د شري لنکا د نوي ولسمشر کيڼ اړخ‌پالي اېتلاف پارلماني ټاکنې ګټلې دي

د شري لنکا د نوي مشر کیڼ اړخ پالې ټلوالې د دغه هېواد له وخت وړاندې پارلماني ټاکنو کې پراخه بریا ترلاسه کړې ده.‌

رسمي پایلې ښیي چې د ولسمشر 'انورا کمارا ډیسانایاکې' د خلکو ملي ځواک (اېن‌پي‌پي) ټلوالې د پارلمان د ۱۵۹ څوکیو په ګټلو سره، دوه پر درېیمه برخه اکثریت ترلاسه کړی دی.

ډیسانایاکې، چې په سپتمبر کې ولسمشر وټاکل شو، په دغو ټاکنو کې غوڅ اکثریت ته اړتیا درلوه چې د فساد پر ضد د مبارزې او د ثبات بېرته راګرځولو ژمنې عملي کړای شي.

هغه دا ژمنې شري لنکا کې تر ټولو له ناوړه اقتصادي کړکېچ وروسته ورکړې دي.‌

ډېرو رای ورکوونکو ته په ډغو ټاکنو کې یوه ډېره مهمه مسله ګراني‌ وه.

شنونکو وار له مخه اټکل کړی و چې اېن‌پي‌پي‌ به په دغه ټاکنو کې ښه وځلېږي، خو دا مالومه نه وه چې ایا د اصلاحاتو راوستلو او خپلو ژمنو عملي کولو لپاره دوه پر درېیمه برخه اکثریت وګټلی شي‌ که څنګه.‌

اوس د ټاکنو پایلې ښيي، چې دغه اېتلاف ۶۲ سلنه رایې خپلې کړې دي.

د ۵۵ کلن ډیسانایاکې 'جنتا ویموکتي پېرامونا' یا (جی‌وي‌پي) ګوند،‌ چې اوس د اېن‌پي‌پي ټلوالې مشري کوي، تېره اسمبلۍ کې یوازې ۳ څوکۍ درلودې.

نوموړي مخکې خبریالانو ته ویلي وو، دی پر دې باور دې "دا ټاکنې ډېرې مهمې دي او په شري لنکا کې به د بدلون لامل ګرځي".

په دغو ټاکنو کې د اپوزېسیون د اېتلاف مشري ساجینت پرېماداسا کوله، چې ډیسانایاکې په ولسمشریزو ټاکنو کې ماته ورکړې وه.

ډیسانایاکې تر ولسمشر کېدو لږ وروسته له وخت د وړاندې پارلماني ټاکنو غوښتنه وکړه، چې د خپلو پالیسیو تعقیب لپاره تازه ماموریت پیل کړای شي.

هغه ویل له داسې پارلمان سره کار ته دوام ورکول بې ګټې دي، چې پر داسې مسیر روان نه دی چې خلک یې غواړي.

د پخوانۍ واکمنې 'راجاپاکسا' کورنۍ د مخکښو غړو په ګډون، نږدې دوه پر درېیمه برخه پخوانیو استازو دا ځل بیا پارلمان ته ځانونه نه وو نومولي.

د پارلمان له ۲۲۵ څخه ۱۹۶ غړي نېغ په نېغه د خلکو په رایه وټاکل شول. پاتې څوکۍ ګوندونو ته د ترلاسه کړو رایو د سلنې له مخې ورکول کېږي چې د تناسب استازیتوب یې بولي.

انفلاسیون او همدا راز د خوړو او تېلو کمښت په ۲۰۲۲ کال شري لنکا کې سیاسي بحران رامنځ ته کړ چې پایله کې یې ولسمشر ګوتابایا راجاپاکسا ګوښه کېدو ته اړ شو.

د هغه ځایناستې 'رانیل ویکرېماسېنګې' وکړای شول چې د پیسو له نړیوال صندوق د ۳ میلیارد ډالرو په ارزښت مرستندویه ټولګه ترلاسه کړي، خو ډېر شري لنکایان اوس هم اقتصادي ستونزې ګالي.

۲۶ کلنې منجولا دیوي چې کولمبو ته نږدې د ازادې سوداګرۍ کټونایېکې زون کې د جامو په یوه کارخونه کې کار کوي، بي‌بي‌سي ته وویل، "موږ لا هم له هغو ستونزو سره لاس او ګرېوان یو چې پخوا ورسره مخامخ وو. موږ لا هم ان د خپلو ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره مالي مرسته نه لرو."

په تېرو څلورو کلونو شري لنکا کې د هغو خلکو شمېر ۲۵ اعشاریه ۹ ته لوړ شوی، چې د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي. نړیوال بانک تمه لري چې د دغه هېواد اقتصاد به په ۲۰۲۴ کې یوازې ۲ اعشاریه ۲ سلنه وده وکړي.

له تکراري سیاسي څېرو د خلکو ناخوښي کیڼ اړخ ته له لېوال ډیسانایاکې سره د سپتمبر میاشتې په ولسمشریزو ټاکنو کې ډېره مرسته وکړه.

د هغه ګوند په دودیز ډول اقتصادي مسایلو کې د ځواکمنې دولتي مداخلې او ټیټو مالیاتو ملاتړ او همدا راز د کیڼ اړخو اقتصادي پالیسیو لپاره کمپاین کړی و.

ډیسانایاکې د شري لنکا لومړی ولسمشر شو چې له ۵۰ سلنې په کمو رایو سره وټاکل شو. ډېر څارونکي فکر کوي چې د هغه اېتلاف به دا ځل ښه کار وکړي.

په اپوزیسیون کې د شاملو ګوندونو ترمنځ بیلتون، په کوچنیو ډلو او یا خپلواکو نوماندانو یې وېشتل کېدل هم تر یوه ځایه د هغه له اېتلاف سره مرسته کوي.

څارونکي وايي چې د (جی‌وي‌پي) په مشرۍ ټلوالې د اپوزیسیون پرتله ډېر متحرک کمپاین پر مخ وړی دی.

په هره توګه، دغه اېتلاف به اوس د خپلو کمپایني ژمنو د ترسره کولو او عملي کولو لپاره تر سخت فشار لاندې وي.

ډیسانایاکې ژمنه کړې چې د هېواد پور بېرته ورکوي، سیاسي کلتور به یې سموي او د پخوانیو ادارو غړي به د فساد له کبله مجازات کړي.

د شري لنکا اقتصادي وضعیت لا ناڅرګند دی - او اصلي تمرکز لا هم د اړینو توکو او خدماتو پر برابرولو دی. دا چې دغه هېواد څنګه له دې نقطې د پرمختګ پر لوري ځي، دا به یې د نوي حکومت لپاره یوه اصلي ننګونه وي.