لندن کې د فلسطینیانو په ملاتړ لوی لاریون; "۳۰۰ زره کسانو" په کې ګډون کړی و

د عکس سرچینه، Reuters
د لندن په مرکزي برخه کې د غزې فلسطينيانو په ملاتړ يو تر ټولو لوی لاريون وشو چې ويل کېږی شاوخوا ۳۰۰ زره کسانو په کې ګډون درلود.
په لندن کې له څو اوونيو راهيسې د فلسطينيانو په ملاتړ لاريونونه کېږي. داسې ښکاري چې په وروستیو اونیو کې د فلسطين په ملاتړ په لندن کې دا تر ټولو ستر لاریون دی.

د عکس سرچینه، POOL
دا لاريون په داسې وخت شوی چې په دې ورځ هر کال د لندن په بېلابېلو سیمو کې مراسم جوړېږي او په جګړو کې د وژل شوو بريتانویانو یاد تازه کېږي.
له همدې امله د لندن په مرکز کې هغه ځایونه د فلسطين د پلوي لاريونوالو پر مخ تړل شوي وو چې د برېتانیا د جګړو د قربانیانو د یاد مراسم پکې جوړېږي.

د عکس سرچینه، POOL
شاوخوا دوه زره پولیس د لندن په مرکز کې ځای پر ځای شوي وو.

د عکس سرچینه، POOL
د لندن پولیسو ویلي په لندن کې د فلسطين په ملاتړ د لاريونوالو د مخالفینو یوه ډله يې هم نیولې ده.

د عکس سرچینه، Reuters
بلخوا د فلسطین په ملاتړ دا لاريون ځکه د دولت له منفي غبرګون سره مخ شوی چې د لومړۍ جګړې د پای په ورځ شوی.
درې ورځې وړاندې د بريتانیا د کورنیو چارو وزېرې سوېلا برورمن په لندن کې د فلسطین په ملاتړ له کېدونکو لاريونونو سره د بريتانیا د پولیسو پر چلند نیوکه کړې وه او ویلي يې و چې پولیس د دغه ډول لاريونوالو ملاتړ کوي. هغې دا هم ویلي وو چې د ښي پالو لاريونوالو اعتراضونه معمولا له تاوتریخوالي سره مخ کېږي خو کله چې د فلسطين په ملاتړ لاريون کېږي داسې څه نه کېږي.
د بريتانیا د کورنیو چارو د وزیرې په دې څرګندونو پراخې نیوکې هم شوې.