هغه مېک‌اپ یا فېشن توکي چې تاسې یې کاروئ څومره خطرناک دی؟

میک اپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نجونې او ښځې د سینګار بېلابېل توکي کاروي‌

رښتیا به وایئ: وروستی ځل مو کله د خپل میک اپ محصولاتو د انقضا نیټه کتلې ده؟ ایا تاریخ تېری میک‌ اپ مو پوستکي ته زیان اړولی شي، یا ستاسې روغتیا ته خطر پېښولی شي؟

د میک ‌اپ برسونه مو څو ځله مینځئ؟ ایا کله مو له کومې ملګرې ریمل یا مسکاره پور اخیستی یا مو په هټۍ کې د شونډو رنګ ازمویلی دی؟ د سینګار توکو په کڅوړه کې مو کوم توکي تر ټولو ډېره موده مېکروبونه ساتلی شي - ریمل، ای لینر، سپنجونه که برسونه؟

زه به ومنم، چې د خپل میک اپ د وسایلو په پاکولو یا یې ختمېدو نیټې په کتلو کې ډېره محتاطه نه یم، نو پرېکړه مې وکړه چې پر دوی بریتانیا کې د لندن میټروپولیټن پوهنتون کې د یوه څېړونکي مایکروسکوپ لاندې ازموینه ترسره کړم.

ډاکتره ماریا پیلر بوټي-سالو د بشري علومو ښوونځي کې د بایوساینس مخکښه استاده او د دې مطالعې څارنه ده. هغې د میک اپ له برسونو او سپنجونو سره یو ځای (چې زما هم پکې وو)، د اې‌لاینرونو، ریملونو، د شونډو ځلا او رنګونو او همدا راز فاونډېشن په ګډون تر ۷۰ ډېر تاریخ تېري سنګارتوکي لابراتوار کې معاینه او وازمویل.

زما میک اپ څومره ککړ وو؟

کاب ل
د عکس تشریح، د څېړنې پر مهال د اګر پلېټونه د باکتریاو په ځاله اوښتي‌ وو

له ازموینې وروسته دا مو ولیدل چې زما د مېک اپ په توکو کې د باکتریاو ځالې د حیرانتیا وړ وې.

ډاکترې بوټي سالو وویل: "تر ټولو ککړه نمونه ستاسې د سترګو د پېنسل وه چې ستاسو د میک ‌اپ د نورو توکو پرتله پکې باکتریا ډېرې وې. هغې راته وویل، د دې لامل ښايي دا وي چې پنسل د سټافیلوکوکس په ګډون له پوستکي څخه باکتریاوې راټولې کړې وي.

ما ومنله چې زه معمولا خپل د میک ‌اپ بکس په تشناب کې ساتم او ډېر وخت مې د سترګو لینر له لګولو وروسته څو دقیقو لپاره پرانیستی پرېږدم.

ډاکترې بوټي سالو وویل: "نو هو، ښايي همدا لامل وي." هغې زیاته کړه "که له چاپېریال څخه نم جذبوي، نو دا ښايي د مایکروبونو وده زیاته کړي. زموږ د څېړنې پر مهال د برسونو، سپنجونو او ریملونو په ګډون په نورو نمونو کې هم سټافیلوکوکس وموندل شول."

سټافیلوکوکس له معتدل خارښت نه رانیولې د التهاب، سرې مخې او مردار دانو په څېر تر ډېرو جدي انتاناتو پورې یو لړ ناروغیو لامل کېدای شي.

نو ولې زه سره له دې چې دغه ای‌لاینر مې بیا بیا کارولی، پر دغو ناروغیو نه یم اخته شوې؟

ډاکتره بوټي سالو په دې اړه وايي: "که ستاسې پوټکی روغ وي، دا یو پیاوړی خنډ دی او هېڅ شی ممکن پیښ نه شي. خو که جلد مو پرې وي، شین وي یا مو پر پوستکي دانه وي، دا د دې لامل کېږي چې باکتریا ورننوځي او زیان ورسوي. که د چا دفاعي سیستم کمزوری وي، دا هم د اندېښنې وړ کېدای شي. "

د لاسونو مینځل مهم دي

میک‌اپ
د عکس تشریح، ډاکترې ماریا پیلر بوټي سالو د څېړنې د ټیم مشري کوله

ایا له مېک‌ اپ مخکې لاسونه مینځئ؟ لاسونه ښايي پر ډول ډول میکروبونو ککړ وي او که په سم ډول پاک نه شي نو خطر شته چې دغه میکروبونه سینګار توکو ته ولېږدي. دا په ځانګړي توګه هغه وخت پېښېږي چې د سترګو سیوری، د شونډو غوړ او پوډر په مستقیم ډول د لاسونو په وسیله لګوئ.

ډاکتر بوټي سالو حیرانونکې شیان وموندل. هغې وویل "په ځینو محصولاتو کې مو انټروباکټر کلوکای وموندله هغه باکتریا چې معمولا په کولمو کې موندل کېږي. "

دا د لاسونو د کمزورې حفظ الصحې یا ان د تشناب د څاڅکو پایله کې د فاضله ککړتیا نښه ده."

څېړنې ښیي چې پر کمود د اوبو له خوشې کېدو سره د ایروسول داسې څاڅکي خوشې کېدای شي چې په څو ثانیو کې تر ۲ مترو پورې لوړوالی ته رسېږي. دا څاڅکي ښايي پر انټروباکټریاوو ککړ وي. نو که ستاسې د مېک‌ اپ وسایل او سینګار توکي په دې فاصله کې وي نو احتمال شته چې پر باکتریا ککړ شي.

د انتروباکتریا ځینې ډولونه د اندېښنې وړ دي، ځکه کولی شي د ادراري انتاناتو، تنفسي انتاناتو، د هډوکو عفونت او انډوکارډیټس په څېر انتانات رامنځته کړي.‌

مخکینیو څېړنو ښودلې چې د مخ له ککړتیا سره تړلې اېشېریکیا کولي (E. coli) د مېک‌ اپ پر محصولاتو ژوندی پاتې شي. دا ځکه د اندېښنې وړ ده چې دغه محصولات پر مخ او سترګو ته نږدې کارول کېږي.

د میټروپولیټن پوهنتون د څېړنې دغه ټیم د سینګار په محصولاتو کې د کانډیډا په نوم یو فنګس هم وموند. که دغه فنګس پوستکي ته ننوځي، نو د مهبل د کاندیدیازس یا د خولې د کاندیډیازس (ترش) لامل کرځېدای شي.

د بریتانیا د برمنګهم په اسټون پوهنتون کې د سینګار پر نږدې ۵۰۰ محصولاتو نورې څېړنې هم ترسره شوې دي. دې څېړنې ښودلې چې له ۷۹ څخه تر ۹۰ سلنې پورې سینګار توکي چې خلک یې کاروي یو ډول نه یو ډول پرازیت، باکتریا یا فنګس لري. په دوی کې له ټیټې کچې خطر لرونکي باکتریاو څخه نیولې تر احتمالي وژونکي اېشېریکیا کولی پورې شامل دي.

د دې مطالعې مخکښه څېړونکې ډاکتر امرین بشیر وايي: "په کارول شويو سینګا رتوکو او وسیلو کې که څه هم د باکتریا ککړتیا لیدل کېږي، خو اړینه نه ده چې دا دې د اخته کېدو لوی خطر رامنځته کړي. انتانونه د ټپونو، مخاطي غشا یا خوړولو په څېر د لېږد لارو ته هم اړتیا لري. د سینګار د وسایلو مینځل، غیر عفوني کول او د تاریخ له تېرېدو سره یې د له منځه وړلو په څېر ښه حفظ الصحه کولی شي هر ډول احتمالي خطر نور هم کم کړي."

د انقضا نېټې اهمیت

میک اپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کمپیوټر په وسیله د فنګس اخیستل شوی عکس

د انقضا نېټه ځکه مهمه ده چې دا په ګوته کوي چې په یو محصول کې کارول شوي محافظتي عناصر یا مواد څومره موده په اغېزناکه توګه د میکروبونو د ودې مخنیوی کولای شي.

په ځانګړي ډول هغه محصولات چې د اوبو کچه یې لوړه وي، له پرانیستل کېدو وروسته د ککړتیا لپاره حساس دي ځکه دغه توکي د باکتریاو او فنګس ودې لپاره مناسب چاپیریال چمتو کوي. دغو توکو ته په کتو د هغوی د انقضا نېټه له پرانیستل کېدو وروسته له ۳ تر ۱۲ میاشتو پورې وي.

ډاکترې بشیر وویل: "که د سینګار کوم محصول د انقضا نېټه ونه لري، مشوره دا ده چې پر مرض د اخته کېدو د خطر کمولو لپاره په درېیو میاشتو کې دننه یا له هغې وروسته ژر تر ژره له مینځه یوړل شي. د بېلګې په توګه که پر ځمکه غورځول شوی یا د بل چا لخوا کارول شوی وي."

نوموړې زیاتوي: "که کاروونکي ډاډه نه وي چې ایا د مېک‌ اپ تاریخ به یې تېر شوی وي یا نه، نو خوندي دا ده چې محصول بدل کړئ."

مخنیوي څرنګوالی

میک‌آپ
د عکس تشریح، یوه ښځه لاربراتوار کې د سینګار وسایل معاینه کوي

د لندن میټروپولیټن پوهنتون د څېړنې له مخې مسکارا (ریمل) او مایع فاونډېشن هغه توکي دي چې د ککړتیا لوړه کچه او د مایکرو ارګانیزمونو بېلابېل ډولونه لري. تر ټولو متخلف بیا برسونه او سپنجونه دي چې د دغه مایع فاونډېشن لګولو لپاره کارول کېږي.

ډاکتره بوټي سالو وايي: "په هغو توکو کې چې د اوبو لوړ مقدار لري، لکه سپنجونه او برسونه، د مایکرو ارګانیزمونو د شته والي احتمال ډېر دی. زموږ څېړنه یوازې د مېک‌ اپ پر تاریخ تېره محصولاتو او د هغوی پر کارول شوي لګونکو وسایلو وه."

ډاکتره بوټي سالو د احتمالي ککړتیاو مخنیوي لپاره لاندې لارښوونې لري:

له مېک اپ دمخه خپل لاسونه ومینځئ.

په دوکانونو کې د مېک‌اپ ایښي ازموینونکي مه کاروئ. ځکه نه پوهیږئ چې چا چې تر تاسې مخکې دغه محصولات کارولي، هغوی خپل لاسونه مینځلي وو که نه.

د سپنجونو او برسونو په څېر توکي په منظم ډول په ګرمو اوبو او صابون پاکوئ ځان مطمینوئ چې بېرته مو سم وچ کړي دي.

د مېک‌ اپ محصولاتو ایښودلو تر ټولو بد ځای تشناب دی ځکه چې نمجن او تیاره وي.

مایع فاونډېشن یا سرخي، مسکارا او د سترګو لینرونه باید په پوښ کې وساتل شي. دا په خاورو او دوړو کې د میکروبونو له ورلېږدېدو مخه نیسي.

د انقضا نېټې ته پام کوئ. د مېک اپ له هر محصول سره یو یادښت ولیکئ، چې دا مو په یاد وي چې څه وخت یې باید وغورځوئ.‌

خپل مېک‌ اپ له نورو سره مه شریکوئ.

ډاکتره بوټي سالو وايي، که په ځانګړي ډول تاسې په خطر کې یاست، د بېلګې په توګه د معافیت سیسټم مو کمزوری شوی، نو اړتیا ده چې ډېر احتیاط وکړئ.