BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
اوکرایین وايي، په یوه پراخ ډرون برید کې یې د روسیې لږ تر لږه ۴۰ جنګي الوتکې په نښه کړې دي
اوکرایین چارواکي ادعا کوي، چې د روسیې په بېلابېلو هوايي اډو کې یې تر ۴۰ ډېرې جنګي الوتکې په نښه کړې دي. دا په ظاهره د روسیې پر هوايي چلن تر ټولو زړور ډرون بریدونه ښکاري. د اوکرایین امنیتي خدماتو ادارې (اېس بي یو) له لوري په دې هکله یوه اعلامیه کې ویل شوي: ''د دښمن ستراتیژیکې بمبار کوونکې (الوتکې) په روسیه کې د اور په لمبو کې سوځي.''
تاجکستان لسګونه افغان کډوال ایستلي؛ د طالبانو حکومت وايي، نژدې څلورو کالو کې پنځه میلیونه کډوال هېواد ته ستانه شوي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت وايي، تاجکستان د شېرخان بندر له لارې ۴۹ افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي دي. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تاجکستان یاد کډوال د تېرې چارشنبې او پنجشنبې پر ورځو د شېرخان بندر له لارې افغانستان ته اړولي چې په ډله کې یې ۳۶ کډوالو د تاجکستان اقامه یا د اوسېدو اسناد او ۱۲ نورو یې پر پاسپورټونو د تاجکستان ویزې لرلې.
غزه کې د مرستو ترلاسه کولو لپاره پر یو ځای شویو خلکو د اسرائیلي ټانکونو ډزې، ۲۶ کسان وژل شوي
د سویلي غزې رفحه سیمه کې عیني شاهدان او روغتیا پالان وايي، د اسرائیلي ټانکونو په ډزو کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۱۵۰ نور ټپیان شوي دي. ویل کېږي، پېښه د مرستو وېش یوه مرکز ته نژدې شوې ده. یوه ځايي خبریال محمد غریب بي بي سي ته وویل، زرګونه فلسطینیان د مرستو وېش یوه مرکز ته نژدې یو ځای شوي وو، چې اسرائیلي ټانکونه هلته ورغلل او ډزې یې پیل کړې.
کرېکټ: افغانستان د شل اوریزو لوبو درجه بندۍ کې له بنګله دېش مخکې شو
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د نړیوالو شل اوریزو سیالیو (ټي-۲۰) په درجه بندۍ کې یوه درجه پورته تللې او نهم ځای یې خپل کړی دی. د کرېکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) په تازه درجه بندۍ کې افغانستان د بنګله دېش ملي لوبډلې ځای نیولی، چې له نهمې درجې یوه درجه کښته شوې او لسم مقام ته رسېدلې ده.
د امریکا دفاع وزیر خپلو اسیايي متحدانو ته: دفاعي لګښتونه مو ډېر کړئ
د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزیر "پیټ هیګسیت" خبرداری ورکړی چې چین تایوان ته "نږدې پېښېدونکی" ګواښ دی او له اسیايي هېوادونو یې وغوښتل چې خپل دفاعي لګښتونه زیات او د جګړې د مخنیوي لپاره له امریکا سره کار وکړي.
ځانګړي مطالب
د حج په اړه پنځه حقیقتونه، ایا مخکې پرې پوهېدئ؟
حج د مسلمانانو لپاره یو سپېڅلی سفر دی چې هر کال نژدې دوه میلیونه عبادت کوونکي د سعودي عربستان مکې ښار ته ورځي. دا د اسلام له پنځو بناوو یا ستنو یوه ده او هر هغه مسلمان چې بدني او مالي وس ولري، په ژوند کې یو ځل پرې حج ادا کول فرض دي.
لارۍ چپه شوه، ۲۵۰ میلیونه مچۍ وتښتېدې
په اټکلي ډول شاوخوا ۲۵۰ میلیونه مچۍ د امریکا د واشنګټن ایالت کې له یوې چپه شوې لارۍ وتښتېدې، چې له امله یې چارواکو خلکو ته خبرداری ورکړی له دې چیچونکو حشراتو لرې پاتې شي.
ولې په دې وروستیو کې په افغانستان کې یو شمېر ملایان نیول کېږي؟
افغانستان کې یو شمېر هغه دیني عالمان یو پر بل پسې نیول کېږي چې د طالبانو پر حکومت نیوکې کوي. دوی کې ځیني نیول شوي کسان د "اسلامي او جهادي ارزښتونو ملاتړ" په نوم د یوې شورا غړي دي. دغه شورا په تېره جنورۍ کې کابل کې د یوې ناستې پر مهال د طالبانو پر حکومت سختې نیوکې کړې وې.نږدې تېره یوه اونۍ کې "نامالومو وسلوالو" درې عالمان نیولي او نامالوم ځای ته یې وړي دي.
ولې چین تر اوسه افغانستان کې د نړۍ د میسو د دویم لوی کان استخراج نه دی پیل کړی؟
د افغانستان او چین ترمنځ د عینک مسو کان د تاریخي تړون له لاسلیکه ۱۷ کاله وروسته لا هم د دغه کان د مسو استخراج يا رايستلو کار نه دی پیل شوی. کارپوهانو او هغو کسانو چې په دې پروژې کې له نژدې ښکېل دي بي بي سي ته ویلي، چین به "هېڅکله" د عینک مسو کان کیندنې کار پیل نه کړي، خو د طالبانو حکومت وايي، "ډاډه شوي"، چې کان کیندنه به پیل شي.
'غواړم هنر مې د افغان مېرمنو غږ لوړ وساتي'
د یوې افغانې مېرمن نقاشۍ د بریتانیا په یوه ګالرۍ کې نندارې ته اېښودل شوي. هغه وايي د هنر له لارې غواړي د خپلو خلکو غږ لوړ وساتي.
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
روغتیا
د ټرمپ د ولسمشرۍ دویمه دوره
د منځني ختیځ کړکېچ
د اقلیم بدلون
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , Just One Thing/Art, ۱۵:۳۰, ۱ جون ۲۰۲۵, ۲۹،۳۰ موده
یوازې یو شی= داسې څه اورئ چې ستاسو فزیکي او رواني روغتیا ته ګټه رسوي
ژوندۍ خپرونه واورئ, ماښامنۍ خپرونه, ۱۵:۰۰, ۱ جون ۲۰۲۵, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, Darman, ۱۲:۳۰, ۱ جون ۲۰۲۵, ۳۰،۰۰ موده
مجله رادیویی در مورد مسائل صحی
واورئ, Second Eye, ۰۹:۲۹, ۱ جون ۲۰۲۵, ۱۵،۰۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.