مصنوعي ځيرکتيا؛ پر رواني روغتيا يې اغېز؟
نن سبا سخته ده، چې انټرنېتي فرهنګ او دود کې د چټباټونو چلن تر سترګو نه شي. دا سوفټوېر يا نرمکالی چې د لټون غوښتنې ته ځواب کې د انسان په څېر د خبرو پېښې کوي، په داسې مصنوعي ځيرکتيا چلېږي، چې د انټرنېټ له لروبره معلومات سره شني او څېړي. خو ټول پوهېږي چې انټرنېټ تل خوندي ځای نه دی.
اوس د کېنيا معلوماتي لېبلوونکي، چې د يوه ښه پېژندل شوي چټباټ لپاره د خونديتابه فېلټرونو جوړولو دنده ورسپارل شوې، د خپل هېواد له پارلمانه غواړي له هغه څه چې دوی یې پر انټرنېټ ګوري، د خوندیتابه ډاډمنولو لپاره لا ډېر کار وکړي. انيټا نکونګې پرې دا راپور راستولی دی.