د لېرې واټن مینه او مړه مېړه ته پیغامونه: له سکایپ سره تړلې خاطرې

د عکس سرچینه، Owen and Weng Williams
له لېرې واټنونو د مینې او محبت پیغامونو له لېږد نیولې بیا د کورنیو تر منځ حال او احوال اخیستو پورې سکایپ د ډېرو خلکو په ژوند کې یو ځانګړی ځای درلود.
له زوم، وټس اپ او ټیمز نومي اپلکشنونو مخکې د ویډیويي اړیکو دا اپلېکشن د نړۍ له خورا مهمو او مشهورو هغو یوه وه. د دې پر مټ خلکو کولای شوای له یوه کمپیوټره بل ته په وړیا توګه اړیکه ونیسي او له هغه وروسته بیا خلکو له همدې لارې کولای شوای، د نړۍ په لر او بر کې لائن ټیلیفون یا ان موبایل ټیلیفونونو ته هم زنګي ووهي.
په دا وروستیو کلونو کې بیا سکایپ ځکه د اړیکو په نړۍ کې کمرنګ شو، چې د دې څښتن شرکت مایکروسوفټ ډېره توجه ټیمز ته واړوله.
د سکایپ نور خدمتونه د مې میاشتې پر پنځمه تړل کېږي، خو سوداګریزه برخه به یې داسې څه وي، چې فعال به پاتې شي.
دلته د ځینو هغو کسانو حال اخلو چې په ۲۰۰۳ کال کې یې له فعالېدو وروسته په ژوند کې د سکایپ رول د یادولو دی.
د لېرې واټن مینه

د عکس سرچینه، Weng and Owen William
وینګ او اووین ویلیمز له دې کبله د سکایپ منندوی دي، چې د همدې اپلکشن پر مټ یې ګډ ژوند پيل کړ. ۲۰۱۲ کال و، چې وینګ د چین له ماکاو نه د شپږ میاشتني انټرنشپ زدکړو لپاره ویلز کې د نېشنل ټرسټ ادارې یوې څانګې ته لاړه.
کورنۍ او دوستان به یې چې ډېر یادېدل، د سکایپ له لارې به یې ورسره خواله کول. دې همالته اووین سره ولیدل، چې ده هم د نېشنل ټرسټ ادارې لپاره کار کاوه.
په لومړي سر کې دوی دوستان وو، خو کله چې وینګ ماکاو ته ستنه شوه، د دوی تر منځ د سکایپ خواله او لیده-کاته سوکه، سوکه په مینه بدل شول. وینګ وايي:
''سکایپ زموږ تر منځ اړیکو کې خورا مهم رول درلود.''
کله چې دوی له اوږده واټن سره سره د اړیکې درلودلو پرېکړه وکړه، سکایپ یې تر منځ د تعلق ساتلو وسیله وه. دوی به هره ورځ یوه بل ته ویډیويي کال کاوه او پر هغه ورځ هم له همدې لارې له یوه بل سره خبرې کولې، چې وینګ اووین ته د کلیزې په مناسبت کیک واستاوه او هغه بیا د دې مخکې کلیزه ولمانځله.
دا وايي: ''دا ډېره خوږه تجربه وه، سکایپ له موږ سره مرسته وکړه، چې اړیکه مو دوام وکړي.''
وروسته دوی دواړو ملګرتیا رسمي کړه، په ۲۰۱۵ کال کې بېرته په ویلز کې یو ځای شول او اوس د مېړه، ښځې په توګه خوشحاله ژوند لري.
د ژوند ملګري له مړینې وروسته پیغام استول

د عکس سرچینه، Getty Images
د ډېرو نورو په څېر د نیوزیلنډ ایریکا هم د نړۍ په یوه بله برخه کې له یوه کس سره د سکایپ له لارې په اړیکه کې وه. د دې کیسه بیا داسې ده، چې له دې یا مېړه به یې هر یوه کاري سفر درلود، نو د سکایپ له لارې به یې له یوه بل سره اړیکه درلوده.
په ۲۰۱۷ کې د مېړه له مړینې وروسته د ایریکا لپاره د سکایپ رول هم بدل شو او دې به له بي بي سي سره خبرې کولې، خو نوم به یې نه یادیده.
''مايي له کمپیوټره کاري توکي لېرې کول، چې هغه پیغامونه مې ولیدل چې موږ تبادله کړي وو، او معلومه شوه، چې زموږ په اړیکو کې څومره زړه ماتونکي پړاونه راغلي او تېر شوي وو.''
دی یو بل کار دا وکړ، چې د دې ستونزمنو پړاوونو پای ته رسولو لپاره یې اقدام وکړ: ''ما هماغه ادرس ته د مړي لپاره پیغام واستاوه، چې یا ما یا ده له یاد ځواب لیکه.''
ایریکا وايي، بیا یې تر څو اونیو پورې همدا معمول شو. د مړه شوي مېړه سکایپ ادرس ته به یې پیغام واستاوه او بیا به یې ځان ته د هغه له کمپیوټره ځواب هم ولیکه. دا وايي:
''دې چارې راسره مرسته وکړه، چې ژوند مې پرمخ لاړ شي او زه په همدې باور لرم. په دې پیغامونو کې موږ ټولې پوښتنې ځواب کړې، پر بخښنې غوښتو مو تمرکز وکړ، پر پښېمانیو وغږېدو او د یوه بل خبرې مو واورېدې.''

د عکس سرچینه، Susan Bertott
سوزان بیرتوتي له ۲۰۰۳ کال راهیسې په چیلي کې اوسي. دا له هغه راهیسې له خپلې مور ویرا سره د سکایپ له لارې په اړیکه کې ده، چې د بریتانیا په میلټن کېنس کې ژوند کوي. دوی له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې هره ورځ له یوې بلې سره خبرې کوي.
دوی د همدې سکایپ له لارې یوې بلې سره خاطرې شریکوي او ان د یوې بلې کور او د کور باغچه ویني. دا وايي:
''ما او مور مې د دې کلونو په موده کې د سکایپ له لارې یوه خورا په زړه پورې اړیکه درلوده.''
ویرا اوس ۹۹ کلنه ده، دې کورنۍ وټس اپ کارول هم پیل کړي، خو سکایپ لا هم د خپلمنځي خبرو لپاره کاروي.
سوزان وايي: ''ما ته به دا لوی زیان وي. زه به اوس د هغې په استازیتوب زنګونه وهم او دا بې خونده چاره ده، یا به بیا برېښنالیکونه استوم.''

د عکس سرچینه، Stan Calderwood
د سټان کالډروډ د کاروبار لپاره د لېرې واټن ارزان بیه ټیلیفوني اړیکې خورا مهمې دي. په کومه ورځ چې د سکایپ بندیدو اعلان وشو، په هماغه ورځ نوموړي په کاناډا کې د یوه جایداد پلور په تړاو د معاملاتو دفتر او اکاونټنټ دفترونو ته اته ځله ټیلیفون کړی و.
دی وايي: ''نه شي کولای هر چا ته د زوم، وټس اپ یا ټیمز له لارې زنګ ووهي. په ځانګړې توګه په کاروبارونو کې داسې پېښېږي، چې د یو چا موبايل ټیلیفون یا لائن ټیلیفون ته به زنګ وهې''.
سټان اوس په نړیواله کچه د ټیلیفوني اړیکو لپاره یوه بل وړیا بدیل پسې ګرځي.
په داسې حال کې چې په دا وروستیو کلونو کې د سکایپ کاروونکو شمېر کم ښکارېد، خو د دې وېبپاڼې خپلې شمېرې ښيي، چې تر دا وروستیو پورې لا هم میلیونونه خلک کاراوه او د تېر کال په مارچ کې د خپلو کارونکو شمېر ۲۸ میلیونه یاد کړ.
اوس به څه کېږي؟
مایکروسوفټ وايي، د سکایپ بې بیې خدمات به نور پای ته ورسېږي، او کاروونکي یې یو بل انتخاب لري او هغه دا چې خپله ټوله ډیټا د پخوانیو چټ او د اړیکو شمېرې هم ټیمز ته ولېږدوي.
د مایکروسوفټ یوه ویاند په خبره: ''د دې بدلون وخت د پام وړ پرمختګ او ټیمز فعالېدو ته پام سره ټاکل شوی دی. ټیمز هغسې د سکایپ په څېر ډېر وړیا انتخابونه لري.''
دا شرکت وايي، په ورته مهال د سکایپ هغه مشتریان چې د لګښت په بدل کې یې کاروي، له دې بدلونه نه اغېزمنېږي.
د دې برخې یو مشتري د دفاع وزارت دی. د دې وزارت یوه ویاند بي بي سي ته وویل، دوی د سکایپ ډېری خدمتونه ځکه پرېږدي، چې ټیمز ته یې اړوي، ''یوه کوچنۍ ډله'' به لا هم د د دې اپلکشن سوداګریزه برخه کاروي.
د سکایپ هغه کاروونکي چې د ګډون بدل کې پیسې ورکوي، او یا لائن او موبایل ټیلفونونو ته د زنګ وهلو لپاره کرېډټ لري، دوی به وکولای شي پر ټیمز د سکایپ ډائل پېډ له لارې زنګ ووهي.
هغسې چې پوهېږو سکایپ ځي، او له دې سره د روانۍ پېړۍ یوه خورا ډېره پېژندل شوی تکنالوژي تولید هم ځي.