واشنګټن کې دوه وژل شوي اسرائيلي ډېپلوماتان څوک دي؟

د اسرائیلو د سفارت دوه کارکوونکي د چهارشنبې په شپه په واشنګټن ډي سي کې د یهودي موزیم بهر د هغه یوه وسله وال کس لخوا ووژل شول چې د نیول کېدو پر مهال یې "ازاد فلسطین" نارې وهلې.

یارون لیشینسکي او سارا لین میلګریم هغه جوړه وه، چې سفارت ویلي وو چې "د خپل ګډ ژوند په لومړيو کلونو کې" وو. ښاغلی لیشینسکي د راپورونو له مخې مېرمن میلګریم ته د واده وړاندیز کولو په حال کې و.

مشکوک برید کوونکی ۳۰ کلن الیاس روډریګز اوس په توقیف کې دی او اېف‌بي‌ای پلټنه کوي چې ایا دا برید له ترهګرۍ سره تړاو لري او که د کرکې له جرم سره تړلی.

د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر وویل چې ډزې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷ نېټې له برید راهیسې د "یهود ضد زهرجنې پارونې" مستقیمه پایله وه چې پر غزه یې د اسرائیلو پوځي برید ته لاره هواره کړه.

دا جوړه د پلازمېنې یهودي موزیم کې د شبکې له یوې غونډې د وتلو په حال کې وه، چې د امریکا د یهودي کمېټې لخوا تنظیم شوې وه، په ځايي وخت شاوخوا ۲۱:۰۸ بجې وې چې یوه سړي پر څلورو کسانو ډزې وکړې.

بیا مشکوک کس موزیم ته ننوت. عیني شاهدانو وویل دوی په پیل کې فکر کاوه چې سړی خپه دی او هغه ته یې اوبه ورکړې.

عیني شاهدې کیټي کالیشر بي بي سي ته وویل: "موږ د ډزو غږونه واورېدل او بیا یو سړی دننه راغی ... موږ فکر کاوه چې هغه مرستې ته اړتیا لري".

بیا په وېډیو کې مشکوک کس د پولیسو لخوا د توقیف پرمهال "ازاد، ازاد فلسطین" چیغې وهي.

نتنیاهو وايي، په نړۍ کې د خپلو استازو امنیت ډېروي

په واشنګټن کې د اسرائيل سفارت د دوو کارکوونکو تر وژل کېدو وروسته د اسرائيل لومړی وزیر وايي، په ټوله نړۍ کې د خپلو استازو او ډېپلوماتانو امنیتي خوندیتوب ډېروي.‌

بنیامین نتنیاهو ویلي، "د هغه سړي او ښځې کورنۍ ته مې زړه خوږېږي چې یوه ظالم یهود ضد قاتل یې ژوند لنډ کړ. موږ د اسرائيل دولت پر وړاندې د یهودضد کړنې شاهدان یو او بیه یې پرې کوو."

د نتنیاهو دفتر ویلي چې هغه د امریکا له لوری څارنوال او په واشنګټن کې له اسرائيلي سفیر سره خبرې کړې دي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ‌ ټرمپ او لوړوپوړو چارواکو یې هم برید ته پر خواله رسنیو په ښکاره کړي غبرګون کې ژمنه کړې چې له "یهود ضد کړنو سره به مبارزه کوي."

ټرمپ په امریکا کې "یهود ضد مبارزه" خپل ماموریت ګرځولی او ادارې یې تورنې کړې دي چې ګواکې په دې کې پاتې راغلې دي.

ولسمشرۍ ته له رسېدو سره سم د ټرمپ ادارې ګڼ هغه کسان ونیول چې د فلسطین د ملاتړ په ترڅ کې د یهودانو ضد څرګندونو تور ورباندې پورې و.

د یادولو ده چې د اسرائيل سفارت دغه دوه کارکوونکي نن پنجشنبه د امریکا پلازمېنه واشنګټن کې د یهودانو موزیم ته نژدې په ډزو وژل شوي.

د واشنګټن پولیس وایي، د دې برید په اړه یې څېړنې پیل کړې دي. دا پېښه د اېف‌بي‌ای دفتر او یهودانو موزیم ته نژدې شوې ده. پولیس وایي، دا یو هدفي برید و او راپورونه ښيي چې یو تن یې په تړاو نیول شوی.

د امریکا د عدلیې وزیرې پاملا باندي پر ایکس کې لیکلي چې څو شېبې وروسته یې د پېښې ځای ته رسېدلې ده.

راپورونه وایي، دواړه قربانیان چې یو سړی او یوه ښځه وه، د واشنګټن په یهودانو موزیم کې له یوې غونډې وروسته د وتلو په حال کې وو چې ډزې پرې وشوې.

ملګرو ملتونو کې د اسرائیل سفیر دغه پېښه "د یهود ضد له امله یو کرکجن او ترهګریز عمل" بللی دی.

په امریکا کې د بي بي سي همکارې سي‌بي‌سي شبکې خبریال وايي، د اسرائیلو د سفارت څو کارکوونکي هم په دې برید کې ټپیان شوي دي.

د امریکا د پلازمېنې پولیس، د اف‌بي‌ای پلټونکي او د څو نورو ادارو افسران دا مهال د پېښې ځای پلټي او کلابند کړی یې دی.

"وضعیت بدلېږي": د غزې جګړې پر ضد د اسرائيلو د غوسې غږونه مخ په لوړېدو دي

په داسې حال کې چې د اسرائیلو جګړه په غزه کې لا نور نوي تاوتریخچن پړاو ته ننوځي، په اسرائیلو کې د دغې جګړې او د حکومت د چلن پر وړاندې د مخالفت غږونه ډېر شوي دي.

یايیر ګولان، چې یو مخکښ کیڼ‌اړخي سیاستوال او د اسرائیلي پوځ پخوانی مرستیال قوماندان دی، د دوشنبې په ورځ د غوسې څپه راوپاروله، هغه ویلي وو: "که موږ بېرته د یوه عاقل دولت په توګه خپل عقل ته راونه ګرځو، نو اسرائیل به د یوه رټل شوي دولت لوري ته روان شي، لکه څنګه چې له سوېلي افریقا سره وشول".

هغه د اسرائیلي راډیو په یوه سهارني خبري پروګرام کې وویل: "یو عاقل دولت له ولسي وګړو سره جګړه نه کوي، د تي رودونکو ماشومانو وژل تفریح نه ګڼي او هدف یې دا نه وي چې خلک له خپلو سیمو وباسي."

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دغو څرګندونو غبرګون کې دا خبرې "یوازې تور پورې کول" وبلل.

بله‌خوا، موشيه "بوګي" یعالون، چې پخوا د دفاع وزیر او د پوځ لوی درستیز پاتې شوی، لا هم سختې څرګندونې وکړې.

هغه د چهارشنبې په ورځ پر "ایکس" (پخوانی ټویټر) خپاره کړي پوسټ کې ولیکل: "دا چې څه روان دي، دا 'یوازې تفریح' نه ده، بلکې د حکومت له خوا تعقیبېدونکې یوه پالیسي ده، چې وروستۍ موخه یې پر واک پاتې کېدل دي. دا پالیسي موږ د تباهۍ خوا ته کشوي."

دغه ډول څرګندونې یوازې ۱۹ میاشتې مخکې تصور کېدای نه شوای، هغه مهال چې د حماس وسله‌والو د پولې له کټارې واوښتل، اسرائیلو ته ننوتل او د اسرائیلي حکومت د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل، چې ډېری یې ولسي وګړي وو او ۲۵۱ نور یې یرغمل ونیول او غزې ته یې له ځانه سره بوتلل.

خو اوس، غزه د ویجاړتیا په حالت کې ډوبه ده. اسرائیلو یو نوی پوځي برید پیل کړی او که څه هم دوی د ۱۱ اونیو کلابندۍ د پای ته رسولو اعلان کړی، تر دې دمه رسېدلې مرستې لا هم ډېرې کمې دي.

د اسرائیلي "چینل ۱۲" له خوا تازه ترسره شوې نظرپوښتنه ښيي چې ۶۱ سلنه اسرائیلیان غواړي جګړه پای ته ورسېږي او یرغمل شوي کسان بېرته راووستل شي، په داسې حال کې چې یوازې ۲۵ سلنه خلک غواړي چې پوځي عملیات لا پراخ شي او غزه ونیول شي.

اسرائیل ټینګار کوي چې حماس باید له منځه یووړل شي او پاتې یرغمل شوي کسان وژغورل شي او نتنیاهو هم ټینګار کوي چې "یو بشپړ بری" تر لاسه کولی شي، ځکه چې د ده د ادعا له مخې لا هم یوه پیاوړې ولسي ډله له هغه سره ولاړه ده.

خو د اسرائیلي ټولنې دننه د خلکو یوه بله لویه برخه داسې انګېري چې "ناهیلي، ټکان او دا حس چې هېڅ بدلون راوستل کېدی نه شي "پرې حاکمه ده، لکه څنګه چې د یرغمل شویو قضیو پخواني اسرائیلی منځګړی ګرشون باسکین هم پر دې نظر دی.

هغه زیاته کړه: "د یرغمل شویو ډېری کورنۍ ټولې پر دې باور دي چې جګړه باید پای ته ورسېږي او یوه هوکړه باید وشي."

یوه کوچنۍ برخه بیا دا فکر کوي چې اصلي هدف باید لومړی د حماس له منځه وړل وي، او بیا دې یرغمل شوي کسان خلاص شي.

د یکشنبې په ورځ شاوخوا ۵۰۰ مظاهره‌چیان، چې ډېرو یې داسې کمیسونه اغوستي وو چې پرې لیکلي وو "په غزه کې وحشت بند کړئ"، د سدیروت له ښاره تر غزې پورې د سرحد پر لور لاریون وکړ. دوی د هغو ماشومانو انځورونه له ځانه سره لېږدول چې د اسرائیلو د هوايي بریدونو په ترڅ کې وژل شوي او د اسرائیلي پوځ پر نوي برید یې اعتراض وکړ.

دا مظاهره یوې ډلې تنظیم کړې وه چې ځان ته "یو ځای درېدل" وايي. دا یوه کوچنۍ خو مخ په زیاتېدونکې ډله ده چې اسرائیل کې له یهودي او فلسطیني وګړو جوړه ده، د جګړې مخالفه ده او هڅه یې کوله چې لاره بنده کړي. د دې ډلې مشر الون-لي ګرین، له اتو نورو کسانو سره ونیول شو.

ګرین بي بي سي ته وویل: "زه باور لرم چې دا ډېره واضحه ده چې د اسرائیلو تر منځ یو ډول راویښېدنه روانه ده او ډېر خلک اوس یو ښکاره دریځ خپلوي."

د "یو ځای درېدل" ډلې یو بل فعال اوري فیلتمان وویل ده ته داسې ښکاري چې خلک دا درک کوي د جګړې دوام "یوازې فلسطیني ولسي وګړي نه زیانمنوي، بلکې د یرغمل شویو، سرتېرو او زموږ د ټولو ژوند له خطر سره مخ کوي."

د یادونې وړ ده چې د اسرائیلي پوځ له بېلابېلو څانګو سره تړلې زرګونه احتیاطي سرتېرو د روان کال په اپرېل میاشت کې یو لیک لاسلیک کړی و چې د نتنیاهو له حکومته یې د جګړې د درولو او د پاتې یرغمل شویو د خوشي کولو لپاره د خبرو اترو پر تمرکز غوښتنه کړې وه.

خو د اسرائیلو دننه د خلکو نظرونه یو له بله فرق لري.

بي بي سي د چهارشنبې په ورځ د غزې پر لور د کرم ابو سالم پر پوله د ګیديون هاشافیت سره مرکه کړې. دی د هغې ډلې غړی دی چې د مرستو د داخلېدو پر اجازه اعتراض کوي.

ده په غزه کې اوسېدونکي "بې‌ګناه" ونه‌بلل او ویې ‌ویل: "هغوی خپله پرېکړه کړې، کله چې یې د یوې ترهګریزې ډلې غړیتوب ومانه."

د برېتانیا حکومت د سې شنبې په ورځ د اسرائیلي ټولنې د افراطي برخو، یعنې د مېشتو یهودي استوګنو پر ځینو ډلو نوې بندیزونه ولګول.

په ټولو سخت اقدام کې، برېتانیا له اسرائیل سره د یوه سوداګریز تړون اړوند خبرې وځنډولې او د اسرائیلو سفیر یې هم وغوښت. د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ لامي په غزه کې پوځي اقدامات له "اخلاقي پلوه غیرموجه" وبلل.

اروپايي ټولنې هم اعلان وکړ چې له اسرائیلو سره د شراکت پر موافقې بیاکتنه کوي. دا هوکړه چې د لاسلیکېدا یې شاوخوا ۲۵ کاله پوره کېږي، د دواړو لوریو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې تنظیموي. د بهرنۍ تګلارې مسوولې کایا کالاس وویل د "یو پیاوړي اکثریت" غړي له دې موافقې د بیاکتنې ملاتړ کوي.

د دوشنبې په ورځ برېتانیا، فرانسې او کاناډا هم په سختو ټکو یو ګډ بیان لاسلیک کړ چې د اسرائیلي پوځ عملیات یې پکې وغندل او خبرداری یې ورکړی که په غزه کې انساني وضعیت ښه نه شي، نو "نور سخت اقدامات" به کېږي.

"که بېړنۍ مرسته ونه رسي، غزه کې شاوخوا ۱۴،۰۰۰ ماشومان ښايي دوو ورځو کې ومري"

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر ټام فلیچر خبرداری ورکوي که بېړنۍ مرسته ونه رسېږي، نو په غزه کې شاوخوا ۱۴،۰۰۰ ماشومان ښايي په دوو ورځو کې مړه شي.

"اجازه راکړئ هغه څه درته تشریح کړم چې په دې لاريو کې دي. دا د ماشومانو خواړه او تغذیه ده. که موږ هغوی ته مرسته ونه شو رسولی، شاوخوا ۱۴,۰۰۰ ماشومان به په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې ومري."

اسرائیلو له ۱۱ اونیو محاصرې وروسته د ملګرو ملتونو پنځه مرستندویه لارۍ غزې ته پرېښې دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر دا ګام ستایلی، خو په ورته وخت کې یې "سمندر کې یو څاڅکی" وباله.

غزه کې د شپږو ماشومانو یو پلار وايي: "زما ماشومان وږي ويدېږي... ځینې وخت که خواړه ورته برابر نه کړای شم، کښېنم او د کوچني ماشوم غوندې ژباړم."

په داسې حال کې چې بریتانیا، فرانسې او کاناډا له اسرائیل د بریدونو درولو او غزې ته د مرستې ډېرولو غوښتنه کړې، روغتیاپالانو بي‌بي‌سي ته ویلي، د اسرائیلو شپني برید لږ ترلږه ۳۸ تنه وژلي دي.

غزه له قحطۍ سره مخامخ ده

په غزه کې د یوې پراخې قحطۍ د رامنځته کېدو په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي، ځکه چې له تېرو ۱۱ اونیو راهیسې اسرائیل د اړینو لومړنیو توکو د داخلېدو او وېش مخه نیولې. دا وضعیت د نړیوالو غبرګونونو د زیاتوالي سبب شوی او هم‌مهاله د لوېدیځې غاړې سیمه کې د یوه دیپلوماتیک کاروان تر څنګ د ډزو پېښه، له پراخې غندنې سره مخ شوې او له اسرائیلي پوځ یې په اړه د وضاحت غوښتنه شوې ده.

د چهارشنبې په ورځ، د مې ۲۱مه (د غبرګولي ۳۱مه)، د اسرائیلي پوځ له خوا اعلان وشو چې د یوه دیپلوماتیک کاروان ترڅنګ یې "خبرداروونکي ډزې" کړې دي. د فلسطیني چارواکو په وینا، دغه دیپلوماتان د اشغال شوې لوېدیځې غاړې د جنین په سیمه کې د "رسمې ماموریت" په حال کې وو.

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ تګلارې مسوولې کایا کالاس له اسرائیلو وغوښتل چې "دا پېښه وڅېړي او هغه کسان چې د دې عمل او د دیپلوماتانو د ژوند تهدید مسؤل دي، حسا او کتاب ته راکاږل شي."

غزه کې د حماس ضد مظاهرو درېیمه ورځ

دریېم پرله‌پسې ورځ هم سلګونه فلسطینیان د غزې واټونو ته راووتل او د حماس پر ضد یې شعارونه ورکړل.

په یوه ویډیویي کلیپ کې چې د چارشنبې په ورځ خپور شوی، مظاهره کوونکي شعار ورکوي: "ووځه، ووځه، ووځه... حماسه ووځه! "

معترضان د جګړې پای او د حماس د واکمنۍ ختمېدل غواړي.

په غزه کې د حماس پر ضد خبرې کول ډېر خطرناک کار دی او وړمه ورځ په یوه د خبریالانو وټسپ ګروپ کې داسې پیغام خپور شو چې خبریالانو ته یې سپارښتنه کړې وه د دغو مظاهرو اړوند خبرونه خپاره نه کړي، ځکه دا کار کېدای شي د خلکو روحیه کمزوري کړي.

خو پر دې سربېره فعالان وايي دغه مظاهرې د دوشنبې په ورځ د جنوبي غزې ځوانانو پیل کړې او وروسته نور خلک ورسره یوځای شوي دي.