د افغانستان ښځینه کرېکټ لوبډلې له ای سي سي وغوښتل چې د کډوالو ټیم جوړ کړي

  • Author, سټیفهان شیمېلت
  • دنده, د کرېکټ برخې لیکوال

د افغانستان مخکینۍ کرېکټ ښځینه لوبډلې د کرېکټ له نړیوالې شورا یا ای سي سي وغوښتل، مرسته ورسره وکړي، چې د کډوالو تر نوم لاندې خپل ټیم په اسټرالیا کې جوړ کړي.

د افغانستان د کرېکټ ښځینه لوبډله ۲۰۱۰ کال کې جوړه شوه، خو په ۲۰۲۱ کال کې چې طالبان بیا واک ته ورسېدل له منځه لاړه.

د طالبانو حکومت پوهنتونونو، پارکونو، سپورت ځایونو ته ښځې له ورتګه منع کړې دي.

دا د ای سي سي له مهمو اصولو څخه دي، چې بشپړغړیتوب لرونکي یې د ښځو ملي ټیم باید ولري.

افغانستان د کرېکټ د نړیوالې شورا یو له بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو څخه دی، چې د نارینه وو ټیم یې پنځه ورځنیو (تېسټ) لوبو کې خپل ځای همهغه ډول ساتلی او د روان ۲۰۲۴ کال په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې ان تر نیمه پایلوبو ورسېدل.

یو شمېر افغان کرېکټ ښځینه لوبغاړو د ای سي سي مشر ګرېک بارکلي ته په لیک کې لیکلي:

"د افغان کډوالو ټیم جوړول موږ ته فرصت راکوي، چې د پولو له پام کې نیولو پرته لوبه وکړو، لوبډلمشرې شو او د کرېکټ یو ټیم اداره کړلی شو. "

دوی زیاته کړې: " د دې ټیم جوړول به ټولو هغو افغان مېرمنو ته زمېنه برابره کړي، چې غواړي تر یوه بیرغ لاندې د خپل هېواد په استازیتوب راټولې شي."

د افغانستان د ښځو ټیم نهه کاله وروسته له هغه جوړ شو، چې د طالبانو لومړنۍ واکمنۍ د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو لخوا ړنګه شوه.

د افغانستان کرېکټ بورډ (اې سي بي) په پیل کې ښځو ټیم ته په څو نړیوالو سیالیو کې د لوبېدو اجازه ور نه کړه او ویل یې، چې طالبانو ورته "ګواښونه" کړي دي.

یاد کرېکټ بورډ په ۲۰۲۰ کال کې ۲۵ ښځینه کرېکټرانو ته قراردادونه ورکړي وو، چې له یوه کاله په کم وخت کې طالبانو واک ونیو او د افغان ښځینه لوبغاړو نړیوال پرمختګ ته د پای ټکی کېښودل شو.

همدارنګه له ۲۰ زیاتې افغان ښځینه کرېکټ لوبغاړې له هېواده ووتلې او اوس په اسټرالیا کې ژوند کوي.

د دوی په لیک کې راغلي:

"موږ له ای سي سي څخه غوښتنه کوو، چې په اسټرالیا کې د کډوالو د یوه ټیم په جوړولو کې له موږ سره مرسته وکړي."

"د دې ټیم له لارې موږ د هغو ټولو افغان مېرمنو استازیتوب کوو، چې د کرېکټ لوبې کولو هیلې لري خو په افغانستان کې نشي ترسره کولی. د کډوالو ټیم له جوړولو څخه زموږ موخه دا ده، چې خپله وړتیا وښيو او وده ورکړو. افغانستان کې پاتې مېرمنو ته یو ډول هیله وروبخښو. د ښځو هغو ستونزو ته پام را واړو، چې افغانستان کې ورسره مخامخ دي. لکه څنګه چې د افغانستان د نارینه وو ټیم وتوانید، موږ هم هوډ لرو چې په لوړه کچه سیالي وکړو. موږ غواړو هغه نجونې او مېرمنې وګومارو او وروزو، چې له کرېکټ سره مینه لري. نړۍ ته د افغان مېرمنو وړتیا وښيوو او هغه سترې بریاوې وښيوو چې د مشرتابه لخوا فرصت ورکولو او ای سي سي مالي ملاتړ په مټ یې ترلاسه کولی شو."

د افغان مېرمنو دا غوښتنه له ای سي سي سره شریکه شوې ده.