سیالکوټ ته څېرمه د پاکستاني پوځ د وسلو زېرمتون کې چاودنې؛ دوه کسان ټپي شوي

پاکستاني کې امنیتي سرچینې وايي د دغه هېواد د پنجاب ایالت سیالکوټ ښار ته څېرمه د پوځ یوه مرکز ته نږدې د وسلو زېرمتون کې د اور لګېدو له کبله چاودنې شوې دي.

امنیتي چارواکو ویلي دا اور د برېښنا مزو د جنګېدو له امله لګېدلی.

چارواکو دې پېښه کې چې ویډیوګانې یې پر ټولنیزو شبکو کې هم خپاره شوي د دوو کسانو د ټپي کېدو پخلی کړی.

په دغو ویډیوګانو کې ښکاري چې د پېښې ځای کې پرله پسې چاودنې کېږي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر "ای اېس پي ار" په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تر پېښې وروسته ژر لاس په کار شوي، اور یې وژلی او په دې توګه یې د لا ډېر زیان مخه نیولې ده.

ځیني هندي رسنیو دې پېښه کې د پراخ زیان د اوښتلو خبر ورکړی و خو د پاکستان امنیتي سرچینو دا رپوټونه رد کړي دي.

د چاودنو پرله پسې غږونه

د پېښې عیني شاهدانو خبریال احتشام شامي ته ویلي سیالکوټ ته څېرمه دغه ځای کې د سهار له شاوخوا ۵ نیمو بجو د اورلګېدو له کبله زورورې چاودنې پیل شوې، چې خلک یې ووېرول او له کورونو را ووتل.

هغه ویلي چې په ټوله سیمه د ویرې څپه خپره شوې ده.

د سیمې خلک وايي د پرله پسې چاودنو غږونو یې د خونو کړکۍ او دروازې ولړزولې او د چاودنو له کبله د اورلمبې اسمان ته پورته کېدې.

د دغو چاودنو غږونه تر لېرې اورېدل شوي دي.

که څه هم د سیالکوټ پولیس تر پېښې وروسته ځای ته ورغلي، خو د پرله پسې چاودنو له کبله د نږدې کېدو اجازه نه ده ورکړ شوې.

مرستندویه ډلې هم د پېښې ځای ته ورغلي او ویل کېږي د پاکستان د پوځ سرتیري ورسره مرسته کوي.