BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • ABIR SULTAN/EPA-EFE/Shutterstock

    ژوندۍ پاڼه, د ایران او اسرائیل تر منځ د نویو بریدونو څپې

    په داسې حال کې چې د اسرائیلو بریدونه د ایران پر بېلابېلو سیمو- په ځانګړي ډول پر پلازمېنه تهران دوام لري، ایراني رسنیو د اسرائیلو پر ضد د درېیم ځل توغندیز برید خبر ورکړی دی. د راپورونو له مخې، په اسرائیلي بریدونو کې لږ تر لږه ۷۸ کسان وژل شوي دي، چې پکې د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیز او د سپاه پاسداران د څو قوماندانانو نومونه هم شامل دي. همداراز، ۳۲۰ نور کسان ټپیان شوي دي.

  • د سپوږمکۍ انځور د ۲۰۲۵ کال په جنوري کې د نطنز تاسیسات ښیي.

    د ایران اټومي بنسټونه چېرې دي او پر کومو یې برید شوی؟

    اسرائیلي پوځ وایي چې د جمعې، د جون ۱۳ نېټه، پر مهال یې د ایران پر اټومي ځایونو بریدونه کړي دي. د بي‌بي‌‌سي لخوا تایید شوي ویډیوګانې له بریدونو وروسته د پنځو ځایونو انځورونه ښيي.

  • کبرا رضايي

    تهران کې د افغان کډوالې کبرا رضايي د قتل په تړاو شکونه او "چوپتیا"

    تهران کې د افغان کډوالې کبرا رضايي له وژنې وروسته، سرچینو له نوم ښوولو پرته بي‌بي‌سي ته ویلي، چې د هغې کورنۍ او وکیل د ایران د امینتي چارواکو له "سخت" فشار سره مخ دي. داسې چې باید د دې قتل په تړاو له رسنیو سره خبرې ونه کړي.

  • د ایران مذهبي مشر علي خامنه يي او د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو

    د ایران او اسرائیل د ځواک پرتلل، د ایران ځواک له اسرائیل سره څنګه پرتللی شو؟

    اسرائیل د جمعې په ورځ د ایران په لر و بر کې بریدونه وکړل او ویې ویل چې د ایران په خاوره کې یې یو "دقیق او مخنیوی کوونکی" برید پیل کړی، چې هدف یې د ایران د اسلامي جمهوریت پر اټومي او پوځي پروګرامونو ګوزار کول دي. په غبرګون کې، د ایران د وسله‌والو ځواکونو د عمومي قوماندانۍ ویاند ابوالفضل شکارچي اسرائیل ته د "پرېکنده ځواب" ګواښ وکړ او ویې ویل چې دغه هېواد دې ډاډه وي چې "ډېر دروند تاوان به ور واړوي".

  • نګانتهوي

    ژوندۍ پاڼه, هند کې د لوېدلې الوتکې ۲۱ کلنه کوربنه: 'هغه په ​​کورنۍ کې لومړۍ نجلۍ وه چې موږ پرې ویاړو'

    د هند لومړی وزیر نریندرا مودي په احمد آباد کې د ایر انډیا د الوتکې د غورځېدو ځای ته تللی وو او په روغتون کې یې له ټپیانو سره لیدلې دي. د لندن پر لور روانه الوتکه کې د ۲۴۲ کسانو له ډلې یو ژوندی پاتې دی او نور ټول وژل شوې دي.

ځانګړي مطالب

  • ایران

    د ایران اټومي پروګرام څه دی او امریکا څه غواړي؟

    ایران وايي اټومي پروګرام یې یوازې د ملکي اهدافو لپاره دی. دا هېواد که څه هم ټینګار کوي چې د اټومي وسلو د جوړولو هڅه نه کوي، خو ډېر هېوادونه او د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس قانع نه دي. د ایران د هوډ په اړه شکونه ۲۰۰۲ کال کې تر هغې وروسته لا زیات شول چې د پټو اټومي تاسیساتو څرک یې ولګېد.

  • ایران

    ایا ایران واقعآ له امریکا سره اټومي هوکړه غواړي؟

    د امریکا ولسمشر ډونلډ‌ ټرمپ‌ د روان ۲۰۲۵ کال په اپریل میاشت کې ناڅاپه اعلان وکړ چې له ایران سره د دغه هېواد اټومي پروګرام په تړاو "مستقیم مذاکرات" کوي.

  • امریکا

    د امریکا د تېلو بندیزونو روسیه او ایران څومره تر فشار لاندې راوستي؟

    امریکا پر روسیې او ایران دواړو بندیزونه پراخ او د دغو هېوادونو تر ټولو ګټور صادرات - یعنی تېل یې هدف ګرځولي دي. په دغو بندیزونو کې د ایران او روسیې د "سیوري بېړیو" ټانکرونو په نښه شوي چې د څرک لګول یې ګران دي او دغو هېوادونو په غیر قانوني ډول د تېلو لېږدولو لپاره کارولي دي. چین د روسیې او ایران د تېلو ستر پېرودونکی دی او د امریکا دا بندیزونه یې دغه هېواد ته د تېلو صادرات کموي. دغه ګام په وروستیو اونیو کې د نړۍ په نورو برخو کې هم د تېلو کمښت رامنځته کړی او د تېلو بیې ورسره لوړې شوې دي. د ټرمپ اداره ښايي د روسیې او ایران د تېلو پر صنعت نور نوي او سخت بندیزونه هم ولګوي، چې دا ګام د تېلو بیې نورې هم لوړولی شي.

  • ايران کې د ټرمپ ماسک

    پر ايران کوم بنديزونه لګېدلي او څرنګه ترې ځان ساتي؟

    ايران کې د تېلو صادرات وروسته له هغه کم شوي چې د امریکا ولسمشرانو ډونلډ ټرمپ او جو بايډن په وروستيو مياشتو کې پرې بنديزونه ولګول. ټرمپ ويلي، غواړي د ايران د تېلو صادرات "صفر" ته راټيټ کړي تر څو ايران مجبور کړي چې خپل اتومي پروګرام کنټرول کړي. دا د ټرمپ د هغه "لوړې کچې فشار" د پاليسۍ دوام دی چې د ولسمشرۍ په تېره دوره کې يې پر ايران لګولی و.

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

روغتیا

د ټرمپ د ولسمشرۍ دویمه دوره

د منځني ختیځ کړکېچ

د اقلیم بدلون

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , Second Eye, ۰۹:۲۹, ۱۴ جون ۲۰۲۵, ۱۵،۰۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۶:۳۰, ۱۳ جون ۲۰۲۵, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    بي‌بي‌سي پښتو پر خواله رسنیو:

    تر ټولو ډېر لوستل شوي