د کورونا واکسین په اړه ۴ مهمې پوښتنې

د عکس سرچینه، Getty Images
نړۍ کې بېرته عادي حالت ته د کورونا وبا له کبله د اغېزمن شوي ورځني ژوند د ګرځولو لپاره ګړندۍ هڅې روانې دي او د کورونا واکسیناسیون د دغو هڅو عمده برخه جوړوي.
د جنورۍ تر ۲۳مې د نړۍ تر ۶۰ میلیونو ډېرو کسانو د کورونا یو یا دوه دورې واکسین ترلاسه کړې دي.
که څه هم د هرې ورځې په تېرېدو هېوادونه د کورونا واکسین لړۍ پیل او یا پیل کړې لړۍ چټکوي، خو تر اوسه خلکو سره د دغه واکسین په اړه ځینې پوښتنې پاتې دي.
د ساري په توګه تر اوسه نه پوهېږو چې د دغه واکسین په وسیله زموږ تن کې رامنځته کېدونکی خوندیتوب څومره دوام کوي - یا ښايي د دغه وېروس نوې چټکې خپرېدونکې بڼې چې د نړۍ بېلابېلو سیمو کې راپیدا کېږي، د واکسین پر وړاندې کلکې وي او هغه بې اغیزې کړي.
د کورونا ضد واکسیناسیون چې پر پیل یې شاوخوا دوه میاشتې اوړي، د نړۍ تاریخ کې د واکسینو تر ټولو پراخ کمپاین بلل شوی دی.
په دې مطلب کې هڅه شوې چې د کورونا ضد واکسیناسیون په اړه څلور بنسټیزې پوښتنې ځواب شي.
۱-واکسین تر څه مودې وجود کې خوندیتوب رامنځته کوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
دا چې تر کوویډ-۱۹ وروسته وجود کې رامنځته کېدونکې انټي باډي او د کورونا ضد واکسین مو د څومره مودې لپاره له دغه ویروس خوندي ساتلی شي، احتمالآ له هغو پوښتنو دي چې په دې وروستیو کې مو ښايي په وار وار له ځانه کړې وي؟
د کورونا وبا تر خپرېدو شاوخوا یو کال وروسته د منځني او اوږد مهال خوندیتوب په اړه ځیني لومړني مطالعات خپاره شوي دي.
خو په دې اړه څېړنې لا محدودې دي. لامل هم دا دی چې تر دې دمه ټول پام د واکسین په جوړولو ورټول و او د خوندیتوب د مودې په اړه کافي څېړنې ونه شوې.
په هره توګه د امریکا کلفورنیا کې د لا هویا په نوم د معافیت پوهنې موسسې رپوټ وايي له کوویډ-۱۹ تر رغېدو وروسته د خوندیتوب ځینې غبرګونونه تر ۶ میاشتو په وجود کې فعال پاتېږي.
د بریتانیا د عامې روغتیا سازمان هم ورته پایلو ته رسېدلی دی.
د دغه سازمان په وینا له کوویډ-۱۹ رغېدلي کسان شاوخوا ۵ میاشتې د دې ناروغۍ پر وړاندې خوندي دي.
خو یو شمېر نور روغتیاپوهان بیا ډاډمن دي چې دغه خوندیتوب تر دې د اوږدې مودې او ان دوو کلونو دوام کوي.
خو رغېدلي کسان ښايي په کورونا د بیا اخته کېدو پر وړاندې یو ډول غبرګون ونه ښيي، ځکه د دوی وجود کې د معافیت رامنځته شوې اندازه له یو بله توپیر لري او بیا اخته کېدل هم په همدې اړه لري.
د واکسین وضعیت هم همداسې درواخله.
د بریتانیا په لېسټر پوهنتون کې وېروس پوه ډاکتر جولیان ټاګ بي بي سي ته ویلي: "ستونزمنه ده چې وویل شي معافیت به تر څومره مودې په وجود کې دوام وکړي، ځکه واکسین تازه پیل شوي او د معافیت اندازه ښايي د ناروغ او د واکسین د بڼې له مخې توپیر ولري - خو شخص په احتمالآ د شپږو او دولسو میاشتو ترمنځ خوندي وي."
خو د امریکا مایو کلینیک کې د مالیکولي طب د استاد ډاکتر اندرو بدلي هیله تر دې یو څه ډېر ده.
هغه وايي: "زه ډاډه یم چې د واکسیناسیون اغیزه او د ناروغۍ پر وړاندې خوندیتوب کېدای شي کلونه دوام وکړي. پر دې سربېره د وېروس په نویو بڼو د اخته کسانو تحلیل او تجزیه او تر واکسین وروسته د ناروغانو د غبرګون د څرنګوالي لیدل مهم دي."
۲-ایا امکان لري چې تر واکسین وروسته هم په وېروس اخته شو؟

د عکس سرچینه، Getty Images
هو، دا شونتیا د څو لاملونو له مخې شته دی.
لومړی لامل دا دی چې د واکسین تر لومړي یا ټولو دوزونو تر اخیستلو وروسته وجود کې د خوندیتوب رامنځته کېدل دوه یا درې اوونۍ وخت اخلي.
ډاکتر تانګ بي بي سي ته وویل: " که تر واکسین یوه ورځ یا اوونۍ وروسته وېروس در ورسېږي، لا هم د ناورغۍ پر وړاندې زیانمنونکي یاست او کیدای شي نورو ته یې ولېږدوئ."
خو دا احتمال هم شته چې یو کس ته دې د واکسین د ټولو اړینو دوزونو تر اخیستو څو اوونۍ وروسته وېروس ورسېږي او هغه دې په ناروغۍ اخته کړي.
ډاکتر بدلي وايي: "اوسني مالومات ښيي چې ځیني کسان ښايي بیا هم په کوویډ-۱۹ ناروغۍ اخته شي، که څه هم وجود ته به یې تر پخوا کم وېروس لار وکړي خو پایله کې یې ښايي وضعیت د هغو کسانو په اندازه خراب شي چې پخوا دا ناروغي نه ده ورسېدلې او یا یې واکسین نه دي کړي. په همدې ډول فکر کوم له هغه کس څخه به د وېروس د لېږد احتمال هم کم وي چې واکسین یې کړی وي."
نو دې ته په کتو په دې تړاو چې واکسین به ځینو خلکو کې د پام وړ خوندیتوب رامنځ ته کړي تر یوه ځای د نظر یووالی شته، خو دا لا مشخصه نه ده چې د ناروغۍ په مخنيوي او لېږد کې به څومره ګټور وي.
د ماډریډ په کمپلوتنسه پوهنتون کې د مالیکولي بیولوژۍ او بیولوژیکي کیمیا استاد خوزه مانیول باېوټیسټا وايي: "دا وېروس ډېر ناانډوله دی او په بېلابېلو ناروغانو کې بېلابېلې نښي راولاړوي. واکسین به هم له همداسې څه وي. ځینو کې د معافیت ډېر پیاوړی غبرګون رامنځته کوي چې په چټکۍ سره د وېروس د کاپي کېدو او تولید مخه نیسي. خو په نورو کې به د واکسین غبرګون په دې اندازه بشپړ نه وي او ښايي وېروس یې لا هم وجود کې تکثیر وکړي او نورو ته ولېږدي."
۳-ایا واکسین مو د کورونا وېرسو له نویو چټکو بڼو خوندي کوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د دې پوښتنې په اړه لا اندېښنې پر خپل ځای پاتې دي.
وېروسونه په پرله پسې ډول چټکېږي او دا لړۍ کله ناکله داسې ځای ته رسېږي چې د وېروس نوې بڼې د واکسین پر وړاندې هم مقاومت پېدا کوي. په دې صورت کې باید ورته د واکسین بڼو کې هم بدلونونه راوستل شي.
د کورونا وېروس نوې بڼې چې بریتانیا او سویلې افریقا کې یې سر راپورته کړی او د نړۍ ګڼو نورو هېوادونو ته هم رسېدلي، د خپرېدو چټکوالی او ځواکمنتیا یې تر پخوانیو بڼو پیاوړې ده.
تازه د موډرنا درمل جوړونکي شرکت اعلان کړی چې د دوی واکسین د کورونا وېروس د سویلي افریقا او بریتانیا بڼو ته هم اغیزمن دي، خو ښايي بیا هم د سویلي افریقا د بڼې پر وړاندې د لا ډېر خوندیتوب لپاره د واکسین یو نوی مرستندویه دوز راوباسي.
فایزر - بیوانټیک هم ادعا کړې چې تولید کړي واکسین یې د کورونا د هرې بڼې لپاره ګټور دي.
ډاکتر بردلي وايي: "باید دې موضوع ته پام وشي، که څه هم تایید شوي واکسین ډېر ګټور دي، خو د نویو بڼو او ان لومړنۍ بڼې پر وړاندې د هغوي اغیزمنتیا سل پر سله نه ده."
ډکتر ټانک هم وايي چې: " وجود کې د وېروس پر وړاندې د واکسینونو د خوندیتوب اندازه په دې پورې تړلې چې نوې بڼې یې تر پخوانۍ څومره بدلې شوې دي".
په لنډ ډول، دولتونه او روغتیايي سازمانونه باید د وېروس پر نویو بڼو د درملنې د اوسنیو لارو د اغېزمنتیا د اندازې د ارزولو لپاره دغه بڼې تشخیص او وڅاري".
۴-واکسینونه باید په څو پړاونو او څومره موده کې باید وشي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د فایزر، موډرنا او اکسفورډ/اسټرازنکا واکسینونه په دوو پړاوونو کې کېږي.
لومړیو کې د ازمیښتي پړاونو پر مهال ویل شوي و چې د لومړي او دویم دوز ترمنځ به د دریو او څلورو اونیو ترمنځ واټن وي.
خو بریتانیا د ۲۰۲۰ کال وروستیو کې اعلان وکړ د واکسیناسیون لومړي پړاو کې ورته د امکان تر حده ډېرو کسانو ته د لومړي دوز رسول لومړیتوب لري او د همدې لپاره یې له دویم دوز سره واټن شاوخوا دریو میاشتو ته وغځاوه.
د بریتانیا دې پرېکړې د نړۍ مختلفو هېوادونو کې د واکسیناسیون د ښې او اغېزمنې بڼې په اړه بحثونه راولاړ کړې دي.
خو فایزر شرکت او نړۍ د علمي ټولنې ستره برخه غوره ګڼي واکسیناسیون هغسې چې د ازمیښتې پړاو پر مهال پایله ورکړې، ترسره او دویم دوز له لومړي څخه په ۲۱ ورځو کې وشي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د روغتیا نړیوال سازمان هم په دې اړه لارښوونه کړې چې د واکسین د دوو پړاو ترمنځ دې له ۲۱ تر ۲۸ ورځو واټن وي.
په استثنايي حالاتو کې کېدای شي دا واټن تر حداکثر ۶ اونیو هم وځنډېږي.