د ۱۹ کلنو نړیوال جام غوراوي پړاو سیالۍ: افغانستان متحده عربي اماراتو ته د ۱۸۰ منډو په لوی توپیر ماتې ورکړه

د ۱۹ کلنو نړیوال جام ته د غوراوي سیالیو په ترڅ کې نن د افغانستان کرېکټ ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د عربي متحده امارتو لوبډلې ته د ۱۸۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې وګټله او په ټاکل شوو ۵۰ اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۵۹ منډې جوړې کړې.

د افغانستان له لوري خالد احمدزي د سلیزې په وهلو سره تر ټولو ډېرې ۱۳۲ منډې وکړې. عزیرخان نیازي ۶۰ رنزونه وکړل او برکت الله ابراهیمزی په ۶۲ او لوبډلمشر محبوب خان په ۵۹ منډو ناسوځېدلي پاتې شول.

د متحده عربي‌ اماراتو له لوري‌ یوګ شرما دوه، شالوم ډيسوزا او یاین رای یو یو افغان لوبغاړی وسوځاوه.

په دویمه پاڼۍ کې لوبه د باران له کبله یو څه وځنډېده، چې له همدې امله د اوورنو شمېر ۴۷ ته او هدف هم ۳۴۹ منډو ته راټیټ شو.

په توپ وهنه کې د اماراتو لوبډلې خپلې ویکټې ژر ژر له لاسه ورکړې او ټوله لوبډله ایله د ۱۶۸ منډو په جوړولو وتوانېده.

د افغان توپ اچونکو له ډلې نورستاني عمرزي ۳، وحیدالله ځدراڼ دوه او زیت الله شاهین د سیالې لوبډلې یو لوبغاړی وسوځاوه.

د یادولو ده چې د کرېکټ نړیوالې شورا یا (ای‌سي‌سي) د ۱۹ کلنو لوبغاړو نړیوال جام د غوراوي پړاو د سیالیو په ترڅ کې دا د افغانستان درېیمه لوبه وه او اوس د نمرو جدول په سر کې ځای لري.

تر دې مخکې افغان لوبډلې خپلو سیالو عمان او او هانګ کانګ لوبډلو ته هم سترې ماتې ورکړې وې.

بلخوا بیا د نیپال لوبډلې هم خپلې درې لوبې ګټلې دي او د نمرو په جدول کې د شپږو پواینټونو په لرلو دویم ځای کې دی.

پایلوبه به د نیپال او افغانستان ترمنځ وي او ګټونکې لوبډله به نړیوال جام ته لار مومي.

دا لوبې د نیپال په کټمنډو کې او نننۍ هغه د پلازمېنې په مولپاني لوبغالي کې وه.