کرېکټ نړیوالې شورا له بهر مېشتو افغان ښځینه لوبغاړو سره 'مالي او روزنیز ملاتړ' اعلان کړ

د کرېکټ نړیواله شورا وايي، له هېواده د وتلیو افغان ښځینه کرېکټ لوبغاړو سره د ملاتړ لپاره یوه کاري ډله ګوماري.

پر یکشنبه د کرېکټ نړیوالې شورا له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي، دې شورا د هند، انګلنډ او ویلز کرېکټ بورډونو او له اسټرالیا کرېکټ کنټرول ادارې (سي اې) سره په شریکه وپتیله چې له ''وړتیا لرونکو'' لوبغاړو سره د دوی په لوبیزو فعالیتونو او د شخصي پرمختګ په سفر کې مرسته وکړي.

د ای سي سي دا پرېکړه د یادې شورا په یوه بورډ غونډه کې شوې ده.

په اعلامیه کې زیاته شوې، چې ای سي سي به د مستقیم مالي ملاتړ په موخه پانګه ځانګړې کړې، چې دغه لوبغاړې وکولای شي خپل لوبیز فعالیتونه روان وساتي.

د ای سي سي په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، چې ''په دې کې به عصري روزنه، له نړیوال معیار سره سمې اسانتیاوې برابرول او داسې مناسبې لارښوونې شاملې وي، چې دا لوبغاړې وکولای شي، خپل عالي ظرفیتونه ترلاسه کړي.''

د ای سي سي مشر جی شاه په دې هکله یوه پیغام کې چې د نوموړي پر فېسبوکپاڼه خپور شوی لیکلي: ''ای سي سي باور لري، چې دا نوښت به نه یوازې د افغان ښځینه کرېکټ لوبغاړو لوبیز فعالیتونه خوندي کړي، بلکې د سپورت رول به د یووالي یوه ځواک په توګه پیاوړی کړي، چې له پولو او خنډونو اوړي.''

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پر ښځو د نورو بندیزونو تر څنګ د ښځو پر لوبیزو فعالیتونو هم بندیزونه ولګېدل او د افغان ښځینه کرېکټ لوبغاړو یوه ۱۹ کسیزه لوبډله په ۲۰۲۱ کال کې اسټرالیا ته کډواله شوه.

له هېواده له وتلو نژدې درې نیم کاله وروسته دغه لوبډله د سږ کال (۲۰۲۵) په لومړیو کې د اسټرالیا ملبورن په جنګشن اوول کې د لوبې ډګر ته ښکته شوه چې په بهر کې د افغانستان د ښځو د یوې لوبډلې په نوم لومړنۍ سیالۍ سره یو ځل بیا د خپلې خوښې لوبه وکړي.

که څه هم دوی په ځینو کلبونو کې په انفرادي ډول سیالۍ کولې، خو دا لومړی ځل و، چې د یوې لوبډلې په توګه د اسټرالیا او انګلنډ ښځینه لوبغاړو یوې ګډې لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ووتلې.

خو د دوی پر جامو يا کېټونو د رسمي نښان پر ځای ځانګړي ډیزاین شوي نښان د دې یادونه کوله چې لا یې هم د لوبې لپاره مبارزه پای ته نه ده رسېدلې، ځکه چې د کرېکټ نړیوالې شورا تر هغه مهاله دوی د ملي لوبډلې په توګه په رسمیت نه وه پېژندلې.

د کرېکټ نړیوالې شورا له وروستي نوښت سره داسې تمه پیدا شوې، چې دا لوبغاړي به له دې وروسته د لوبې په ډګر کې د خپل هېواد له نوم او نښان سره راڅرګندېږي.

په ۲۰۲۲ کال کې د بهر مېشتو افغان ښځینه کرېکټ لوبغاړو له لوري د رسمي لوبډلې په توګه د پېژندګلوۍ غوښتنلیک په ځواب کې د کرېکټ نړیوالې شورا هغه مهال ویلي و، چې د دوی تړونونه د افغان کرېکټ بورډ مسوولیت دی او دا پرېکړه هم د بورډ په غاړه ده چې ترلاسه کېدونکې بودیجه څنګه مصرف کړي.

خو د ای سي سي له نوې پرېکړې وروسته معلومه نه ده، چې دا لوبډله به رسمیت ولري که نه او په دې لړ کې به د افغانستان کرېکټ بورډ رول څنګه وي؟

د افغانستان ښځینه لوبغاړو ته د فعالیت اجازې نه ورکولو له کبله مخکې په نړیواله توګه هم ناندرۍ راپورته شوې او له افغان نارینه کرېکټ لوبډلې سره د لوبو پرېکون غږونه هم پورته شوي وو.

د بریتانیا د پارلمان ۱۶۰ غړو په یوه لیک کې د انګلنډ له کرېکټ بورډ غوښتي و، چې په چمپېنز ټرافي لوبو کې له افغان لوبډلې سره لوبه و نه کړي. له دې سره یو ځای د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې له افغان کرېکت سره د پرېکون غوښتنې شوې وې.

تر اوسه یوې لوبډلې هم پرېکون نه دی اعلان کړی او د افغان لوبډلې پر ملاتړ بیا ډېرو ځایونو کې غونډې هم وشوې او په خواله رسنیو یې د ملاتړ کمپاین وشو.

له دې وړاندې اسټرالیا په وار وار له افغانستان سره له دوه اړخیزه لوبو انکار کړی دی او د انګلند کرېکټ لوبډله هم له افغان لوبډلې سره دوه اړخیزه لوبې نه کوي.

خو د هند او پاکستان په ګډون نیوزېلنډ، جنوبي افریقا او نور هېوادونه په دې تړاو تر اوسه بې پرې پاتې شوي دي.