پیسې ورکوي.

او دا یوازې کوچني کاروبارونه نه دي، چې دوی ورسره کار کوي.

په ۲۰۲۴ کال کې دې ناودولتي ادارې د وال مارټ په نامه لویې مغازې د مکسیکو او منځنۍ امریکا څانګو سره یو تړون وکړ.

دا تړون له وال مارټ سره د تړاو لرونکو ټولو شرکتونو د پخلي کارول شويو ویلې او ټينګ شويو غوړیو راټولولو لړۍ تضمینوي، ښاغلی پېنېډا وایي دا کار د سسټېنټا پروژې لپاره ډېر مهم دی.

ښاغلی چاوېز زیاته کړه، موږ د تولید د پراختیا لپاره یوې باوري لړۍ ته اړتیا درلوده، که نه ډېر ژر به مو د پخلي کارول شوي غوړ ختم شوي وو او دا ځکه چې توربازار له موږ سره په سیالۍ کې دی.

د پخلي کارول شوي ویلې او ټينګ شوي غوړ بیا د کومایاګوا سیمې یوې فابریکې ته راوړل کېږي، هغه ځای چې غوړ په کې پاکېږي، تصفیه کېږي او بیا صابون ترې جوړېږي.

په دغه بهیر کې له وازدې یا غوړو سره د الکالي په نامه سوډا ډوله ماده ګډېږي چې صابون جوړ کړي.

ښاغلی پېنېډا وایي سسټېنټا غواړي د یو داسې ایکولوژیکي سیستم کړۍ رامنځته کړي، چې له مخې یې موږ وکولی شو هر څه بیا وکاروو.

دی وايي، ''موږ د صابون او سپیو د خوړو تولید فابریکه لرو. یو بل کس بیا د اوبو د تصفیه کولو فابریکه لري. موږ بیا هغه اوبه کاروو چې فابریکه یې نشي پاکولی. نو موږ له هغو ضایع کېدونکو اوبو د خپلې فابریکې د سړولو سیستم لپاره کار اخلو.''

ښاغلی پېنېډا وایي، له وال مارټ سره د همکارۍ نظریه دا ده چې هغه صابون او د سپیو د خواړه چې موږ له ضایعه کېدونکو هغو جوړ کړي د وال مارټ مغازه کې وپلورل شي.

هغه بي بي سي ته وویل، هغوی کولای شي له خپلو ضایعاتو ګټه واخلي او ورسره د اقتصادي کړۍ ګټه هم ترلاسه کړي.

د دې صابون نرخ څه باندې ۶۱ سېنټه دی او دغه پروژه له دې سابونه هره میاشت څه باندې ۴۳۰۰ ډالره ترلاسه کوي. دې کې ثابت لګښتونه لکه د کارګرو تنخواوې، کمېشن او د وېش لګښتونه نه دي حساب شوي.

ښاغلی پېنېدا په ټینګار سره وايي، ''دا پیسې له موږ سره نه پاتې کېږي. موږ یوازې د پروژې په پلي کولو کې مرسته کوو او کله چې دا پروژه فعاله شي موږ بیا نوي فرصتونه لټوو.''

د خوړنځایونو له کارکوونکو سره د کارول شویو غوړو په راټولولو کې مرسته کېږي.

د عکس سرچینه، Fritz Pinnow

د عکس تشریح، د خوړنځایونو له کارکوونکو سره د کارول شویو غوړو په راټولولو کې مرسته کېږي.

د پخلي غوړو بیا کارونې پروژه یوه له ګڼ شمېر هغو پروژو ده چې دمګړۍ په سسټېنټا کې دوام لري.

دا اداره د داسې ځوانانو له لوري پر مخ وړل کېږي چې د ټولو عمرونه یې تر ۳۰ کم دي. د دوی اوسط عمر شاوخوا ۲۳ کاله دی. د دې ځوانانو لېوالتیا او له دودیزو لارو د غوړو کارونې په اړه د دوی نه زغم د دې لامل شوه چې دوی دې کار ته مخه کړي.

ښاغلی پېنېډا وایي:

''موږ د ځوانانو د یوې داسې ډلې په توګه دا کار پيل کړ چې د هغو سترو بنسټونو له دودیزو له چلندونو ستړي شوي وو چې د اقلیمي بدلون او چاپېریال اړوند مسلو لپاره کار کوي. موږ غواړو ریښتینې حل لارې ومومو، نه دا چې کېنو او یوازې خبرې وکړو چې څه باید وشي.''

د دوی تګلاره په سیمه کې د چاپېریال ساتنو له نویو ادارو سره توپیر لري. هغه ادارې چې ډېری وخت له لانجمنوونکو لارو کار اخلي او هڅه کوي د سترو کان کیندنو یا انرژۍ پروژو مخنیوی وکړي او سیاستوال د اداري فساد مسول وګڼي.

خو د سسټېنټا پروژې همغږې کوونکې پاولا اسېوېډو وایي، دغه دوه بېلې لارې سره په ټکر کې نه دي بلکې یو بل سره بشپړوي، ''د چاپېریال پالنې دودیزه بڼه ډېره مهمه ده او بې شکه موږ ورته اړتیا لرو.''

دا زیاتوي، ''موږ هڅه کوو پر حل لارو غور کړو په داسې حال کې چې نور خلک بیا پر لومړۍ کرښه مبارزه کوي.''