کرېکټ: د هند او پاکستان تر منځ په صحرا کې له حتمي تربګنۍ ډکه لوبه

  • Author, ګوتم بټاچاریا
  • دنده, د کرېکټ چارو خبریال - دبۍ

هند او پاکستان وروستی ځل د پنځوس اووریزو کرېکټ سیالیو په لړ کې د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام سیالیو لپاره په احمد اباد کې سره مخامخ شوي وو.

هغه مهال پاکستاني مینه والو ته ویزې نه وې ورکړل شوې، ځکه نو له لوبډلې پرته د پاکستان استازیتوب یوازې درسنیو خبریالانو په بڼه کې لیدل کېده.

خو د یکشنبې ورځې لوبه چې د دې دوو سیالو لوبډلو تر منځ په دبۍ کې کېږي، ځانګړې بڼه لري.

د کرېکټ نړیوالې شورا مسوولین وايي، د دې لوبې نندارچیانو په څو دقیقو کې ټول ټکټونه واخیستل او په داسې حال کې چې په متحدو عربي اماراتو کې درې اعشاریه اووه میلیونه هندیان او یو اعشاریه اووه میلیونه پاکستانیان ژوند کوي، له دواړو هېوادونو د ګڼ شمېر نندراچیانو تمه کېږي، چې لوبغالي کې به موجود وي.

د پاکستان لپاره د دې لوبې ګټل خورا اړین دي، خو ایا د نندراچیانو پر څوکیو ګڼ شمېر پاکستاني بیرغونه به د محمد رضوان په مشرۍ لوبډلې ته ډاډ ور په برخه کړي، چې د روهیت شرما په مشرۍ لوبډلې خلاف بریا ترلاسه کړي؟

پاکستان په متحدو عربي اماراتو کې له ۲۸ یوه ورځنیو لوبو ۱۹ ګټلې، او دغه راز یې د ۲۰۲۱ کال نړیوال جام سیالیو شل اوریزه لوبه هم ګټلې، چې دا یې د ډاډ وړ کېدای شي.

پاکستان ډېرې لوبې د ۸۰مې او ۹۰مې لسیزې په اوږدو کې په شارجه کې ګټلې دي، چې شمېر یې له ۲۴ د ۱۸ لوبو ګټلو ته رسېږي. په دبۍ کې بیا هند پاکستان ته د ۲۰۱۸ کال اسیا جام سیالیو کې دوه ځله ماتې ورکړه او د ۲۰۰۶ کال په ابوظهبي سیالیو کې بیا دواړو لوبډلو یوه- یوه لوبه وګټله. په شارجه کې د پاکستان له زرینې دورې وروسته د هوا لوری بدل شو او په نوې پېړۍ کې له ځینو شل اوریزو سیالیو پرته ډېرې لوبې هندۍ لوبډلې وګټلې.

د کرېکټ مشهور لیکوال ایاز میمن وايي، داسې هېڅ دلیل نه شته، چې د پاکستان او هند تر منځ لوبې ته د ماضي له رنګینو عینکو وکتل شي: "په دې کې هېڅ شک نه

شته، چې د شارجې په وختونو کې د نندارچیانو خورا پراخ ملاتړ له پاکستانۍ لوبډلې سره و، خو په دې کې ګڼ شمېر د ځايي پښتنو و. دغه راز هغه وخت لوبډلې ته د عمران خان، جاوېد میانداد، سعید انور، عامر سهیل، وسیم اکرم او وقار یونس د شتون له کبله هم ملاتړ په برخه و. خو که له اوسنۍ لوبډلې سره یې پرتله کوو، له ځینې وخت استثنا پرته تسلسل نه لري. "

په داسې حال کې چې په دبۍ کې د ټینس لوبې اتلولیو ته چمتوالی کېږي، د کرېکټ په هکله ډېرې تیاریانې نه ترسترګو کېږي. خو د دبۍ نړیوال لوبغالي په شاوخوا کې بیا د کرېکټ شتوالی محسوسېږي.

د لوبغالي تر څنګ د ټولو اته لوبډلمشرانو سترو تصویرونو تر څنګ به د ددې ځای نندراچیانو او د نړۍ په لر او بر کې د کرېکټ مینه والو پام د روهیت شرما او محمد رضوان لوبډلو ته وي.

دا اوس پټ راز نه دی، چې د خپروندیانو او مارکیټینګ برخې ته په پام سره د کرېکټ نړیواله شورا پرلپسې هند او پاکستان په یوه ګروپ کې یو ځای کوي.

له دې سره په دغسې سیالیو کې لږ تر لږه د یوې داسې سیالۍ تمه پیدا کېږي، چې د ډېرو لپاره په زړه پورې وي. په داسې حال کې چې د ۲۰ اووریزو سیالیو غوره لیګونو زیاتېدو له کبله د کرېکټ اډانه له خطر سره مخامخ ده، د هند او پاکستان تر منځ سیالۍ لږ تر لږه د مینه والو جذب لپاره یوه هیله پیدا کوي.

د ای سي سي چیمپینز ټرافي اتو لوبډلو تر منځ د دې لوبو یو مثبت اړخ دا دی، چې یوه تېروتنه ان د لویو لوبډلو لپاره هم ګرانه تمامېدی شي. د هند لوبډلمشر روهیت شرما له بنګله دېش سره د لوبې له پیل مخکې وویل: ''د نړیوال جام په ۵۰ اووریزو سیالیو کې یو فرصت لرې، چې له ستونزمن وضعیته هم بېرته ووځې، خو په دې سیالیو کې دا ځکه ګرانه ده، چې دلته نیمه پایلوبې ته د رسېدو لپاره ټولې درې لوبې مهمې دي. ''

هند لوبډله پر پنجشنبه د بنګله دېش پر وړاندې په شپږ وېکټو بریا خپله کړه او له لومړي خنډه تېره شوه. په هغه بریا کې د شوبهمن ګیله په زړه پورې سلیزه (چې په راتلونکي کې د یوورځنیو لوبډلمشر په توګه د ده حیثیت ورسره پیاوړی کېږي)، د محمد شامي پنځه وېکټې او د لوبډلمشر شرما ونډه، چې د لوبې په دې فارمیټ کې یې د منډو شمېر ۱۱۰۰۰ ته ورسېد، شامل وو.

د ای سي سي چیمپینز ټرافي اتو لوبډلو تر منځ د دې لوبو یو مثبت اړخ دا دی، چې یوه تېروتنه ان د لویو لوبډلو لپاره هم ګرانه تمامېدی شي. د هند لوبډلمشر روهیت شرما له بنګله دېش سره د لوبې له پیل مخکې وویل: د نړیوال جام په ۵۰ اووریزو سیالیو کې یو فرصت لرې، چې له ستونزمن وضعیته هم بېرته ووځې، خو په دې سیالیو کې دا ځکه ګرانه ده، چې دلته نیمه پایلوبې ته د رسېدو لپاره ټولې درې لوبې مهمې دي. ''

هند لوبډله پر پنجشنبه د بنګله دېش پر وړاندې په شپږ وېکټو بریا خپله کړه او له لومړي خنډه تېره شوه. په هغه بریا کې د شوبهمن ګیله په زړه پورې سلیزه (چې په راتلونکي کې د یوورځنیو لوبډلمشر په توګه د ده حیثیت ورسره پیاوړی کېږي)، د محمد شامي پنځه وېکټې او د لوبډلمشر شرما ونډه، چې د لوبې په دې فارمیټ کې یې د منډو شمېر ۱۱۰۰۰ ته ورسېد، شامل وو.

لس ورځې وړاندې، د رضوان او سلمان علي آغا د ۲۶۰ منډو په زړه پورې ملګرتیا پاکستان ته په کراچۍ کې د سویلي افریقا پر وړاندې د ۳۵۳ منډو ریکارډ هدف ته رسېدو کې مرسته وکړه او د درې اړخیز سیریز پایلوبه کې یې ځای وموند.

له دې ایله دوې ورځې وروسته بیا دوی ټکني شول، د نیوزیلنډ پر وړاندې یې لوبه خورا عادي وه، چې پر دوی یې د پنځه وېکټو بریا ترلاسه کړه او له چیمپینز ټرافي مخکې یې د بریا له حیثیت موندلو محروم کړل.

بیا د چهارشنبې پر ورځ، وروسته له هغه چې د دوی بالرانو په لومړیو کې یرغلګره لوبه وکړه، خو بالاخره نیوزیلنډ لوبغاړي وتوانېدل د دوی پر وړاندې بریا خپله کړي.

دې کار د چا خبره، د دوی شا د دیوال په وړاندې درولې ده او هغه څه چې د پاکستان پخواني لوی لوبغاړي یې غوسه کړي دي د لوبډلمشر رضوان هغه وینا ده چې وايي، دوی به د هند پر وړاندې لوبه هم "یوازې د بلې لوبې" په توګه واخلي.

تاریخ ښیي چې پاکستان لوبډله په داسې حالاتو کې رادبره کېږي، او د عمران خان د افسانوي "پنجرې تړلي پړانګان" چیغې ته ورته وضعیت رامنځته کوي، چې د ۱۹۹۲ کال د نړیوال جام د بریا کمپاین پر مهال یې غږ پورته کاوه.

هو، امکانات د هند په ګټه ښکاري، خو پاکستان هېڅکله د متحده عربي اماراتو پر خاوره له پامه نه شي غورځول کېدای. بالاخره، دا یوه نوې ورځ ده، یوه نوې مبارز ده، او په یوه لویه لوبه کې هر څه پېښ کېدای شي.