ټرمپ پر افغان توکو هم تعرفه اعلان کړې

While Donald Trump has no public events this morning, he's posted on his Truth Social platform, appearing to make reference to his latest tariffs announcement.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، ښاغلي ټرمپ وړاندوینه کړې چې له نویو تعرفو څخه تر لاسه کېدونکې پیسې به د امریکا ملي پور کم او د دغه هېواد تولید او اقتصاد به ځواکمن کړي.

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا د نویو لګول شویو تعرفو په نوملړ کې افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې امریکا ته پر صادراتو یې لس سلنه تعرفه وضع شوې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، دغه هېواد امریکا ته په کال کې د څه کم لس میلیونو ډالرو توکي صادروي چې مهم هغه یې زعفران، وچه مېوه، قالینې، لاسي صنایع او د قیمتي کاڼو په ګډون ځینې کاني توکي دي.

د یادولو ده چې افغانستان له امریکا پر واردېدونکو ۴۹ سلنه تعرفه اخلي چې له دغه هېواده ډېری واردېدونکي توکي یې درمل او ځینې ټېکنالوجیکي او برېښنايي وسایل ښودل شوي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر محمد یونس مومند وايي، له امریکا سره د افغانستان سوداګرۍ کچه کمه او دغه تعرفې به پرې چندان منفي اغېز ونه کړي.

د افغانستان ګاونډي

پاکستان: امریکا د پاکستان پر صادرېدونکو توکو ۲۹ سلنه تعرفه لګولې ده. امریکا ته د پاکستان مهم صادراتي توکي ټوکر، اغوستوکي، څرمن، بوره، غله، مېوې او ځینې کاني مواد دي چې د رپوټونو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې له پاکستانه امریکا ته پنځه اعشاریه یو میلیارډ ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي وو. امریکا ته د پاکستان د سیال او ګاونډي هند پر صادراتو بیا ۲۶ سلنه تعرفه وضع شوې ده.

هند: د هند د بل ګاونډي بنګله دېش پر صادراتو بیا ۳۷ سلنه تعرفه لګول شوې ده. د جنوبي اسیا له هېوادونو سره د واشنګټن د اړیکو کارپوه مایکل کوګېل‌مېن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، پاکستان او بنګله دېش چې واردمخه له اقتصادي فشارونو سره مخامخ دي، د ډونلډ ټرمپ نوې تعرفې به یې په ځانګړي ډول د ټوکرانو صنعت خورا اغېزمن کړي.

چین: د ټرمپ د نویو تعرفو په نوملړ کې د سیمې د بل لوی اقتصاد لرونکي هېواد چین چې د امریکا سیال هم دی، پر صادراتو ۳۴ سلنه نوې تعرفه لګول شوې ده. د دغه هېواد پر صادراتو له پخوا هم ۲۰ سلنه تعرفه وه چې په دې حساب به امریکا ته د چین له صادراتو ټوله ۵۴ سلنه تعرفه اخیستل کېږي.

امریکا

د عکس سرچینه، Reuters

په ورته وخت کې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا چهارشنبه امریکا ته پر ټولو وارداتي توکو اعلان شوې تعرفې د نړۍ د بېلابېلو مشرانو له غبرونونو سره مخامخ شوې.

په دغو تعرفو کې له بریتانیا، اروپايي ټولنې، جاپان، اسرائيل، استرالیا او سویلي کوریا نیولې چې د امریکا نږدې نړیوال متحدان دي تر چین، هند او پاکستانه د نړۍ ګڼ هېوادونه په نښه شوي.

د اروپايي کمېسیون مشرې اورسولا ون‌دېرلاین د ټرمپ تعرفې د نړۍ اقتصاد ته لوی ګوزار بللی دی.‌

"موږ پر پولادو د امریکا د تعرفو په غبرګون کې وار له مخه د ځوابي ګامونو لومړۍ ټولګه بشپړوو. موږ اوس د خپلو ګټو او خپلې سوداګرۍ د ساتنې لپاره د نورو متقابلو اقداماتو لپاره هم چمتووالی نیسو، البته، دا په هغه صورت کې که زموږ خبرې اترې ناکامې شي. موږ به دا هم له نږدې څارو چې [د امریکا نوې تعرفې] نورې کومې نامستقیمې اغېزې لرلی شي، ځکه چې موږ له خپل ظرفیت څخه د نړۍ د تولید اضافي بار نه شوی وړی او نه به موږ په خپلو بازارونو کې له اړتیا زیات توکي ومنو. د اروپایانو په توګه به موږ خپلو ګټو او ارزښتونو ته وده ورکړو او ننګه به یې وکړو."

تر دې مخکې د ایټالیا او جرمني‌ په څېر اروپايي هېوادونو د "سوداګریزې" جګړې د پیلېدو د احتمال خبرداری ورکړی و.

د ایټالیا لومړې وزیرې جورجیا مېلوني ویلي، د امریکا دغه نوې تعرفې ایټالیوي تولیدونکو ته سخت زیان اړولی او با‌کیفیته ایټالیايي توکو ته د امریکایانو لاسرسی محدودلی شي.

د اپریل دویمې اعلان

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ‌ چارشنبه (د اپرېل۲مه) د بریتانیا او اروپايي‌‌ ټولنې په ګډون د نړۍ له بېلابېلو هېوانو څخه امریکا ته پر صادرېدونکو تونکو د نویو تعرفو جزییات خپاره کړل. هغه اعلان وکړ چې امریکا ته پر ټولو واردېدونکو موټرونو سر له همدا نن شپې ۲۵ سلنه تعرفه وضع کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې تر راتلونکو درېیو ورځو (د اپرېل ۵مه) به پر نورو ټولو وارداتي توکو هم لږترلږه ۱۰ سلنه تعرفه پلې شي.

ډونلډ ترمپ د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته د امریکا پر صادراتي توکو او مقابل کې یې اوس د ده د ادارې لخوا امریکا ته له دې هېوادونو پر ورتلونکو توکو د دغو نویو تعرفو اندازه پر یوه بورډ لیکلې او رسنیو ته وښوده.

هغه د بریتانیا پر صادراتي توکو تعرفه لس سلنې، د اروپايي ټولنې ۲۰ سلنې او د یو شمېر نورو بیا هېوادونو ان ۵۰ سلنې ته لوړه کړې ده.‌

امریکا
د عکس تشریح، د ابي خط کالم کې د امریکا پر صادراتي توکو او د زېړ خط کې د امریکا لخوا د نویو اعلان شویو تعرفو اندازه ښکاري

ټرمپ خپله وینا کې ځینو هېوادونو ته په اشارې ادعا وکړه چې ګوندې له امریکا سره په سوداګرۍ کې "درغلي" کوي او امریکایان د ډېرې تعرفې پرېکولو ته اړباسي.

نوموړي په دې لړ کې د استرالیا یادونه وکړه چې دده په وینا له امریکا غوښه نه پېري. ټرمپ وویل اروپايي‌ ټولنه له امریکا د چرګانو په پېرلو کې سرغړونه کوي او د چین، جاپان او سویلي کوریا په څېر اسیايي‌ هېوادونه یې نه پرېږدي چې هلته خپلې ورېژې وپلوري.

ټرمپ ګواښ وکړ چې د ځینو هېوادونو پر صادراتي توکو به تعرفه د اپرېل له ۹مې وروسته نوره هم لوړه شي. امریکايي ولسمشر وویل، پر هغو کمپنو هېڅ ډول تعرف نه لګول کېږي، چې خپل محصولات په امریکا کې تولیدوي.‌

نوموړي وویل "که تاسې خپل محصولات دلته په امریکا کې جوړوئ، نو پر تاسې تعرفې نه اطلاقېږي."

ټرمپ

د عکس سرچینه، Reuters

د امریکا ولسمشر سپینه ماڼۍ کې د خبري غونډې پر مهال وویل چې پر وارداتي توکو تعرفې د دې لپاره لوړوي چې د امریکا د اقتصاد له رغېدو سره مرسته وکړي.‌ هغه په دې تړاو خپله شاوخوا ۵۰ دقیقه‌يي‌ وینا کې په وار وار یادونه وکړه چې تګلارې او سیاستونه به یې د امریکا اقتصاد "زرین پېر" ته وګرځوي.

نوموړي نننۍ ورځ (د اپرېل دویمه) د امریکا د اقتصادي ازادۍ ورځ وبلله او ویې ویل چې د ده پروګرامونه به متحد ایالتونه "بېرته شتمن" کړي.‌ هغه ادعا وکړه چې تاریخ به یې د دې پرېکړې د سموالي شاهد وي او دا چې امریکایان به په راتلونکي وخت کې دې ورځې ته په کتو ګوري چې دی سم و.‌

ډونلډ ترمپ وویل چې ژر به ورته د بېلابېلو هېوادونو لخوا له تعرفو د معافیت ترلاسه کولو لپاره تلېفونونه پیل شي،‌ خو د نوموړي په وینا دوی لپاره یې پیغام دا دی چې "لومړی له خپله اړخه تعرفې ختمې کړئ، له خپلو اسعارو ناسمه ګټه مه اخلئ او د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د امریکايي توکو پېرل پیل کړئ."