چارواکي وايي د غزې پر يوه ښوونځي د اسرائيلو بريد کې لسګونه بېځايه شوي وګړي وژل شوي

د ویډیو تشریح،

د روغتونو چارواکو بي بي سي ته ويلي، د اسرائيلو په هوايي بريدونو کې لږ تر لږه ۵۴ تنه فلسطينيان وژل شوي چې په وینا يې ډېری مرګژوبله په هغه ښوونځي کې رامنځته شوې چې بې ځايه شوې کورنۍ کې مېشتې وې.

د غزې ښار په فهمي الجرجاوي ښوونځي کې له بيت لاهيا سیمې راغلي سلګونه خلک مېشت وو. راپورونه وايي لږ تر لږه ۳۵ تنه د ښوونځي د بمبار کېدو پر مهال وژل شوي دي.

په غزه کې د حماس تر ولکې لاندې د ملي دفاع اداره وايي، د ماشومانو په ګډون ګڼ مړي د ښوونځي له ودانۍ را ايستل شوي چې ډېری يې د اور لمبو له امله سخت سوځېدلي وو.

د اسرائيلو پوځ وايي، د حماس او اسلامي جهاد ډلې د "قوماندې او کنټرول مرکز" يې په نښه کړی و.

دوی ادعا کړې چې له دې ځايه "ترهګرو" پر اسرائيلي ولسي وګړو او پوځ د بريدونو پلانونه جوړول او پر حماس يې تور پورې کړی چې "د غزې خلک د انساني سپر په توګه کاروی."

A young girl stands in the rubble of a building, surrounded by debris, broken furniture and clothing

د عکس سرچینه، Reuters

پر ټولنيزو رسنيو خپرو شويو ويډيوګانو کې ښکاري چې اور د ښوونځي ډېره برخه سوځولې او په تصويرونو کې سخت سوځېدلې قربانيان چې ماشومان هم په کې شامل دي تر سترګو کېږي.

د غزې شمال کې د امبولانس خدمتونو مشر فارس عقانه وايي، کله چې له خپل ټيم سره سیمې ته ورسېد دری ټولګي سوځېدلي وو.

نوموړي وايي، "په دغو ټولګيو کې ښځي او ماشومان ويده وو. ځينو يې چيغې وهلې خو موږ د اور له امله ونشوی ژغورلی".

"موږ چې څه وليدل زه يې نشم بيانولی، ډېر بوږنوونکي وو".

ځايي راپورونه وايي، د غزې شمال لپاره د حماس د پوليسو مشر محمد القيسي له خپلې مېرمنې او ماشومانو سره وژل شوی دی.

د الاهلي روغتون مشر ډاکتر فاضل النعيم وايي، په يوه بله پېښه کې د غزې شمال په جباليا کې پر يوه کور د بريد له امله ۱۹ تنه وژل شوي دي.

د اسرائيلو پوځ تراوسه د دې بريد په اړه څه نه دي ويلي.

دا دواړه بريدونه د غزې په شمال کې د اسرائيلو د پراخو پوځي عملياتو برخه ده چې تېره اوونۍ يې پيل کړي دي.

د اسرائيلو پوځ په وينا په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په ټوله غزه کې ۲۰۰ موخې په نښه کړې.

بل پلو د حماس يوه لوړ پوړي چارواکي بي بي سي ته ويلي، دوی د امریکا د ځانګړي استازي سټيو وېټکوف له خوا وړانديز شوې د اوربند وروستۍ طرحه منلې ده.

خو وېټکوف رويټرز ته ويلي، هغه طرحه چې ده ليدلې "هېڅ د منلو نه ده" او له هغې سره چې ده وړاندې کړې هېڅ ورته نه ده.

يوه فلسطیني چارواکي چې د اسرائيلو او حماس تر منځ له مذاکراتو خبر دی ويلي، حماس چې کومه طرحه منلې په هغو کې په دو پړاونو کې د ۱۰ اسرائيلي يرغملو خوشي کول شامل دي.

په بدل کې ۷۰ ورځنی اوربند، له غزې د اسرائيلي ځواکونو تدريجي وتل او يو شمېر فلسطيني بنديانو خوشي کولو وړانديز شوی.

بي بي سي د دې وړانديز په اړه د اسرائيلو حکومت نظر غوښتی دی.

اسرائيلي رسنيو د چارواکو له خولې چې نومونه يې نه دي ياد شوي ويلي چې دا طرحه به رد شي.

The interior of a building, damaged walls and rubble. A teenage boy looks down at the damage.

د عکس سرچینه، Reuters

د منځګريتوب هڅې دوام لري خو د تېرې جمعې په ورځ په غزه کې د يوې فلسطينۍ ډاکترې پر کور د اسرئيلو بريد کې د هغې له ۱۰ ماشومانو نهه تنه يې وژل شوي دي.

د ډاکتر علا النجار مېړه او ۱۱ کلن زوی سخت ټپيان شوي دي.

د اسرائيلو پوځ وايي د پېښې په اړه پلټنې کوي.

د هوايي بريدونو تر څنګ په غزه کې د خوراکي توکو سخت کمښت دی او د دغې سيمې ۲.۱ ميليونه وګړي له سختې لوږې سره لاس او ګرېوان دي. اسرائيلو غزې ته د خوراکي توکو او درملو پر ورتګ د مارچ پر دویمه نېټه بنديز ولګاوه چې ۱۱ اوونۍ يې دوام وکړ خو وروسته د لوږې ګواښونو او نړيوالو فشارونو له کبله يې د محدودو مرستو داخلېدو ته اجازه ورکړه.

د اسرائيلو پوځ هغه اداره چې په غزه کې د بشري چارو مسووليت لري وايي، د يکشنبې په ورځ د مرستو ۱۰۷ لارې غزې ته رسېدلې دي خو ملګري ملتونو وايي غزې ته هره ورځ له ۵۰۰ تر ۶۰۰ لاريو مرستې اړتيا ده.

بل پلو د اسپانيا په مادريد کې ۲۰ هېوادونو او سازمانونو د يکشنبې په ورځ په غزه کې د جګړې پايته رسولو لپاره غونډه وکړه.

د اسپانيا د بهرنيو چارو وزير خوسه مانوېل البارس ويلي، که اسرائيل بريدونه ونه دروي، بايد د وسلو بنديز پرې ولګول شي.

حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه پر اسرائیلو برید وکړ چې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۱ نور یې یرغمل غزې ته يوړل.

په ځواب کې، اسرائیلو پر غزه پراخ پوځي برید پیل کړ چې تر اوسه پورې یې د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت په وینا نژدې ۵۴ زره فلسطینیان چې ۱۶۵۰۰ يې ماشومان دي وژلي دي.