جګړو د ملکي هوايي چلن الوت‌ لارې محدودې کړي: "د مسیر بدلون او الوتنو لغوه کېدو د هوايي شرکتونو لګښتونه لوړ کړي"

د هوايي شرکتونو اجرایوي رییسان وايي، د شخړو د سیمو پراخېدل د هوايي چلن عملیاتو او د دغو شرکتونو پر عاید منفي اغېز کړی دی.

د دوی په خبره، هوايي شرکتونه د توغندیو او ډرونونو، د هوایی ډګر تړلو، موقعیت بدلولو او د بلې مسافر وړونکې الوتکې د وېشتل کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

هوايي شرکتونه د لګښتونو د لوړېدو، الوتنو لغوه کېدو او راستنېدو پر مهال د لوړ بیه الوت لارو له امله په بازار کې خپلې ونډې له لاسه ور کوي.

دغه شرکتونه چې د مسافرو خوندیتوب یې لومړیتوب وي، ډېر کله په لنډه موده کې (د الوت لارې بدلولو) خبرداري ور کول کېږي چې له امله یې دوی اړ کېږي پر امنیتي تدابیرو یې ډېره پانګونه وکړي.

د اروپا د ټي‌یو‌ای هوايي کرښې د ملکي هوايي چلن د امنیتي برخې مشر ګای مورای وايي: "په دې ډول چاپېریال کې د الوتنې پلان جوړول خورا ستونزمن دي او لګښتونه خورا لوړوي."

د روسیې – اوکراین، منځني ختیځ، پاکستان - هندوستان او د افریقا لویې وچې د ځینو برخو په شاوخوا کې د هوايي حریمونو د تړل کېدو له امله هوايي شرکتونو له خورا کمو غوراويو سره مخامخ شوي دي.

د اپس‌ګروپ ادارې مشر مارک زي چې د الوتنو اړوند ګواښونو په اړه معلومات شریکوي، وايي، "د تېرو پنځو کلونو پرتله، له نیمايي ډېر هغه هېوادونه چې د اروپا- اسیا الوتنې پرې کېدې، اوسمهال یې (هوايي حریمونه) له هرې الوتنې وړاندې بیاکتنې ته اړتیا لري."

د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر راهیسې په منځني ختیځ کې د اسرائیلو او فلسطین شخړه د دې لامل شوې چې سوداګریزې الوتنې له ډرونونو او توغندیو سره اسمان شریک کړي. د راپورونو له مخې، ډېر کله داسې هم کېږي چې پیلوټانو او مسافرو ته په اسمان کې توغندي او ډرونونه له ورایه ښکاري.

د مسکو په ګډون د روسیې هوايي ډګرونه اوس په منظم ډول د ډرونونو د فعالیت له امله د لنډې مودې لپاره تړل کېږي. تېره میاشت چې د هندوستان او پاکستان ترمنځ شخړه وشوه، دواړو هېوادونو د یوه - بل پر الوتکو خپل هوايي حریم وتاړه.

د نړیوال هوايي ټرانسپورټ د ټولنې د خوندیتابه او امنیت برخې مرستیال نیک کېرین په نوي ډیلي کې د هوايي شرکتونو په کلنۍ غونډه کې خبریالانو ته وویل: "هوايي حریم باید د غچ اخیستو لپاره ونه کارول شي، خو همداسې کېږي."

د هندي هوايي شرکت انډیګو د عملیاتي چارو رییس اسیدرې پورکیراس وايي، د الوت لارو وروستي بدلونونه د شین‌کوریزو ګازونو کمولو او د هوایی شرکتونو د موثریت زیاتولو هڅې ناکاموي.

د تر ټولو بدې پېښې سناریو

مالي مسایل یوې خوا ته، د ملکي هوايي چلند تر ټولو بد حالت هغه دی چې الوتکه په ناڅاپي یا قصدي ډول په وسله ووېشتل شي.

په تېر ډیسمبر کې، د اذربایجان د هوايي شرکت یوه الوتکه په قزاقستان کې وغورځېده، چې ۳۸ کسان پکې ووژل شول. د اذربایجان د ولسمشر او رویټرز خبري اژانس د سرچینو په وینا، یاده الوتکه په ناڅاپي ډول د روسیې د هوايي دفاع ځواکونو له خوا وویشتل شوه.

په تېر اکټوبر کې، په سوډان کې یوه بار وړونکې الوتکه وویشتل شوه، چې پنځه کسان یې ووژل شول. د هوايي چلن د ګواښونو اړوند یوه مشورتي شرکت اوسپری فلایټ په وینا، شپږ سوداګریزې الوتکې په غیر ارادي ډول ویشتل شوي او له ۲۰۰۱ کال راهیسې درې الوتکې ورکې شوې دي.

د نړیوال هوايي ټرانسپورټ ادارې (ای‌اې‌ټي‌اې) مشر ویليي والش تېره اونۍ وویل، د شخړو سیمو پراخېدو ته په کتو باید حکومتونه د هوايي چلن شرکتونو د خوندیتابه لپاره د معلومات شریکول لا موثر کړي.