قومي تصفیه څه ده او له نسل وژنې سره څه توپیر لري؟

  • Author, ټام سانټورېلي
  • دنده,
  • رپوټ له: بي‌بي‌سي نړیوال سرویس

د ډونلډ ټرمپ دا وړاندیز چې امریکا ښايي د غزې "کنټرول ترلاسه" او اوسېدونکي یې په نورو سیمو کې ځای پر ځای کړي، د دې لامل شوی چې د هغه دا پلان توکمیزه یا قومي تصفیه وبلل شي.

ملګرو ملتونو، عرب او نورو نړیوالو مشرانو او همدا راز د بشري حقونو مدافع ډلو په دې تړاو د هغه طرحه غندلې ده.

ډونلډ ټرمپ لومړی دا څرګندونې د تېرې سې‌شنبې ماښام په داسې حال کې سپینه ماڼۍ کې یوه خبري کنفرانس ته وکړې، چې د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو یې څنګ ته ولاړ و.

نتنیاهو هم وویل چې دا نظر "د پام وړ دی".

خو د عرب لیګ د سرمنشي مرستیال حسام ذکي بیا بي‌بي‌سي ته ویلي، چې د دوه میلیونه خلکو دا ډول بې ځایه کېدل به د بشریت خلاف جنایت وي.

نوموړي وویل: "دا یو داسې نظریه ده چې قومي تصفیه او په زور له خپلې خاورې د ملکي وګړو ایستل ترویجوي. هغه ټول ویاړلي فلسطینیان چې څو ورځې مخکې د اوربند تړون له لاسلیکېدو وروسته لیدل شوي، په بیړه بېرته هغو کنډوالو ته روان وو چې دوی یې خپل کورونه بولي. څنګه تصور کولی شئ چې دوی به په خپله خوښه له خپلې خاورې څخه وتلو ته غاړه کېږدي؟"

خو ایا د ټرمپ دا مبهم وړاندیز چې نوموړي "په سیمه کې د نويو او عصري کورونو په خورا خوندي او ښکلو ټولنو کې" د بیا مېشتېدنې د یوې ښې هیلې جامه کې رانغښتی، رښتیا هم قومي تصفیه ګڼل کېدای شي؟ او قومي تصفیه له نسل وژنې سره توپیر لري؟

'قومي تصفیه' څه مانا لري؟

په عام ډول، قومي تصفیه له یوې ځانګړې سیمې د یوې ځانګړې ډلې ایستلو ته وايي. دا کار ښايي د شړلو یا جبري بې ځایه کولو له لارې وي چې پایله کې یې هم‌قومه یا د یوه قوم جغرافیایي سیمې رامنځ ته شي.

د نیویارک په جان جای کالج کې د نړیوالو بشري حقونو د مرکز بنسټګر رییس پروفیسور جورج اندریوپولوس په وینا،‌ دا چاره یوازې له یو ځای بل ته د خلکو په لېږدولو پورې نه محدودېږي، بلکې د "یادګارونو، هدیرو او عبادتځایونو د ویجاړولو له لارې د هدف ګرځول شوې ډلې د ټولو اړوندو فزیکي نښو لمنځه وړل" هم ورسره وي.

دا اصطلاح لومړی ځل په ۱۹۹۰ یمه لسیزه کې د یوګوسلاویا فدرالي جمهوریت د وېشل کېدو پر مهال د قومي شخړو له پیلېدو سره د ژبو سر ته راغله.

د سیاستوالو او رسنیو لخوا په بوسنیا او هېرزېګوینا کې له بوسنیايي مسلمانانو، د کرواسیا په کرایینا سیمه کې له سربانو او په کوسوو کې لومړۍ له البانیایي توکمو او وروسته له سربانو سره د وحشیانه چلند تشریح کولو لپاره وکارول شوه.

همدا راز د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې پخواني مشر زید رعد الحسین هم په ۲۰۱۷ کال کې دا اصطلاح وکاروله. هغه د میانمار په راکاین ایالت کې د حکومت لخوا د روهینجیه توکمه مسلمانانو هدف ګرځېدل "د قومي تصفیې یوه درسي بېلګه" وبلله.

ایا قومي تصفیه یو جنګي جنایت دی؟

د ملګرو ملتونو په وینا دا اصطلاح د معاصرو وسله‌والو شخړو د ماهیت له لامله عامه شوې ده.

د دوی د کارپوهانو کمېسیون وایي، یو شمېر جبري کړنې د سیمو پرېښودلو ته د خلکو قانع کولو لپاره کارول کېدای شي چې له پوځي پلوه د یوه هېواد تسلیمېدل چټک کړي.

په دغو کړنو کې ربړونې، نیول، بندي کول، جنسي تیري او جنسي ځورونې، د ملکیتونو ویجاړول، لوټ تالان، او د روغتیايي تاسیساتو په نښه کول شاملېږي.

له دغو کړنې ځینې له تخنیکي پلوه جنګي جرمونه دي، خو د ملګرو ملتونو په وینا قومي تصفیه لا نه ده تعریف شوې او د نړیوال قانون له مخې د جرم په توګه نه ده پېژندل شوې.

اشغال شویو فلسطیني سیمو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې راپور ورکوونکې 'فرانچیسکا البانیزې' له نظره اسرائیل له لسیزو راهیسې "د جګړې تر سیوري لاندې د فلسطینیانو د ډله‌ییزې قومي تصفیې" هڅه کوي.

هغه وایي "د دې جدي خطر شته، څه چې موږ ګورو ښايي د ۱۹۴۸ کال د نکبې تکرار وي... خو له هغې په لویه کچه." نکبه عربي اصطلاح ده چې "ناورین" مانا لري او د ۱۹۴۷-۱۹۴۹ کلونو د پېښو لپاره کارول کېږي. د دغو کلونو ترمنځ له ۷۵۰ زرو ډېر فلسطینیان د هغو دښمنیو په لړ کې له خپلو ځمکو او کورونو وشړل شول چې پایله کې یې د اسرائیل دولت رامنځ ته شو.

د قومي تصفیې او نسل وژنې ترمنځ څه توپیر دی؟

که څه هم د نړیوال قانون له مخې قومي تصفیه د یوه خپلواک جرم په توګه نه ده پېژندل شوې، خو نسل وژنه بیا یقینا جرم ګڼل شوی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په ۱۹۴۶ کال کې د هولوکاسټ په لړ کې د یهودانو سیستماتیکې وژنې لپاره د نازي تګلارو په ځواب کې نسل‌وژنه جرم وباله.

"هر هغه عمل چې په بشپړ یا جزوي ډول د یوې ملي، قومي، نژادي یا مذهبي ډلې د لمنځه وړلو په هوډ ترسره کېږي،" نسل‌ وژنه بلل شوې.

په دغو کړنو کې همدا راز د مشخصو ډلو وژل یا جدي زیان ورسول، پر یوې ډلې د ژوندانه د داسې شرایطو تپل چې له فزیکي پلوه لمنځه وړل ګڼل کېږي، په یوه ډله کې د زېږونونو مخنیوی او یا په زور له یوې ډلې بلې ډلې ته د ماشومانو لېږدول هم شامل دي.

د روانډا پخوانی لومړی وزیر جین کامبانډا د یوه حکومت لومړنی مشر و چې په ۱۹۹۸ کال کې د یوې نړیوالې محکمې لخوا څلور کاله ورمخکې د شاوخوا یو میلیون توتسي او منځلارو هوتو خلکو په نسل وژنه کې د رول درلودو په جرم محکوم شو.‌

د هوډ خبره څنګه؟

خو د ملګرو ملتونو په تعریف کې هغه څه هم شامل دي چې 'ذهني' عنصر بلل کیږي. یعنی 'د یوې ملي، قومي، نژادي یا مذهبي ډلې د له منځه وړلو هوډ او اراده'.

نو همدغه د عامل یا مرتکب 'هوډ' یا اراده ده چې د قومي تصفیې او نسل وژنې ترمنځ مهم توپیر رامنځ ته کوي.

په داسې حال کې چې د نسل وژنې لومړنی هدف د خلکو د یوې قومي یا مذهبي ډلې فزیکي لمنځه وړل دي، د قومي تصفیې اصلي موخه بیا د دوی شړل او له قومي پلوه د یو شان جغرافیوي ځمکو رامنځ ته کول دي.