ايا ټرمپ له پيله غوښتل په تعرفو چين وځپي؟

یادونه: د اپریل پر ۱۲مه، د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادارې ځيرک موبايلونه، کمپیوټرونه او ځینې نور برېښنایی وسایل له "متقابلو تعرفو معاف کړل".

US President Donald Trump attends a bilateral meeting with China's President Xi Jinping during the G20 leaders summit in Osaka, Japan, June 29, 2019.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له چين سره د سوداګريزې شخړې سربېره د دغه هېواد ولسمشر شي جېنپېنګ یو "هوښیار سړی" بللی دی.

د ډونلډ ټرمپ د تعرفو پراخ پلان په پیل کې پر ګڼ شمېر هېوادونو حتی د ځینو پخوانیو متحدینو پر وارداتي توکو هم ماليې ولګول شوې.

خو د اپرېل پر ۹مه، یوازې څو ساعته وروسته له دې چې دا پلان عملي شو، ټرمپ اعلان وکړ چې د نژدې ټولو هېوادونو لپاره به تعرفې تر ۹۰ ورځو وځنډوي، او پر ځای به یې یوازې له چین سره پر سوداګريزې جګړې پام ورټول کړي.

دغه اعلان ځینو شننونکو ته دا پوښتنه راپورته کړې چې ایا ټرمپ له پیله غوښتل چین په نښه کړي؟

د روان کال د جنورۍ په مياشت کې کله چې نوموړی ولسمشر شو د سوداګرۍ پر موضوع يې تر ډېره پام ورټول و او پر بېلابېلو هېوادونو يې تعرفې ولګولې. ټرمپ ادعا کوي چې د امریکا سوداګریز شریکان له ډېرې مودې راهیسې د امریکا له اقتصادي سيستم څخه ګټه پورته کوي او دا کار د کورنیو صنعتونو لپاره زیانمن بولي.

د اپرېل پر ۲مه د هغه د تر ټولو ستر او لانجمن اجرائیوي فرمان له مخې پر ګڼ شمېر هېوادونو تعرفې ولګول شوې، چې ورسره د ونډو بازار سقوط وکړ او د نړیوالې سوداګرۍ د جګړې اندېښنې راپورته شوې.

وروسته له دې چې پر لسګونو هېوادونو د ۹۰ ورځو لپاره د تعرفو د ځنډېدو اعلان وشو، سپینې ماڼۍ وویل چې دا له پیله د ټرمپ د پلان یوه برخه وه، چې پر پراخه کچه تعرفې ولګوي، بیا یې وځنډوي او له هر هېواد سره جلا جلا خبرې پیل کړي.

خو پر چين لګول شوې تعرفې ونه ځنډول شوې.

برعکس، ټرمپ پر چينايي وارداتو تر ۱۴۵ سلنې پورې تعرفه وضع کړه. امریکايي چارواکي وايي، اصلي موخه چین ته سزا ورکول او دغه هېواد خبرو ته اړ ایستل دي.

د امریکا د ماليې وزير سکاټ بېسنټ خبريالانو ته وويل، "هغوی د امریکا د سوداګرۍ د ستونزو تر ټولو ستر لامل دي. او په حقیقت کې، هغوی د نړۍ لپاره هم یوه ستونزه دي."

خو د نړۍ له دویم لوی اقتصاد سره دا جګړه پیلول یو خطرناک ګام دی. چین په ځواب کې اعلان وکړ چې پر امریکايي توکو ۱۲۵ سلنه تعرفه لګوي او د اپرېل له ۱۲ مې به عملي کېږي.

ټرمپ چې کوم ګامونه اخلي، ښایي د پخواني ولسمشر بارک اوباما د هغه پالیسۍ دوام وي، چې غوښتل یې د امریکا پام ختیځ ته واړوي او د چین د زیاتېدونکې اغېزې او ځواک مخه ونیسي.

لیکوال او سياسي شنونکی ټېم مارشل تېره اوونۍ بي بي سي ته وويل، "دا نوې دوره ده او اقتصاد يې مهم اړخ دی. زه باور لرم دا هر څه د چین په اړه دي. پر بريتانیا او اروپا تعرفې له پيله نرمېدونکې وې، اصلي هدف چين و".

Girls play next to the Bund Bull sculpture in Shanghai on April 9, 2025

د عکس سرچینه، Getty Images

چین نه په شا کېږي

نژدې له هغه چې ټرمپ بېرته سپینې ماڼۍ ته راغلی، چین او امریکا د سختې سوداګريزې جګړې ښکار دي.

د چین د سوداګرۍ وزارت د ټرمپ تعرفې "یو بې‌مانا د شمېرو لوبه" بللې ده.

یاد وزارت زیاته کړې، "که امریکا همداسې تعرفې ولګوي، چین به هېڅ ارزښت ورنه کړي".

د بی‌بی‌سی د چین خبریال سټېفن مکډانل وایي، د بیجېنګ مشرانو په بیا بیا د ټرمپ اداره "زورواکه" بللې، او وایي دوی ورته تسلیمېدو ته چمتو نه دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ هم تازه د ټولنیزو رسنیو له لارې د ماو زېدونګ انځورونه خپاره کړي، چې پکې د کوریا جګړې پر مهال یې امریکا ته ویلي، "هر څومره چې دا جګړه دوام ومومي، موږ به کله هم تسلیم نه شو."

هغې پورتنۍ لیکنې ته خپل نظر هم ورزیات کړی، "موږ چینایان یوو. موږ له پارونې نه وېرېږو. موږ نه وروسته کېږو."

مکډانل وايي، چین ښايي تر بل هر هېواد ډېر پیاوړی موقف ولري چې دا دریځ وساتي.

China's president Xi Jinping and US president Donald Trump
د عکس تشریح، شنونکي وايي د ټرمپ اداره چین په نړیواله کچه خپله تر ټولو لويه ننګونه بولي

چین د امریکا تر فشار لاندې څومره زیانمنېدونکی دی؟

تر دې وروستۍ تعرفوي جګړې مخکې، امريکا ته د چین صادراتو د دغه هېواد د ناخالصو کورنيو تولیداتو شاوخوا ۲ سلنه جوړوله.

د بريتانیا په "سټي انډېکس" شرکت کې یوې مشرې بازار شنونکې فیونا سینکوتا، بي‌بي‌سي ته ویلي، "د ټرمپ د لومړنۍ دورې پرتله اوس مهال امریکا ته د چين لږ توکي صادرېږي. چین هڅه کړې چې پر امریکایي صادراتو تکیه کمه کړي. اوس شاوخوا ۱۳ سلنه د چین صادرات امریکا ته ځي، حال دا چې د ټرمپ په لومړۍ دوره کې دا کچه ۲۶ سلنه وه."

نور شنونکي هم وایي، بیجینګ ښايي د ټرمپ اقتصادي اقدامات له وړاندې اټکل کړي وو.

د اکانومېسټ مجلې مدير ډېوېډ ريني چې تازه له چينه راستون شوی بي بي سي ته وويل، "هغوی له ډېرې مودې راهیسې چمتووالی نیولی دی".

ده زیاته کړه، "هغوی د امریکا پر وړاندې لنډمهاله دفاعي تدابیر نیولي، خو د اوږدمهاله بدلون هڅه هم کوي، هڅه کوي چې خپل اقتصاد له سخت صادراتي تړاوه راوباسي او توازن برابر کړي."

له امریکا سره د سوداګريزې جګړې له کبله، داسې ښکاري چې د چین ولسمشر شي جینپینګ د نويو سوداګریزو شریکانو په لټه کې دی.

چین پر هغو هېوادونو چې د تعرفو له امله زیانمن شوي د یو موټي کېدو غږ کړی.

شي جینپینګ د اپرېل پر ۱۱مه د اسپانیا له لومړي وزير پدرو سنچېز سره په لیدنه کې وویل چې چین او اروپایي ټولنه باید په ګډه د ټرمپ ادارې د "یو اړخیزه زورواکۍ سیاست" پر وړاندې یوځای ودرېږي.

تمه ده چې شي جینپینګ د دې میاشتې په ترڅ کې نورو هغو هېوادونو لکه ويتنام، ماليزيا او کامبوډيا ته هم سفر وکړي چې د ټرمپ له تعرفو سخت اغېزمن شوي دي.

د چین لومړي وزير لي چیانګ د اروپایي کمیسیون له مشرې اورسولا فن در لاین سره هم خبرې کړې، تر څو یو "پياوړی، ازاد، عادلانه او د برابر میدان پر بنسټ ولاړ سوداګریز نظام" ته وده ورکړي.

د چین د سوداګرۍ وزیر، وانګ وینتاو، هم د اروپایي ټولنې، سعودي عرب او سویلي افریقا له چارواکو سره خبرې کړې دي.

Chinese national flags waving in front of shipping containers at the Yangshan Port outside Shanghai, China on 7 February

د عکس سرچینه، Reuters

چین ته احتمالي ګواښونه

یو دلیل چې ولې چین له نورو هېوادونو سره اړیکې نیسي، دا هم کېدی شي چې هغوی ته ډاډ ورکړي.

که څه هم چین کولی شي به امریکا کې خپل بازار په نورو بدل کړي، خو دا کار ښايي د نوو بازارونو لپاره ستونزې جوړې کړي، او د بیجینګ لپاره یو دیپلوماتیک سرخوږی شي.

ډېویډ ریني وایي، "که د چینايي صادراتو یوه څپه نوي بازارونه ونیسي، او د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې کار او فرصتونو ته زیان ورسوي، دا به د چین د مشرتابه لپاره یو لوی سیاسي او جیوپوليټیکي سرخوږی وي."

بله ستونزه کېدی شي کورنی بازار وي. که څه هم د چین یو شمېر مصرفوونکو بي‌بي‌سي ته ویلي چې که امریکایي توکي ګران شي، نو دوی به ځایي برانډونو ته مخه کړي، خو اوس مهال د چین اقتصاد له ډېفلېشن يا ډېفلاسيون سره مخ دی.

رسمي شمېرې ښيي چې د انفلاسیون اندازه، په مارچ کې پرله‌پسې دویمه میاشت هم راټیټه شوې. داسې ښکاري چې دننه هېواد کې غوښتنه یا تقاضا کمه ده.

د امریکا یو سیاسي څېړونکی پروفیسور ګراهم الېسن، چې تازه له چینه راستون شوی، وایي، شي جینپینګ پوهېږي چې چین او امریکا ښايي یوه اقتصادي جګړه کې ښکېل شي، او دی یوه 'توپاني' حالت لپاره چمتو دی."

الېسن وایي، "تر هغو شواهدو چې ما لیدلي، چین د هر سکتور لپاره چمتووالی نیولی، تر څو که دا پېښه وشوه، مقاومت وکړي او متقابل غبرګون وښيي."

نوموړی زیاتوي، "چینایي مشران پوهېږي چې د تعرفو دا جګړه د دواړو لپاره زیان رسوونکې ده، خو دوی فکر کوي چې دا سختۍ به له امریکایانو ښه وزغملی شي."