زموږ وېښتان ولې سپینېږي؟

"سپین وېښتان زما د شهرت پیلامه وه"
د عکس تشریح، "سپین وېښتان زما د شهرت پیلامه وه"
  • Author, نغم قاسم
  • دنده, بي بي سي نيوز عربي

له دویمې لسیزې وروسته مې خپل پلرنی کور ‌پرېښود، له کور لیرې مې په سر کې لومړی سپین وېښته ولید. را ته عجیبه وه، خپه شوم خو په لامل یې نه پوهېدم، بیا مې سپین وېښتان په ډېرېدو شول، په شپږو کلونو کې مې سر کې سلګونه وېښتان سپین شول.

له هر سپین وېښته سره مې له ځانه پوښتل: ایا د وېښتانو له سپینېدو وېرېږم لکه زما چم ګاونډ کې چې هرڅوک همدا وايي؟ ایا تر حد ډېره خپه یم؟ ایا عمر مې ډېر شوی؟ ایا ډېره یخني د وېښتانو سپینېدو لامل دی؟

بیا مې پر خواله رسنیو هغه ګروپونه تعقیب کړل چې د وېښتانو د سپینولو طبیعي مخه نیسي، زما په عمر په ګرده نړۍ کې سلګونه زره ښځې شته چې سرونو کې یې وېښتان سپین شوي او د مخنیوي په لټه کې یې دي. نو زموږ وېښتان ولې سپینېږي؟

دا پوښتنه مې ډبلن پوهنتون کې د چارلز انسټیټیوټ کې د پوستي د برخې مشر پروفیسر ډیسمونډ توبین مخې ته کېښوده، هغه د وېښتانو د س‍پینېدو درې لوی لاملونه روښانه کړل: "عمر، اندېښنه او میراثي. د ډېری خلکو د وېښتانو سپینېدل د هغوی پر عمر پورې تړلي؛ ځکه چې د وېښتانو بېخونه د پوستکي برخه ده، او پوستکی هم بوډا کېږي، همداشان د وېښتانو بېخونه هم، اندېښنه هم پر عمر پورې تړلې چې په ژونکو کې د نیمګړتیا رامنځ ته کېدو لامل کېږي او د وېښتانو د رنګ اړوند مسؤل رنګونه بدلوي، چې میلانین ورته وايي".

لکه څنګه چې د وېښتانو د سپینېدو پیلامه پر ژن پورې هم تر ډېره اړه لري. که پلار یا پلرونو دې په بوډاتوب کې هم تور وېښتان لرل، نو ډېر امکان شته چې ستا د عمر وروستیو کې د وېښتانو سپینېدل پیل شي.

د ژن د عواملو له کبله، د پوستکي او وېښتانو اړوندو پوهانو ومونده چې د نورو پرتله د یوه مشخص نژاد خلک تر نورو ژر بوډا کېږي او وېښتان یې سپینېږي؛ تر ډېره د افریقايي خلکو پرتله د قفقاز له اره د خلکو وېښتان ژر سپینېږي.

"سالم خواړه د سپینو وېښتانو وده دروي"

سپن وېښتان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د وېښتانو د سپینولو بشپړ مخنیوی ناممکن دی، خو ښايي د وېښتانو د سپنېدو کمولو کې د سالمو خوړو رژیم - چې ډېره سبزي او مېوه پکې وخوړل شي - تر یوه حده ممکن دي.

په قاهره، دمشق او رباط کې خینو عربانو د سپینو وېښتانو د لامل په اړه څېړنه وکړه، ټول پر دې سلا شول چې ګنې "اندېښنه او غم په اصل کې د سپینو وېښتانو د راپیدا کېدو اصلي لامل دی".

دا هغه لامل دی چې تر ډېره پکې ځوانان د بېکارۍ له ډېرېدونکې پدیدې زړونه خوري.

خو ځینو پوښتل شویو په تېروتنه دا ګومان کاوه چې ګنې د وېښتانو سپینوالی د هوا پر حالاتو او د خوړو پر طبیعت پورې تړلی.

د پروفیسر توبین په وینا، دا ناسم ګومان دی، هوا او خواړه د سپینو وېښتانو ډېرېدو لامل نه دی، زموږ دا باور هم په علمي توګه نه دی ثابت شوی چې ګنې موږ تر هر بل وخت اوس ډېر ژر بوډا کېږو، بلکې برعکس یې سم دی. د ځینو تازه څېړنو له مخې، د انسان اوسط‌ عمر اوس اوږد دی او د پخوا پرتله اوس خلکو کې د سپینو وېښتانو راڅرګندېدل کم شوي.

دی وايي، دا څېړنه ځکه ډېره کارنده نه ده چې د نړۍ په لر و بر کې خلک د وېښتانو د رنګولو له کبله نه پېژندل کېږي چې اصل کې یې د وېښتانو سپینېدل کله پیلېږي.

د بازار موندنې (یورو مانیټور انټرنېشنل) شرکت وایي، عربانې پر سینګار توکو -د وېښتانو رنګولو په ګډون- هر کال تر ۲۵ میلیارد ډېر ډالر لګوي او سعودي عربستان په کال کې په سینګار توکو د ۱٫۵ میلیارد ډالرو په لګولو ډېر لګښتي هېواد بلل شوی.

د وېښتانو د سپینولو بشپړ مخنیوی ناممکن دی، خو ښايي د وېښتانو د سپنېدو کمولو کې د سالمو خوړو رژیم - چې ډېره سبزي او مېوه پکې وخوړل شي - تر یوه حده ممکن دي.

دا خواړه تر ډېره له نورو موادو سره د اکسیجن د ګډولو ځایناستي کېږي، چې د عمر په ډېرېدو سره رامنځ ته کېږي. کله چې بدن کې له نورو موادو سره د اکسیجن ګډول ترسره شي، د پروفیسر توبین په وینا، د سپینو وېښتانو د ودې مخنیوی پرې ممکنېږي. همداشان، هغه خواړه چې ډېر فولیک اسید ولري هم د سپینو وېښتانو مخنیوي کې اغېزناک ګڼل کېږي.

ډېری څېړونکي باوري دي چې وختي د سپینو وېښتانو راڅرګندېدل - لکه زلمیتوب کې وېښتان سپینېدل- په بدن کې د هغو ویټامینونو د کمښت له کبله وي، چې بدن اړتیا ورته لري یا دا چې د اساسي خوړو ترکیب کې نیمګړتیا ده، امکان لري چې د ځینو ناروغیو سبب وي. د پروفیسر توبین په وینا،‌ له ۲۰ کلنۍ د ټیټ عمر کسانو سرونو کې د سپینو وېښتانو راڅرګندېدو سره باید له یوه متخصص ډاکټر سره مشوره وشي.

څېړونکي پر دې باور نه دي چې ګنې د وېښتانو سپینېدل پر یوه معینه جغرافیه پورې اړه لري. د بېلګې په توګه دا نه ده ثابته شوې چې ککړه هوا دې د وېښتانو پر رنګ اغېز ولري، خو د ګاډو ډېر لوګی د پوستکي د بوډا کېدو لامل ګرځي، خو د وېښتانو رنګ بدلولو کې یې علمي ثبوت نه شته.

ولې خپل سپین وېښتان پټوو؟

ساندرا ميليك
د عکس تشریح، ساندرا وویل: "۱۶ کلنه وم چې د وراثي لاملونو له کبله مې د سر وېښتان سپین شول؛ هغه وخت ډاکټر ته ورنغلم، خو یوازې یو-دوه ځله به مې رنګ کړي وي، خو د خپلو وېښتانو همدا رنګ مې خوښېږي او باوري یم چې له نورو مې جلا او توپیر کې ښيي".

میلیونونه سړي او ښځې د خپلو سپینو وېښتانو پټولو هڅه کوي، دا ځکه چې ټولنیز فشار یې پټولو ته اړباسي او خلک وايي چې سړی بوډاتوب ته نژدې شوی. خو وروستیو کې داسې یوه هڅه پیل شوه چې خلک له سپینو وېښتانو سره عادتېدو او د سپنیو وېښتانو نه رنګولو ته هڅوي.

منا ماهر سره وغږېدم. دا د کور له ښځې پر یوې موډلې اوښتې- لامل یې د دې وېښتان دي. هغې بي بي س‍ي ته وویل: "د وراثت له کبله،‌ زما له شل کلنۍ پورته عمر کې وېښتان سپین شول. تل به مې رنګول چې له بې ځایه خبرو ځان بې غمه کړم. لکه ویل به یې راته چې: بدرنګه یې... لا کوچنۍ یې او وېښتان دې سپین شول. خپلو ملګرو او همځولو کې نیا ښکارې او داسې نور... "

کله چې منا ۴۹ کلنه شوه، د سپینو وېښتانو پرېښودل یې پیل کړل.

منا کم عمره نجونو ته هم دا سپارښتنه کوي چې خپل سپین وېښتان پرېږدي او له نورو یې پټ نه کړي.

مصر کې مې له سینګارپوهې ساندرا میلیک ولیده، که څه هم د عمر دریمه لسیزه کې ده، خو خپل سر یې پټ کړی و.

ساندرا وویل: "۱۶ کلنه وم چې د وراثي لاملونو له کبله مې د سر وېښتان سپین شول؛ هغه وخت ډاکټر ته ورنغلم، خو یوازې یو-دوه ځله به مې رنګ کړي وي، خو د خپلو وېښتانو همدا رنګ مې خوښېږي او باوري یم چې له نورو مې جلا او توپیر کې ښيي".

"اندېښنه کمول د وېښتانو توروالی ستنوي"

اندېښنه د وېښتانو د سپینوالي لامل ګڼل کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اندېښنه د وېښتانو د سپینوالي لامل ګڼل کېږي

ځینې ښځې په میاشت کې یو یا څو ځله خپل سپین وېښتان رنګوي، په اوږدمهال کې د وېښتانو رنګول د سپینوالي ډېرېدو لامل کېږي، دا په علمي توګه څومه رښتیا ده؟

دبلن پوهنتون کې د جلدي علومو مشر چارلز وايي، په دې اړه کوم علمي ثبوت نه شته، کوم څه چې ظاهرا وینو د وېښتانو مړه برخه ده او ژوندۍ برخه یې ډېره ژوره ده (نژدې ۴-۲ میلیمتره ژوره)، غالبا هغه څه چې وجود ته ننوځي تر ډېره د وېښتانو پر رنګ هم اغېز کوي لکه خواړه یا درمل چې یو څوک ورسره روږدی وي، خو بهرنی عامل پر وېښتانو اغېز نه کوي.

پر ۳۹۷ کسانو څېړنه وشوه، څېړونکو وموندله چې څېړنه کې د ۱۰ ګډونوالو سپین وېښتان وروسته تر هغه تور شول چې د پخوا پرتله یې اندېښنه کمه کړه.