د ډېرو پروسېس شويو خوړو او وختي مړينې تر منځ تړاو؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, انجيلا هېنشل
- دنده, بي بي سي
د یوې څېړنې له مخې چې په اتو هېوادونو کې ترسره شوې، ښيي چې د کېکونو، کلچو، او دې ته ورته نورو خوړو له امله، له وخته مخکې د انسان د مړینې خطر زیاتېږي.
په برازیل کې د اوسوالډو کروز بنسټ د ډاکټر اېډوارډو نېلسن تر مشرۍ لاندې، د کولمبیا، چیلي، مکسیکو، برازیل، اسټرالیا، کاناډا، بريتانیا او امریکا د ډېرو پروسېس شویو خوړو معلومات وڅېړل.
دا څېړنه د دوشنبې په ورځ د درملو مخنیوي امریکايي ژورنال کې خپره شوه چې پکې کارپوهانو له حکومتونو غوښتي چې خلک د دې ډول خوړو له خوړلو راوګرځوي او د تغذیې نوې سپارښتنې وکړي.
د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۲ کال راپور ښيي چې په برازیل کې نیمایي لویان چاغ دي او له هر څلورو یو تن يې ډېر زیات وزن لري.
څېړنې ښودلې چې د ډېرو پروسېس شويو خوړو له امله له وخته مخکې مړینې اندازه لکه د کولمبيا په څېر هېوادونو کې ۴٪ او د بريتانیا او امریکا په څېر چې ډېر پروسېس شوي خواړه کاروي تر ۱۴ سلنې د دوی د حساب د ماډل پر اساس اټکل شوې ده.
په بريتانیا کې، لويان ۵۳٪ کالوري له ډېرو پروسېس شويو خوړو ترلاسه کوي، چې د څېړنې له مخې دا شمېره له امريکا وروسته په دویم نمبر دی.
څېړونکو اټکل کړی چې په بريتانيا کې یوازې د ۲۰۱۸–۲۰۱۹ ترمنځ، شاوخوا ۱۷،۷۸۱ له وخته مخکې مړينو له ډېرو پروسېس شويو خوړو سره تړاو درلود.
ډاکټره مېګن روسي، چې په لندن کې د کېنګز پوهنتون د تغذیې څانګې څېړونکې ده، وايي، "زما لپاره دا حیرانوونکې نه ده چې ډېر پروسېس شوي خواړه د مړینې خطر زیاتوي. "
نوموړي وايي، "دا خبره له ډېرې مودې راهیسې څرګنده ده چې ځینې خواړه، چې فایبر او طبیعي مواد لري، زموږ حجرې له خرابېدو او التهابه ژغوري. دا خواړه اړین دي او د ناروغۍ پر وړاندې خورا محافظتي دي، او موږ پوهېږو که دا بند کړو، نو موږ دا خونديتوب له لاسه ورکوو."
نوموړې وايي، ستونزه دوه اړخیزه ده، "که څوک ډېر پروسېس شوي خواړه زيات خوري، نو طبیعي خواړه لکه مېوې او سبزيجات چې انټياکسېدنټونه لري نه خوري. بله دا چې ډېر پروسېس شوي خواړه دومره خوندور دي چې انسان ژر وږې کوي، نو ځکه یې بیا بیا خوري."

د عکس سرچینه، Getty Images
ساینسپوهان وايي، دا خبره اوس روښانه کېږي چې ډېر پروسېس شوي خواړه د روغتیا لپاره زیان لري، خو ۱۰۰ فيصده یقین نه شي کېدای.
ګڼو څېړنو د ډېرو پروسېس شويو خوړو او ناوړه روغتیا تر منځ تړاو موندلی دی خو دا نه شي ثابتولی چې دا خواړه يې مستقیم لامل دي، ځکه لا هم کره شواهد نشته.
خو دا ثابته شوې چې ډېر پروسېس شوي خواړه له ګڼ شمېر ناروغیو سره تړاو لري.
یوه څېړنه چې نژدې ۱۰ میلیونه کسان په کې شامل وو او په ۲۰۲۳ کې په "برېټش مېډیکل ژورنال" کې خپره شوې، ښيي چې د ډېرو پروسېس شويو خوړو خوړونکو کسانو کې د زړه د ناروغیو، شکرې، چاغوالي، اضطراب او خپګان له امله د مړینې خطر زیات دی.
سره له دې، لا هم معلومه نه ده چې دا زیان د خوړو د پروسېس له امله دی، که له دې امله چې دا خواړه ډېر غوړ، بوره یا مالګه لري، خو دا ټول د ناروغیو اصلي لاملونه دي.
یوشمېر متخصصین د ډاکټر نېلسن په څېړنه کې نیمګړتیاوې هم یادوي.
سټېفن برګس، چې د بريتانیا د کمبرېج پوهنتون د احصايې څانګې غړی دی، وايي، "څېړنه یوازې مشاهداتي ده او دا نه شي ویلی چې ډېر پروسېس شوي خواړه مضر دي، خو دا ښيي چې له دې خوړو سره ناوړه روغتیایي پایلې تړاو لري."
نوموړی زیاتوي، "کېدای شي اصلي لامل یو بل شی وي".
"خو کله چې دا ډول اړیکې په بېلابېلو هېوادونو او کلتورونو کې بیا بیا وینو، نو دا اندېښنه پیدا کېږي چې ښايي ډېر پروسېس شوي خواړه خپله هم ستونزه ولري."
څنګه پوه شو چې خواړه ډېر پروسېس شوي دي؟
په تېرو ۵۰ کلونو کې د خوړو تولید کې ستر بدلون راغلی.
ډېر پروسېس شوي خواړه هغه دي چې ډېر صنعتي مراحل یې تېر کړي وي، او ډېر شمېر غير طبيعي اجزا لري، چې نومونه یې ډېر وخت تلفظ کېدای هم نه شي. اکثره دا خواړه بوره، مالګه او ډېر غوړ لري، او فاسټ فوډ يا چټک تيارېدونکي خواړه ګڼل کېږي.
مېوې او سبزي هغه خواړه دي چې نه وي پروسېس شوي. خو عادي پروسېس شوي خواړه هغه دي چې یوازې د خوند، بوی یا د وخت اوږدولو لپاره لږ بدلون په کې راوستل شوی وي.
په ډېرو پروسېس شویو خوړو کې له ايس کريم، پروسېس شوې غوښه، چېپس، په پراخه کچه توليد شوې ډوډۍ، ځينې سيريلونه، کلچې او سوډا لرونکی څښاک شامل دي.
موږ ځکه دا ډېر خورو چې دا خوندور، ارزان، ژر تیارېدونکي او ډېر اعلانونه يې کېږي په ځانګړې توګه د ماشومانو لپاره.
ډاکټره روسي وايي، هغه کسان چې ډېر پروسېس شوي خواړ خوري، اکثره نور ناسالم عادتونه هم لري، لکه سګرېټ څکول یا ورزش نه کول.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ډېرو پروسېس شويو خوړو پېژندلو نښې:
- داسې اجزا لري چې تلفظ یې نه شئ کولی
- په نوملړ کې يې له پنځو ډېر اجزا وي
- داسې توکي چې ستاسو انا يې د خوړو په توګه نه پېژني
ځينې هغه اجزا چې ښيي خواړه ډېر پروسېس شوي دي:
موډیفاید نشایسته، ګم، مصنوعي رنګونه/خوندونه، د بورې بديلونه، داسې مواد چې نه په پخلنځي کوي او نه هم په دوکانونو کې موندل کېږي او داسې نور هم.