کرېکټ: افغان ابدالیان له سريلنکا الف لوبډلې په څلورو وېکټو ماته وخوړه

د افغان ابدالیان او سريلنکا الف لوبډلې تر منځ په روانه درې اړخیزه لوبلړۍ کې افغانستان له سريلنکا په څلورو وېکټو ماته وخوړه.

افغان ابدالیان لوبډلې د سريلنکا الف لوبډلې ته په ټاکل شوو ۵۰ اورونو کې ۲۲۹ منډې هدف ټاکلی و چې سريلنکا د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۳۹ اوورنو کې ورته پوره کړ.

د سريلنکا الف لوبډلې له لوري کمېل مېشرا ۸۱ او نووانیډو فرنانډو ۵۱ منډې جوړې کړې. پاون رتنایاکې په ۴۶ رنزونو نا سوځېدلی پاتې شو.

د افغان ابدالیانو له اړخه قیس احمد درې، نوید ځدراڼ دوه او فرمان الله یوه وېکټه ترلاسه کړه.

د سريلنکا تاریندو رتنایاکې د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو چې د افغان ابدالیانو څلور لوبغاړي یې سوځولي وو.

د افغان ابدالیان توپوهنه څنګه وه؟

د لوبې پچه سريلنکا وګټله خو په خپله یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه او افغان ابدالیانو ته یې د توپ وهنې یا بېټېنګ بلنه ورکړه.

افغانستان په خپله پاڼۍ کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره په ټاکل شوو ۵۰ اورونو کې ۲۲۸ منډې جوکړې کړې.

د سر توپوهونکي ښه ونه ځلېدل، زبید اکبري په ۱۹ او عبدالمالک په څلورو منډو وسوځېدل.

خو وروسته د افغان ابدالیان لوبډلمشر درویش رسولي ښه لوبه وکړه او تر ټولو ډېر ۷۶ رنزونه یې وکړ. ورپسې قیس احمد په۲۴ توپونو د درو شپږیزو او یوې څلوریزې په وهلو سره چټکې ۳۶ منډې وکړې او نا سوځېدلی پاتې شو.

اکرام علي‌خېل هم ۳۶ منډې جوړې کړې.

د سريلنکا الف لوبډلې له لوري تاریندو رتنایاکې د افغان ابدالیان څلور لوبغاړي وسوځول. میلان رتنایاکې او ونوجا ساهان دوه دوه وېکټې واخیستلې.

نننۍ لوبه د ابوظبۍ په زاید کرېکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

سريلنکا تر دې مخکې د (اپرېل ۱۵مه) له افغانستانه په شپږو وېکټو لوبه وګټله.

د دغو لوبو په ترڅ کې وړمه ورځ (اپرېل ۲۱مه) ایرلنډ افغان ابدالیانو ته په شپږو وېکټو ماته ورکړه. خو تر هغې مخکې یې د اپرېل پر ۱۷مه لوبه ترې په اووو وېکټو ګټلې وه.‌

سريلنکا په دې لړۍ کې ټولټال څلور لوبې کړې او څلور واړه یې ګټلې دي. له دې سره دې لوبډلې اته پواینټه ترلاسه کړي او د دې لړۍ د لوبو په جدول کې په سر کې ځای لري.

افغانستان او ایرلنډ له څلورو لوبو یوازې یوه یوه ګټلې ده او دواړه دوه دوه پواینټه لري.

دا لوبې په ابوظبۍ کې د افغانستان په کوربه‌توب روانې دي او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د راروانې جمعې په ورځ (اپرېل ۲۵مه) ترسره شي.