window.__reverb = {}; window.__reverb.__reverbLoadedPromise = new Promise((resolve, reject) => { window.__reverb.__resolveReverbLoaded = resolve; window.__reverb.__rejectReverbLoaded = reject; }); window.__reverb.__reverbTimeout = setTimeout(() => { window.__reverb.__rejectReverbLoaded(); }, 5000);

د ټرمپ او مسک تر منځ په عام محضر کې سپکې-سپورې برالا شوې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د ده مخکیني سلاکار ایلن مسک تر منځ بېلتون اوس برالا شوی او په نړیواله کچه یې د خبرونو په سر کې ځای نیولی دی. د توندو او ترخو څرګندونو دا تبادله له هغه وروسته زیاته شوه، چې میلیاردر مسک د ټرمپ پر یوه داخلي پالیسۍ نیوکې وکړې.

لنډیز

  • د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د ده مخکیني سلاکار ایلن مسک تر منځ بېلتون اوس برالا شوی او په نړیواله کچه یې د خبرونو په سر کې ځای نیولی دی
  • د توندو او ترخو څرګندونو دا تبادله له هغه وروسته زیاته شوه، چې میلیاردر مسک د ټرمپ پر یوه داخلي پالیسۍ نیوکې وکړې
  • دواړو میلیاردرانو د پنجشنبې پر ورځ دا لفظي شخړه هغه وخت لا پسې پراخه کړه، چې پر خپلو ملکیتي ټولنیزو رسنیو یې یو بل ته سپکې سپورې وویلې

ژوندی پوښښ

  1. ډونلډ ټرمپ او الن مسک له ملګرتیا تر تربګنۍ پورې

    ټرمپ

    د عکس سرچینه، Getty Images

    انتوني زرچر

    د شمالي امریکا لپاره د بي بي سي خبریال

    کله چې د نړۍ تر ټولو شتمن کس او د نړۍ تر ټولو زیات ځواکمن سیاستوال تر منځ د ټکر وضعیت رامنځته شي، نو څه به کېږي؟

    نړیوال غواړي د دې پوښتنې ځواب ومومي او دا یو ښه وضعیت نه دی. نړیوال د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د امریکا ټکنالوژۍ شرکت مشر الن مسک دواړو خبرو ته غوږ نیسي او اوسمهال دا دواړه کسان د یوه بل پر ضد ښکر په ښکر دي او د دوی تر منځ اختلاف تر تورونو او سپکو-سپورو پورې رسېدلی دی.

    ټرمپ الن مسک ته د امریکا له فدرالي حکومت سره د ده کاروباري معاملاتو په تړاو ګواښنه کړې او دا ښاغلي مسک د سپېس اېکس پروګرام لپاره د ملا تیر حیثیت لري.

    ټرمپ په دې هکله پر خپله خواله رسنۍ د ګواښ په ژبه لیکلي: ''زموږ په بودیجه کې د پیسو سپما چې میلیاردونو ډالرو ته رسېږي، دا ده چې الن مسک ته دولتي سبسډۍ او قراردادونه ختم کړل شي.''

    که ټرمپ د الن مسک پر ضد دولتي دستګاه وکاروي، نو میلیاردر مسک به هرومرو سخته ضربه ویني.

    همدا پرون پنجشنبه د ونډو په بازار کې د ایلن مسک د ټیسلا شرکت د ونډو بیه کې ۱۴ سلنه کموالی ولیدل شو.

    خو د دوی دواړو تر منځ لفظي شخړه او ګواښنې یو لوریزې نه دي. د ټرمپ له څرګندونو وروسته مسک د ولسمشر د استیضاح غوښتنه کړې او ټرمپ ته یې ویلي، چې که له وسه یې کېږي، نو د ده شرکتونو پانګونې کې دي کمی روالي.

    نوموړي زیاته کړې، د خپل ډراګن نومي راکټ پروګرام ختمولو کار یې چټک کړی. د دې پروژې له لارې امریکا خپل ستورمزلي او اړین توکي نړیوال فضايي مرکز ته استوي.

    الن موسک ټرمپ ته د ځواب ورکو لپاره کافي لارې، چارې لري، چې په راتلونکي ټاکنیز کمپاین کې د سیاسي مخالفینو مالي مرسته هم پکې شامله ده.

    نوموړي پر پنجشنبه وویل، ''یوه زوروره چاودنه کوي'' او له کوم ثبوت پرته یې ادعا وکړه، چې د ''جنسي مجرم جیفري اپسټین ضد هغو دوسیو کې چې برالا شوې نه دي، د ټرمپ نوم هم شامل دی.''

    خو د امریکا ولسشمرۍ مطبوعاتي دفتر سکرترې کارولین لیوټ بیا د ښاغلي مسک دې تورونو په ځواب کې لنډې خبرې کړې.

    نوموړې وايي: ''دا د الن مسک خورا ناوړه فعل دی. دی د یوه خورا شاندارې پالیسۍ له کبله ځکه ناخوښ دی، چې د ده د خوښې خبرې پکې شاملې نه دي.''

    مسک ښايي د ټرمپ ټول حکومت پر ضد دا جګړه و نه شي ګټلای، خو دی ټرمپ او رپیبلکن ګوند ته یو زورور ټکان ورکولای شي.

    ټرمپ په دې پوهېږي او همدې ته په پام یې پرون په سپینه ماڼۍ کې د لفظې شخړې تاو کمولو لپاره د پولیسو ستاینې په غونډه کې برالا د مسک په هکله له خبرو ډډه وکړه.

    خو پر خپله ټروتھ خواله رسنۍ یې بیا یوه پیغام کې ولیکل چې که مسک د ده پر ضد وي، دی پرې ''هېڅ اعتراض نه لري'' خو په وینا یې هیله یې دا ده، چې هغه څو میاشتې مخکې دولتي دنده پرې ایښې وای.

    له دې وروسته هغه د مالیې او لګښتونو په د خپلې ''ستر او شاندار'' قانون جوړونې په هکله غږېدلی دی.

    خو له دې هر څه سره سره داسې نه ښکاري، چې د دواړو ترمنځ د پنجشنبې ورځې توندې او ترخې خبرې به په اسانۍ سره سمې شي.

  2. د ټرمپ او مسک تر منځ په عام محضر کې سپکې-سپورې برالا شوې

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د ده مخکیني سلاکار ایلن مسک تر منځ بېلتون اوس برالا شوی او په نړیواله کچه یې د خبرونو په سر کې ځای نیولی دی. د توندو او ترخو څرګندونو دا تبادله له هغه وروسته زیاته شوه، چې میلیاردر مسک د ټرمپ پر یوه داخلي پالیسۍ نیوکې وکړې.

    دواړو میلیاردرانو د پنجشنبې پر ورځ دا لفظي شخړه هغه وخت لا پسې پراخه کړه، چې پر خپلو ملکیتي ټولنیزو رسنیو یې یو بل ته سپکې سپورې وویلې او د دوی د احتمالي اتحاد لپاره یې یوه ترخه پایله په ګوته کړه.

    ورځ د ټرمپ له هغې خبرې سره پیل شوه چې وايي، د مالیې او لګښتونو په هکله د ده پر یوې مهمې پالیسي د ښاغلي مسک نیوکو ''مایوس'' کړی او په وینا یې فکر کوي کېدای شي همدا به یې د ''سترې ملګرتیا'' پای وي.

    مسک بیا دغه جنجال ته داسې زور ورکړ، چې پر ټرمپ یې د ''ناشکرۍ'' تور پورې کړ او په وینا یې که ''زه نه وای، ټرمپ به ټاکنې بایللې وای.''

    څو ساعته وروسته بیا ټرمپ هڅه وکړه، د توندو، تېزو خبرو دا جنجال بې اهمیته وښيي او له خبري وېبپاڼې پولیتیکو سره یې پر دې موضوع خبرو کې وویل، ''اوه، دا سمه ده، هر څه سم روان دي، بیخې ښه نه دی شوي.''

    د همدې وېبپاڼې په رپوټ کې ویل شوي، د ده سلاکارانو له مسک سره د جمعې پر ورځ د یوې ټیلیفوني اړیکې تابیا نیولې.

    داسې ښکاري چې مسک هم په دې باور دي، چې د هر څه سمولو ته یوه اړتیا لیدل کېږي. د پنجشنبې پر ورځ د ټرمپ یوه ملاتړي بیلاکمن هغې وینا ته چې وايي، ټرمپ او مسک باید روغه جوړه وکړي، ښاغلي مسک ورته لیکلي: ''ته ښه وایې.''

    ټرمپ-مسک

    د عکس سرچینه، Getty Images

  3. ټرمپ وايي، بندیز پر هغو هېوادونو لګول شوی، چې 'له کنټروله بهر دي'

    په سپینه ماڼۍ کې د جرمني له صدراعظم فریدریچ میرز سره د خبرو له پیل مخکې د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ نه پوښتنه وشوه، چې د هغو هېوادونو په لیسټ کې د مصر نوم ولې نه شته، چې پر وګړو یې امریکا ته د ورتګ بندیز لګولی، ځکه هغه سړی چې په کولوراډو ایالت کې یې برید وکړ، له مصر راغلی و.

    ټرمپ په ځواب کې وویل، مصر ''هر څه په کنټرول کې لري.''

    نوموړي زیاته کړه، بندیز یوازې پر هغو هېوادونو لګول شوی، چې ''پر هر څه کنټرول نه لري.''

    نوموړي زیاته کړه: ''موږ غواړو دوی ووځي، موږ غواړو دوی ژر تر ژره ووځي.''

  4. وروستی, د ۲۰۱۷ کال هغه په څېر ښايي د نوي بندیز خبره هم تر محکمې ورسېږي

    د شمالي امریکا لپاره د بي بي سي خبریال-ګیري اوډینهیو

    په یاد مو دي، چې ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې هم امریکا ته د ځینو هېوادونو د وګړو سفر ممنوعیت مشهور امر کړی و، چې بالاخره یې خبره تر محکمو ورسېده او بالاخره د متحده ایالاتو سترې محکمې تائید کړ.

    اوس ښاغلی ټرمپ له یوه نوي بندیز سره یو ځل بیا هڅه کوي، د ۱۲ هېوادونو پر وګړو د امریکا سفر بندیز ولګوي، چې دی لامل د ملي امنیت په تړاو اندېښنې ښيي.

    ده په دا وروستیو کې د کولوراډو ایالت یوه برید یادونه هم وکړه، چې یوه مصري سړي کړی و، خو مصر د هغو هېوادونو په لیست کې شامل نه دی، چې ښاغلی ټرمپ یې امریکا ته د ننوتلو ممنوعیت اعلان کړ، چې تر یوه حده د حیرانتیا خبره ده.

    د ځینو لپاره په دې ممنوعیت کې استثنا شته، د بېلګې په توګه هغه کسان چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره دنده درلوده، له دې بندیزه مستثنی دي.

    په داسې حال کې چې په راتلونکو پنځو کلونو کې امریکا د نړیوال جام او اولمپیک لوبو کوربتوب پروګرام لري، نو پر لوبغاړو هم دا بندیز نه دی لګېدلی او دیپلوماتان هم له دې بندیزه مستثنی بلل شوي.

    خو ښايي کټ مټ د ۲۰۱۷ کال بندیز په څېر د اوسني بندیز خبره هم ښايي تر محاکمو پورې ورسېږي.

    دویم ځل واک ته له رسېدو وروسته د ډونلډ ټرمپ ډېری اجرائیوي فرمانونه له قانوني ننګونو سره مخامخ شوي او ښايي دغه نوی فرمان یې هم هماغسې برخلیک ولري.

  5. ټرمپ د نوي بندیز اعلان داسې حال کې کړی، چې د کډوالو شړلو پخوانۍ ژمنې پوره کول یې هم پیل کړي

    ولسمشر ټرمپ په داسې حال کې د ۱۲ هېوادونو پر اتباعو امریکا ته د ورتګ بندیز اعلان کړی، چې د ګڼ شمېر کډوالو شړلو په تړاو د نوموړي یوه مخکینۍ ژمنه هم عملي کېږي.

    په نیویارک کې د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، پر چارشنبه د یو شمېر هغو کسانو لاسونه وتړل شول او چارواکو بل ځای ته ولېږدول، چې د دې ښار کډوالۍ او ګمرکونو ادارې (ای سي اي) دفتر ته ثبت لپاره راوستل شوي وو.

    تېره میاشت د امریکا سترې محکمې ټرمپ حکومت ته اجازه ورکړه، د وینزویلا له هغو ۳۵۰ زره اوسېدونکو په امریکا کې د پاتې کېدو او کار قانوني حیثیت بېرته واخلي، چې مخکې ورکړل شوی و.

    د یادونې ده هغو کډوالو ته په امریکا کې د کار او پاتې کېدو اجازه ورکول کېده، چې خپل اړوند هېوادونه یې ناخوندي وبلل شي.

    امریکا دغه راز هغه سلګونه کسان په السلواډور کې یوه زندان ته استولي، چې د امریکايي چارواکو په وینا د غلو، غدیو ډلو غړي وو.

    امریکا حکومت هغو غیر قانوني کډوالو ته د ۱۰۰۰ ډالرو ورکړې او سفر لګښتونو ورکولو وړاندیز هم کړی، چې ''په خپله خوښه'' امریکا پرېږدي او خپلو هېوادونو ته ستانه شي.

    دا سړی له هغو کسانو یو دی، چې پر چهارشنبه د نیویارک په کډوالۍ دفتر کې د امنیتي ځواکونو کسانو لاسونه وروتړل او له ځان سره یې بوتلل.

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، دا سړی له هغو کسانو یو دی، چې پر چهارشنبه د نیویارک په کډوالۍ دفتر کې د امنیتي ځواکونو کسانو لاسونه وروتړل او له ځان سره یې بوتلل.
  6. وروستی, ټرمپ د خپل نوي بندیز په هکله څه وايي؟

    ټرمپ

    د عکس سرچینه، Reuters

    د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپله خواله رسنۍ ټروت سوشل یوه ویډیويي پیغام کې د تازه بندیز په هکله غږېدلی دی.

    ټرمپ په خپلو خبرو کې د امریکا کولوراډو ایالت کې د هغې پېښې یادونه وکړه، چې یوه سړي د اسرائیلي یرغملو ملاتړ په موخه د راټولو شویو خلکو منځ ته پټرولي بم وغورځاوه.

    نوموړي په دې هکله وویل: ''د هغو بهرنيو اتباعو دلته راتګ زموږ هېواد له سخت خطر سره مخامخوي، چې سمه ارزونه یې نه ده شوې او هغه کسان هم چې په موقتي ویزو دلته راځي او بیا (د ویزې) له ټاکلې مودې زیات وخت دلته پاتې کېږي. موږ دوی نه غواړو.''

    ټرمپ زیاته کړه، د ده په باور هېواد یې نه شي کولای د هغو هېوادونو خلکو ته اجازه ورکړي، چې په ازادانه توګه امریکا ته سفر وکړي، چې، ''موږ پکې په خوندیتوب او باوري توګه (د خلکو) ارزونه نه شو کولای.''

    ټرمپ وايي، د نویو لګول شویو بندیزونو موده به د رامنځته شویو ''خطرونو په سختۍ'' پورې اړوند وي.

    نوموړي زیاتوي، د اصلاحاتو رامنځته کېدو په صورت کې د هغو هېوادونو پر نومونو ''بیا غور'' کېدای شي، چې د بندیزونو په دې لیسټ کې شامل دي.

  7. د ټرمپ تازه بندیز د ده د ۲۰۱۷ کال له بندیز سره څومره توپیر لري؟

    ډونلډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په مخکینۍ دوره کې د اوو مسلمان اکثریتي هېوادونو وګړو ته امریکا ته د سفر اجازې نه ورکولو امر کړی و. نیوکه کوونکو هغه پر (مسلمانانو بندیز) بللی و او د ښاغلي ټرمپ هغه امر له یو شمېر قانوني ننګونو سره هم مخامخ شوی و.

    په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا سترې محکمې له تائید مخکې په هغه مسوده کې څو تعدیلات رامنځته شوي وو. په ۲۰۱۸ کال کې بیا د امریکا هغه مهال ولسمشر جو بایډن د ښاغلي ټرمپ هغه امر لغو کړ.

    خو د شمالي امریکا لپاره زموږ خبریال جېک کوون وايي، د تازه امر نسخه زیاته ځیرکانه ښکاري. د مخکینۍ مسودې په هکله یو قانوني دلیل دا وړاندې کېده، چې ایا دا بندیز امریکا ته د سفر کوونکو لپاره د دوی د مذهب پر بنسټ د تبعیض له مخې لګول شوی دی؟

    خو په نوي بندیز کې یوازې مسلمان اکثریتي هېوادونه نه دي په نښه شوي. ټرمپ وايي، د هېوادونو نومونه د ویزې له ټاکلې مودې زیات وخت پاتې کېدو او سیاسي بې ثباتۍ پر بنسټ په لیسټ کې شامل شوي دي.

    په لیسټ کې د شاملو هېوادونو تر منځ بیا څه نا څه ورته والی لیدل کېږي. ایران، صومالیا او لیبیا هغه هېوادونه دي، چې په دواړو لیسټونو کې شامل وو.

    بل لور د پالیسي دوام له پلوه بیا یو بل توپیر هم شته. تېر ځل له ۹۰ تر ۱۲۰ ورځو پورې موده ټاکل شوې وه، خو دا ځل هېڅ ډول ضرب الاجل نه دی ټاکل شوی.

    کډوال

    د عکس سرچینه، Bloomberg via Getty Images

  8. وروستی, بندیز به کله پلی کېږي؟

    سپینه ماڼۍ وايي، دا بندیز به له ننه څلور ورځې وروسته د جون پر نهمه نېټه له ځايي وخت سره سم د شپې له ۱۲ بجو او یوې ثانیې وروسته پیل شي.

    سپینه ماڼۍ زیاتوي د امریکا حکومتي چارواکي به ''سملاسي'' له هغو هېوادونو سره په اړیکه کې شي، چې په دې موضوع کې شامل دي، چې چارو کې ''د امریکا متحدو ایالتونو سکرینینګ، تفتیش، کډوالۍ، او امنیتي اړتیاوو سره مطابقت رامنځته شي".

  9. غبرګونونه

    ونزوېلا له هغو اوو هېوادونو یو دی چې پرې جزوي محدودیتونه لګول شوي دي.

    ددغه هېواد د کورنیو چارو وزیر دیوسادو کابېیو خبرداری ورکړی چې "په متحده ایالاتو کې حضور نه یوازې د وینزویلایایانو لپاره، بلکې د هر چا لپاره لوی خطر دی."

    هغه زیاتوي: "هغه کسان چې د متحده ایالاتو د حکومت واګې په لاس کې لري بد خلک دي " دا فاشیزم دی، دوی ځانونه لوړ او د نړۍ مالکان ګڼي او زموږ خلک بې دلیله ځپي".

    په ورته وخت کې، سومالیا چې اوس پرې بشپړ سفري بندیز لګول شوی، خپله ژمنتیا ښودلې چې له امریکا سره د امنیتي مسایلو په حل کې همکاري وکړي.

    د وینزویلا د کورنیو چارو وزیر دیوسدادو کابیلو د دې اعلان په اړه په غوسه غبرګون وښود.

    د عکس سرچینه، Getty Images

    په یوه اعلامیه کې، د امریکا لپاره د سومالیا سفیر داهر حسن عبدي ویلي هېواد یې "له امریکا سره اوږدمهاله اړیکې ارزوي."

    ځینې ډیموکراتانو ژر د سفر بندیز پر وړاندې خپله ناخوښي ښودلې.

    پرېمیلا جایاپال، چې له واشنګټنه یوه کانګرسمنه ده، په یوه ټولنیز رسنیو پوسټ کې وایي: "دا بندیز به - چې د ټرمپ د لومړۍ دورې د مسلمانو پر بندیز پراخ شوی- یوازې موږ په نړیواله کچه نور هم جلا کړي."

    هغې زیاته کړه: "د یوې ټولې ډلې خلک بندول یوازې ځکه چې د هغوی د حکومت جوړښت یا دندې سره موافق نه یاست ... تور لګول په ناسم ځای کېږي."

    پرېمیلا جایاپال: "د یوې ټولې ډلې خلک بندول یوازې ځکه چې د هغوی د حکومت جوړښت یا دندې سره موافق نه یاست ... تور لګول په ناسم ځای کېږي."

    د عکس سرچینه، Reuters

    د عکس تشریح، پرېمیلا جایاپال: "د یوې ټولې ډلې خلک بندول یوازې ځکه چې د هغوی د حکومت جوړښت یا دندې سره موافق نه یاست ... تور لګول په ناسم ځای کېږي."

    یو بل ډیموکرات کانګرسمن ډون بییر وایي ټرمپ د امریکا له بنسټګرو ارزښتونو سره "خیانت" کړی دی.

    هغه په ټولنیزو رسنیو کې لیکي: "د ټرمپ د تعصب او نفرت کارول ترڅو خلک امریکا ته له ننوتلو منع کړي موږ نه خوندي کوي، بلکې یوازې موږ وېشي او زموږ نړیوالې مشرۍ ته زیان رسوي."

  10. د بندیز استثناوې کومې دي؟

    امریکا بندیز

    د عکس سرچینه، Protester holds a sign in an airport

    لکه څنګه چې سپینې ماڼۍ ویلي، دا د سفر منع فرمان یو شمېر استثناوې لري که پوره شي، نو د یادو ۱۲ هېوادونو اتباعو ته د امریکا د ننوتلو اجازه ورکول کېدای شي. دغه استثناوې دا دي:

    • هغه کسان چې د امریکا دایمي استوګنه (ګرین کارډ) لري
    • هغه کسان چې د زوی‌ولۍ (اډپشن) له لارې منل شوي وي
    • دوه تابعیته کسان که د هغه هېواد پاسپورټ وکاروي چې بندیز پرې نه دی لګېدلی
    • مذهبي یا قومي اقلیتونه (په ځانګړي ډول په ایران کې) چې د کډوالئ وېزه (پناهندګي) یې ترلاسه کړې وي
    • د کورنۍ غړي (لومړۍ درجه)، که د کډوالۍ وېزه ولري
    • هغه افغانان چې د امریکا ځانګړې وېزه لري
    • هغه کسان چې د امریکا د دولت لپاره یې کار کړی او ځانګړې وېزه لري
    • هغه کسان چې د دیپلوماتیکې وېزې له لارې د ملګرو ملتونو یا ناټو لپاره امریکا ته سفر کوي
    • ورزشکاران، روزونکي (مربیان) او د ورزشي لوبډلو غړي چې د نړیوال جام، اولمپیک یا نورو نړیوالو سیالیو لپاره بلل شوي او بریالي شوي وي.

  11. د بندیزونو لاملونه څه دي؟

    کډوال

    د عکس سرچینه، Getty Images

    سپینه ماڼۍ وايي چې دا بندیزونه د امریکا دننه د "امنیتي ګواښونو د کچې د زیاتوالي" له امله لګول شوي دي.

    ښاغلي ټرمپ لا د خپلې لومړۍ ولسمشرۍ په پیل کې د شپږو مسلمان هېوادونو پر اتباعو امریکا د سفیر بندیز ولګاوه او وروسته د پراخو اعتراضونو په پایله کې یې د شمالي کوریا په څېر نور هېوادونه هم دې لیست ته ور زیات کړل. خو د شمالي کوریا نوم په نوي لیست کې نه لیدل کېږي.

    د ټرمپ د سفر بندیز د فرمان مخالفین، په ځانګړي ډول دیموکراتان، دا اقدام یو ډول تبعیض او غیرقانوني بولي.

    ابیګیل جکسن، چې د سپینې ماڼۍ ویانده ده، د چهارشنبې په ماښام (۱۴ د غبرګولي) د دغو بندیزونو د اعلان په اړه وویل: "ولسمشر ټرمپ پر خپله ژمنه ودرېد چې د امریکایانو د خونديتوب لپاره به له بهرنیو ګواښونو او هغو کسانو سره مبارزه کوي چې د زیان رسولو په نیت امریکا ته راځي".

    هغې د امریکا سی‌بي‌اس شبکې ته وویل: "دا محدودیتونه چې له سالم عقل سره هم برابر دي، هغه مشخص هېوادونه هدف ګرځوي چې د خلکو د شالید د پلټنې او ارزونې مناسب سیستم نه لري، یا دا چې د دوی له خوا امریکا ته راغلي وګړي تر وېزې د ټاکلي وخت زیات پاتې شوي، یا هم دا هېوادونه د ګواښونو اړوند د هویت او معلوماتو شریکولو کې پاتې راغلي دي".

    د دې اجرایي فرمان د جزئیاتو په بیان کې راغلي: "د ایران دولت د ترهګرۍ ملاتړ کوي. ایران په دوامدار ډول له امریکا سره له همکارۍ سرغړونه کوي چې امنیتي ګواښونه و پېژندل وشي او دا هېواد د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د ترهګرۍ له مهمو ملاتړو دی.

    همداراز، ایران پخوا له دې انکار کړی هغه اتباع ومني چې د ایستلو (اخراج) حکم لري. له همدې امله، د ایران د اتباعو لپاره د امریکا خاورې ته د کډوالو او غیرمهاجرو په توګه د ننوتلو اجازه ځنډول کېږي."

    په فرمان کې د نورو هېوادونو لکه لیبیا، هایټي او نورو د اتباعو پر سفر بندیز لاملونه هم ذکر شوي دي.

  12. ټرمپ د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو پر اتباعو امریکا ته د سفر بندیز لاسلیک کړ

    trump

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یوه فرمان له مخې چې سپینې ماڼۍ ویلي د څو ورځې مخکې د یوه مصري سړي له لوري کلوراډو کې د یهودانو پر یوه غونډه د شوي برید په غبرګون کې صادر شوی، امریکا ته د ۱۲ هېوادونو د وګړو پر ننوتلو بندیز لګولی او همداراز یې د اوو نورو هېوادونو پر وګړو جدي محدودیتونه وضع کړي دي.

    د سي‌بي‌اس شبکې د راپور له مخې، چې د بي‌بي‌سي همکاره شبکه ده ویلي، دا د سفر بندیز د ځانګړو حالاتو لپاره لېرې کېدای شي.

    د دغه نوي فرمان له مخې، د افغانستان، ایران، یمن، لیبیا، سودان، سومالیا، استوایی ګیني، چاد، کانګو، برما، اریتریا او هایتي هېوادونو اتباعو ته امریکا ته د ننوتو اجازه نشته، پرته له دې چې دا کسان د امریکا قانوني استوګن وي یا له مخکې یې د امریکا وېزه ترلاسه کړې وي.

    په فرمان کې همداراز د اوو نورو هېوادونو اتباعو ته هم جدي محدودیتونه وضع شوي دي. په دې هېوادونو کې ترکمنستان، بروندي، کیوبا، لاووس، وینزویلا، توګو او سیرا لیون هم دي.

    سپینې ماڼۍ ویلي، دغه بندیزونه به د راتلونکي دوشنبې - د جون ۹مه - عملي شي.