حماس د یرغملو د خوشي کولو ژمنه کړې خو د امریکا له خوا د غزې اوربند پلان کې يې بدلون غوښتی

د حماس وياند په غزه کې د اوربند لپاره د امریکا وړانديز ته په ځواب کې ويلي چې دوی چمتو د يو شمېر فلسطيني بنديانو د ازادېدو په بدل کې لس ژوندي اسرائيلي یرغمل خوشي او ۱۸ د يرغملو جسدونه وسپاري. د دې تر څنګ يې د وړانديز په ځينو برخو کې د بدلون غوښتنه کړې ده.

حماس يو ځل بيا هم پر خپلو غوښتنو ټينګار کړی چې په هغو کې دايمي اوربند، په بشپړه توګه له غزې د اسرائيلو وتل او د بشري مرستو لېږد شامل دي. له دغو غوښتنو يوه هم د امریکا په وړانديز کې نشته.

حماس ويلي، د اوربند لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي سټيو وېټکوف وړانديز ته يې ځواب ورکړی دی.

خو سټيو وېټکوف په يوه بيان کې ويلي چې "ما د حماس ځواب ترلاسه کړ، دا بېخي د منلو نه دی او دا موږ بېرته شاته بيايي. حماس بايد د خبرو لپاره چې راتلونکې اوونۍ پيلېدلی شي، زموږ له خوا وړاندې شوی چوکاټ ومني".

"دا يوازينۍ لاره ده چې موږ کولی شو په راتلونکو ورځو کې د ۶۰ ورځني اوربند هوکړه وکړو".

د اسرائيلو د لومړي وزير بنيامين نتنياهو دفتر بيا په يوه بيانه کې ویلي، "سره له دې چې اسرائيلو د وېټکوف له نوي پلان سره چې زموږ د يرغملو د خوشي کېدو ضمانت ورکوي، موافق دي خو حماس يې لا هم له منلو ډډه کوي".

حماس چې امريکا، بریتانيا او اروپايي ټولنه يې "ترهګريزه" ډله بولي د "دايمي اوربند"، له غزې په بشپړه توګه "د اسرائيلو د وتلو" غوښتنه کوي.

دوی همدا ډول غواړي چې فلسطیيانو ته د مرستو لړۍ بايد جاري وساتل شي او د يو شمېر فلسطيني بنديانو په بدل کې يې د لس ژونديو او ۱۸ مړو يرغملو د خوشي کېدو ژمنه کړې ده.

خو له هغه چې جګړه پيل شوې حماس دا مهال له تر ټولو سخت او پېچلي حالت سره مخ دي.

د غزې ۲.۲ ميلیونه وګړي د خپل تاریخ تر ټولو بد وضعيت کې ژوند کوي او دغه ډله د منځنګړو تر فشار لاندې هم ده.

حماس ډله دا توان هم نه لري چې د امريکا دا نوی وړانديز په بشپړه توګه رد کړي، ځکه دوی پوهېږي چې اسرائيل د خپلو ځمکنيو بريدونو د پراخولو تابيا نيسي. دوی دومره پوځي ځواک نه لري چې د دغه بريد مخه ونيسي او يا جدي مقاومت وښي.

ځکه خو حماس د امریکا وړانديز نه دی رد کړی بلکې يو نوی متقابل وړانديز يې مخې ته کړی دی.

د امریکا د پلان ټول جرئيات لا هم رسما نه دي خپاره شوي خو ويل کېږي چې لاندې مهم ټکي په کې شامل دي:

  • د ۶۰ ورځو لپاره د جګړې درول
  • په لومړۍ اوونۍ کې د ژونديو او مړو ۲۸ اسرائیلي يرغملو خوشي کول او د دايمې اوربند له پيلېدو سره د ۳۰ نورو يرغملو ازادول
  • د ۱۲۳۶ فلسطيني بنديانو خوشي کېدل او د ۱۸۰ فلسطينيانو د جسدونو سپارل
  • د ملګرو ملتونو او نورو ادارو له لارې غزې ته د بشري مرستو رسول

دا هغه شرايط دي چې اسرائيلو ورسره هوکړه کړې وه. سپينې ماڼۍ ويلي وو چې حماس ته له سپارلو وړاندې به د اسرائيلو همغږي پرې اخلي.

تمه نه کېږي چې د اسرايئلو لومړی وزير بنيامين نتنياهو دې د حماس له خوا د وړانديز شويو بدلونونو په منلو سره خبرې اترې وکړي.

نتنياهو د يرغملو د خوشي کېدو لپاره تر فشار لاندې دی او ده ويلي چې د يرغملو د خوشي کېدو لپاره لنډمهالي اوربند ته تيار دی.

خو د اسرائيلو حکومت تل ټينګار کړی چې د اړتیا په صورت کې د جګړې د بيا پیل حق لري حال دا چې حماس غواړي يو داسې تضمين ترلاسه کړي چې لنډمهالی اوربند د جګړې د پایته رسېدو سبب وګرځي.

نتنياهو ويلي، هغه وخت جګړه ختمېدی شي چې "حماس وسله پر ځمکه کېږدي، له واکه لرې شي او مشران يې له غزې تبعيد شي".

بل پلو د اسرايئلو د دفاع وزير اسرائيل کاتز توند غبرګون ښودلی او ويلي يې دی چې حماس اوس مجبور دی چې يو غوراوی وکړ يا "د وېټکوف وړانديز ومني -يرغمل خوشي کړي او يا له منځه يوړل شي."

د حماس يوه چارواکي باسم نعيم د وېټکوف څرګندونو ته په غبرګون کې بي بي سي ته ویلي، تېره اوونۍ يې له نوموړي سره پر يوه وړانديز هوکړه کړې وه چې هغه د خبرو د بنسټ لپاره د منلو وړ بللی و خو اسرائيلو له هغو ټولو مادو سره مخالفت درلود چې دوی پر موافقه کړې وه.

نوموړي زیاته کړه،"ولې هر ځل یوازې د اسرائيلو ځواب د خبرو بنسټ ګڼل کېږي؟ دا د منځګړيتوب له عدالته او انصافه سرغړونه ده او د بل لوري پر وړاندې طرفداري کېږي."

د شنبې په ورځ د حماس تر ولکې لاندې د غزې د روغتيا وزارت وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائيلو د بريدونو له امله ۶۰ تنه وژل شوي او ۲۸۴ تنه نور ټپيان دي. په دې شمېرو کې د غزې شمال کې مرګژوبله نه ده شامله ځکه هلته رسېدنه سخته ده.

حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه پر اسرائیلو برید وکړ چې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۱ نور یې یرغمل غزې ته يوړل.

په ځواب کې، اسرائیلو پر غزه پراخ پوځي برید پیل کړ چې تر اوسه پورې یې د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت په وینا نژدې ۵۴ زره فلسطینیان چې ۱۶۵۰۰ يې ماشومان دي وژلي دي.