فیفا جلاوطنۍ کې د افغان ښځینه فوټبال لوبډلې جوړېدو اجازه ورکړه

  • Author, ملایکه احمدزۍ
  • دنده,

د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) له افغانستانه بهر جلا وطنه افغان ښځینه فوټبال لوبډلې ته د جوړېدو اجازه ورکړه چې کولی شي سیالیو کې ګډون وکړي.

له دې سره د افغانستان د فوټبال ښځینه ملي لوبډلې غړې کولی شي له خپل هېواده بهر په دوستانه او د فیفا تر نظر لاندې سیالیو کې برخه واخلي، او لوبیز سفرونه وکړي.

د فوټبال نړیوال فدراسیون وايي، دغه ټیم به تر یوه کاله ازمایښتي سیالۍ کوي او له هغه وروسته به د دوی د وړتیا له مخې پریکړه کېږي.

د فیفا مشر جیاني انفانتینو دا یوه تاریخي شیبه وبلله او زیاته یې کړه، چې د فوټبال نړیوال فدراسیون غواړي، ټولو نجونو ته د فوټبال لوبو کولو لارې اسانۍ برابرې کړي.

په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهېسې، یاده لوبډله په هر ډول سیالیو کې له ګډونه منع شوې ده.

د فیفا د اوسنیو قوانینو له مخې خپله اصلي هېواد کې د ملي لوبډلې په رسمیت پېژندل اړین دي.

افغانستان کې واکمن طالبان چې اوس یې د دغه هېواد د فوټبال فدراسیون تر کنټرول لاندې دی، هالته یې د ښځو پر فوټبال او نورو لوبو بندیزونه لګولي دي.

د فوټبال افغانه لوبغاړې او کمپاینره خالده پوپل وايي:

"د فوټبال نړیوال فدراسیون په خپل تاریخ کې د لومړي ځل لپاره پرېکړه کړې چې د جلا وطنه ښځو فوټبال ټیم جوړ کړي. دا نوښت له افغان ښځینه فوټبال لوبډلې پیلوي."

د نوموړې په خبره دا یو کلنه پروژه ده چې لومړی د افغانستان له فوټبالرانو پیلېږي، هغه لوبغاړې چې د افغانستان د ښځو ملي ټیم غړې وې او همدارنګه د ځوانانو د ټیم غړې هم په کې شاملې دي چې ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه وتلي او نورو هېوادونو ته یې پناه وړې ده.

دغه لوبډله چې اوسمهال له افغانستان بهر ده، د نړیوال جام په ګډون په نورو نړیوالو سیالیو کې د ګډون د حق تر لاسه کولو لپاره مبارزه کوي.

له دې مخکې د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې غړو، نړۍ کې پر ټولو لوبغاړو غږ کړی و، چې په یاده برخه کې د دوی ملاتړ وکړي.

اغلې پوپل وايي، چې د دغه لوبډلې جوړېدل به د دې لامل شي، د نړۍ نورو هېوادونو ښځې چې کډوالې دي او فوټبال کوي پر مخ به یې د لوبغالو دروازې پرانېستل شي او یو داسې ځای پیدا کوي چې وکولی شي نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي.

نوموړې وايي" مونږ تاریخ جوړ کړ. له درې کلونو راهیسې مبارزه کو چې جلاوطنۍ کې زموږ ټیم جوړ شي او د افغان ښځو استازیتوب وکړو. خو زموږ مبارزه دلته پای ته نه رسېږي. تر هغه چې موږ د دې لامل شو چې د فیفا قانون بدل شي."

د فیفا اوسنی قانون جلا وطنۍ کې د افغان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې د جوړېدو مخې ته یو لوی خنډ ګرځېدلی و.

د دې د قانون له مخې د یوه هېواد په استازیتوب لوبیدونکي لوبډله باید د هغه هېواد له خوا تایید شي، خو تر دې دمه افغانستان کې د طالبانو حکومت اړوند د فوټبال فدراسیون په بهر کې د افغان نجونو د لوبډلې له تاییدولو ډډه کړې ده.

د فوټبال نړیوال فدراسیون د قانون له مخې یوازې د یوه هېواد د فوټبال ملي فدراسیون کولی شي چې ملي لوبډله ولري او نړیوالو سیالیو ته یې ولېږي.

نږدې څلور کاله وړاندې، چې طالبان افغانستان کې واکمن شوي د نجونو پر هر ډول لوبویې بندیز لګولی، او فوټبالرانې نجونې هم د دغو بندیزونو قربانیانې دي.