افغان کرېکټ بورډ وايي، ایرلنډ سره سیالیو لپاره پر نویو نېټو کار کوي

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، هڅه کوي له ایرلنډ سره د سیالیو لپاره نوی مهالوېش وټاکي. د ایرلنډ کرېکټ بورډ اعلان کړی، چې د مالي ستونزو له امله یې د افغانستان پر وړاندې خپله بشپړه لوبلړۍ ځنډولې ده.

ټاکل شوې وه چې د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبلړۍ کې، یوه ټېسټ، درې نړیوالې یو ورځنۍ او درې نړیوالې شل اوریزې سیالۍ د روان ۲۰۲۵ کال په اګسټ میاشت کې ترسره شي.

د افغانستان کرېکټ بورد اجراییوي مشر نصیب خان ویلي،: "د ایرلنډ کرېکټ بورډ اجراییوي رییس وارن ډوټرم د مارچ میاشتې په اتمه نېټه له ما سره اړیکه ونیوله او ویې ویل چې د مالي ستونزو له امله سږ کال زموږ کوربتوب نه شي کولی، خو په راتلونکي ۲۰۲۶م کال کې یې د یادو سیالیو د کوربتوب لپاره خپله لېوالتیا وښوده. هغه وویل "موږ د دوی مالې ستونزې درک کوو او له دوی سره په اړیکه کې یو او د دغو سیالیو لپاره به داسې مهالوېش غوره کړو چې د دواړو لوریو لپاره مناسب او د منلو وړ وي."

د افغان کرېکټ بورډ له خوا په یوې ویناپانه کې راغلي، "د افغانستان کرېکټ بورډ ژمن دی چې د کرېکټ نړۍ له ټولو غړو هېوادونو سره ښې اړیکې وساتي او له ایرلنډ کرېکټ بورډ سره له خپلو غوره اړیکو په ګټه اخیستنې سره هڅه کوي چې یاده لوبلړۍ بیا ځلې تنظیم او ترسره کړي."

ایرلنډ د نورو لوبو کوربه

له دې سره هممهاله ټاکل شوې چې د ایرلینډ لوبډله په راتلونکې سپتمبر میاشت کې د انګلنډ پر وړاندې په خپل کوربه توب شل اوریزې لوبې وکړي، او همدارنګه په می او جون کې د ویسټ انډیز پر وړاندې به د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کوربتوب وکړي.

د ایرلینډ کرېکټ بورډ اجراییوي مشر وارن ډیوټرم ویلي: " د افغانستان پر وړاندې یوه پلان شوی لړۍ به د مالي دلایلو له امله ترسره نه شي."

ښاغلی وارن ډیوټرم زیاتوي، "دا پرېکړه زموږ د لنډ مهاله بودیجې محدودیتونو د مدیریت یوه برخه ده، او موږ اړ یو چې د بورډ له تنظیم شویو چارو سره سم عمل وکړو."

د ایرلینډ ښځینه لوبډله به د جولای په میاشت کې د دریو شل اوریزو او دوو یو ورځنیو لوبو لپاره د زیمبابوې لوبډلې کوربنه وي او راتلونکې میاشت به یې د دریو یو ورځنیو لوبو لپاره پاکستان کوربتوب هم وکړي.