مشهور ممثل او ټوکمار میراوس (حیات خان) ومړ

د عکس سرچینه، Social media
د پښتو مشهور ممثل او ټوکمار میراوس (حیات خان) د ۷۰ کالو په عمر په خیبر پښتونخوا کې وفات شو. میراوس له اوږدې مودې راهیسې ناروغ و او درملنه یې کېده.
ازاد خبریال سلمان یوسفزي د میراوس کورنۍ غړو له خولې بيبيسي ته وویل، میراوس د شکرې یا ډایبیټيز (Diabetes) په ناروغۍ اخته و. له څه مودې راهیسې د پېښور په یوه روغتون کې بستر و او همالته مړ شوی دی.
میراوس له اوږدې مودې راهیسې د راډیو-ټلویزیون او تیاتر دریځ له لارې تمثیل کاوه، ټوکې ټکالې یې کولې او د تمثیلي پارچو په بڼه یې طنزیه پروګرامونه وړاندې کول.
نوموړي نه یوازې په خیبر پښتونخوا بلکې د پاکستان په نورو سیمو او افغانستان کې هم ګڼ شمېر مینهوال موندلي وو.
له پاکستان بهر هم یې سفرونه کړي وو او د بهر مېشتو پښتنو پر وړاندې یې هنري پروګرامونه وړاندې کړي وو.
میراوس د خیبر پښتونخوا، چارسدې په ملا خېل کلي، کې زېږېدلی و او په لومړي سر کې یې له ځايي راډیو خپل هنري سفر پیل کړی و.
میراوس د سيډيګانو او ویډیويي کلېپونو له رواجېدو مخکې په غږیزه بڼه د ټېيپ ریکارډ په کسېټونو کې طنزیه پارچې خپرولې او وروسته یې د سټېج ډرامو له لارې هم هنري سفر دوام وکړ.
میراوس د "خندا په ټوکو-ټوکو کې" سرلیک لاندې د ټوکو ټکالو یوه ټولګه هم خپره کړې ده.
پروفیسر محمد سهیل، د چارسدې تاریخ نومي کتاب کې، لیکي چې د جنوب اسیا په برونای دارالسلام هېواد کې د میراوس هنر ته د درناوي په پار د هغه یوه مجسمه هم ځای پر ځای شوې ده.
له میراوس یې مېرمن او پنځه اولادونه پاتې دي. ټول یې زامن دي.
د میراوس زوی فهد خان ازاد خبریال سلمان یوسفزي ته وویل، "د جنازې مراسم به سبا جمعه، د خیبر پښتونخوا، چارسدې، په تنګي، سیمه کې ادا کېږي او همالته به په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شي."
میراوس ته د پاکستان حکومت له لوري د "پرایډ اف فارفامنس" یا هنر درناوي په نامه جایزه هم ورکړل شوې وه.
د بي بي سي خبریال پاینده څرګند وايي، "میراوس له لومړنیو هنرمندانو یو و، چې لومړی ځل یې د پښتو خورا مشهور موسیقي کمپوزونه او سندرې په طنزیه ډول بدلې کړې. ښاغلی څرګند وايي، له دې سره نه یوازې د پښتو طنز په برخه کې یو لوی بدلون راغی، بلکې د دې سندرو اصلي بڼې اورېدو ته هم د خلکو لېوالتیا زیاته شوه، چې د دې سندرو لپاره هم د لا زیات شهرت لامل شوه."
که څه هم د خیبر پښتونخوا او افغانستان په بانډارونو کې د ټوکو- ټکالو لړۍ ډېره اوږده مخینه لري، خو میراوس له هغو مخکښو کسانو یو و، چې په نوې بڼه یې د راډیو، ټلویزیون او دریځ له لارې د طنز په ژبه د ټولنې ناخوالو ته د خلکو پام واړاوه.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ Facebook پای