کرېکټ نړیوال جام: پاکستان نیوزیلنډ ته ماتې ورکړه

د کرېکټ نړیوال جام سیالیو ۳۳ مې لوبې په ترڅ کې نن چهارشنبه جون ۲۶ پاکستان له نیوزیلنډه لوبه په شپږو وېکټو وګټله. د دغې لوبې پچه نیو زیلنډ وګټله او په خپلو ۵۰ اورونو کې یې په ۶ وېکټو ۲۳۷ منډې وکړې، چې پاکستان د دریو وېکټو له زیانه وروسته په داسې حال کې په شپږو وېکڼو لوبه وګټله چې پنځه توپونه لا پاتې وو.

نیوزیلنډ تر اوسه دغو سیالیو کې اووه لوبې کړې، پنځه یې ګټلې یوه یې نن پاکستان ته بایلوده او یوه د باران له کبله لغو شوه، چې دې سره یې پواینټونه ۱۱ دي.

پاکستان هم اووه لوبې کړې، درې یې ګټلې او درې یې بایللې دي، یوه لوبه یې د باران له کبله لغو شوې او دې سره یې پواینټونه اووه دي.

پاکستان به له دې وروسته له افغانستان او بنګله دېش سره یوه - یوه لوبه کوي.

د پاکستان حارث سهیل په نننۍ لوبه کې د ۶۸ منډو له جوړولو وروسته داسې حال کې وسوځېد چې پاکستان د لوبې ګټلو لپاره دوو منډو ته اړتیا درلوده. بابر اعظم دغه لوبه کې د پاکستان له لوري سلیزه بشپړه کړه او له ۱۰۱ منډو سره ناسوځېدلی پاتې شو.

نیشم د نیو زیلنډ لپاره تر ټولو ډېرې ۹۷ منډې وکړې. شاهین شاه اپرېدي ۳ وېکټې واخیستې.

پاکستان د ۲۳۸ منډو هدف ترلاسه کولو لپاره د امام الحق او فخر زمان په ملګرتیا توپوهنه پیل کړه. خو فخر زمان په درېیم اوور کې د بولټ په توپ یوازې په ۹ منډو وسوځېد.

په یوولسم اوور کې امام الحق هم په ۱۹ منډو وسوځېد.

د نیو زیلنډ لومړۍ وېکټه یوازې په ۵ منډو هله ولوېده چې ګوپټېل د محمد عامر په توپ اوټ شو. نوموړې پنځه منډې جوړې کړې.

په اووم اوور کې شاهین شاه اپرېدي د کولېن مونرو وېکټه هم واخیسته. نوموړي ۱۲ منډې وکړې. په نهم اوور کې شاهین شاه خپله دویمه وېکټه واخیسته او ټېلر یې په ۳ منډو وسوځاوه.

د نیو زیلنډ د وېکټو لوېدو لړۍ دوام وکړ او په ۱۳م اوور کې شاهین شاه اپرېدي ټام لتم هم یوازې په یوه منډوه وسوځاوه.

خو نیشم د نیو زیلنډ لپاره تر پایه پر وېکټه ودرېد او د نیو زیلنډ د منډو بیهر یې له ستونزو را و ایست. نوموړی په ۹۷ منډو ناسوځېدلی پاتې شو.

د نیشم او ګرانډهوم ترمنځ د ۱۳۲ منډو ملګرتیا وشوه او همدې ملګرتیا په دې لوبه کې نیو زیلنډ ته یو ځل بیا هیله ورکړه. ګرانډهوم ۶۴ منډې وکړې.

په پای کې نیو زیلنډ په خپلو ۵۰ اورونو کې په ۶ وېکټو ۲۳۷ منډې وکړې.

د پاکستان لپاره شاهین شاه اپرېدي ۳ وېکټې واخیستې.

پاکستان تر دې وړاندې نړیوال جام سیالیو کې ۶ لوبې کړې دي، ۲ یې ګټلې دي، ۳ یې بایللې دي او یوه لوبه یې د باران له کبله لغوه شوې ده.

له دې سره پاکستان د روانو سیالیو په جدول کې ۵ پاینټونه لري، خو سیمي فاینل پړاو ته یې رسېدل لا هم شوني دي.

سیمي فاینل ته د رسېدو لپاره باید پاکستان خپلې ټولې پاتې لوبې وګټي، او د نورو هېوادونو د لوبو پایلې هم باید د پاکستان په ګټه تمامې شي.

د پاکستان راتلونکې لوبه د جوم پر ۲۹مه نېټه له افغانستان سره په لیډز ښار کې ده. هېره دې نه وي چې د نړیوال جام لپاره په تمریناتي لوبو کې افغانستان پاکستان ته ماتې ورکړې وه.

بله خوا نیو زیلنډ له ۱۱ پاینټونو سره وار د مخه سیمي فاینل پړاو ته وار موندلې ده. اسټرالیا هم له ۱۲ پاینټونو سره دا مهال د جدول په سر کې ځای لري او سیمي فاینل ته رسېدلي.