د بې پولې خبریالانو ټولنې 'د رسنیو ازادۍ' نوملړ کې افغانستان ته ۱۷۵ ځای ورکړی

ارشیف تصویر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، رپوټ کې ویل شوي، له لسو اتو افغان ښځینه خبریالانو دندې له لاسه ورکړې.

د بې پولې خبریالانو ټولنې (ار اېس ایف) د رسنیو د ازادۍ په کلني نوملړ کې د طالبانو واکمنۍ کې افغانستان ته د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې ۱۷۵ ځای ورکړی دی.

د ار اېس ایف په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو سره په دغه هېواد کې د رسنیو لپاره ''ساحه تنګه شوه'' او د درې میاشتو په موده کې د افغانستان ۴۳ سلنه رسنیزې ادارې له منځه تللي دي.

په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، چې د نژدې ۱۲ زره افغان خبریالانو له ډلې تر دوه-درې برخې زیاتو خبریالانو دندې پرایښي دي.

د ار اېس ایف رپوټ زیاتوي له لسو تنو افغان ښځینه خبریالانو اتو یې دنده پرې ایښې او هغه چې تر اوسه کار کوي، د طالبانو حکومت له لوري له بېلابېلو محدودیتونو سره مخامخ دي، چې'' له محرم پرته د سفر، رسمي سرچینو ته د نه لاسرسي، کاري چاپېریال کې د تبعیض، په عامه رسنیو کې د کامرې پر وړاندې د نه څرګندېدو په څېر محدودیتونه په کې شامل دي.''

ایران، سوریه، چین شمالي کوریا او اریټیریا هغه هېوادونه دي، چې د ۲۰۲۵ کال لپاره د رسنیو ازادۍ په تړاو یې د ار اېس ایف په نوملړ کې نومونه له افغانستانه هم وروسته راځي. پاکستان ته په دې نوملړ کې ۱۵۸ او هند ته ۱۵۱ ځای ورکړل شوی دی.

د ار اېس ایف په وینا پاڼه کې راغلي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې ''په ځانګړې توګه د خبریالانو لپاره وضعیت ځکه ناڅرګند دی، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت، څارګرې ادارې (استخبارات) او د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په ګډون د حکومت له بېلابېلو ادارو لارښوونې ورته کېږي.''

د ار اېس ایف په رپوټ کې د رسنیو او خبریالۍ په ډګر کې د طالبانو حکومت له لوري د قانوني پېچلتیاوو او نویو اصولو د نافذ کېدو له کبله د ''ازار او اذیت'' زیاتېدو یادونه هم شوې.

په رپوټ کې راغلي: ''د ۲۰۲۱ کال په سپتمبر کې د رسنیو ۱۱ اصول چې نافذ شول، لا زیات ځور ته یې لار هواره کړه. د ۲۰۲۲ کال فبرورۍ پر درېیمه د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې د رسنیو هغه قانون چې په ۲۰۱۵ کال په مارچ کې نافذ شوی، اوس هم د عمل وړ دی، خو په ۲۰۲۴ کال کې بیا د عدلیې وزارت وویل، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت یې له اسلامي شریعت سره برابروي، ځکه نو پخوانی قانون لغو کوي، خو وړاندیز شوي اصلاحات لا هم نه دي نهايي شوي.''

رپوټ کې زیاته شوې، ''د رسنیزو شکایتونو او تخطیو کمېسیون (ایم سي ار وې سي) چې په ۲۰۲۲ کې بیا تشکیل شو، د اطلاعاتو او کلتور وزارت تر کنټرول لاندې کار کوي. د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون له کبله چې د ژوندیو موجوداتو پر تصویر بندیز لګوي، په یو شمېر ولایتونو کې ټلویزیوني شبکې تړل شوې دي.''

ارشیف تصویر

د عکس سرچینه، Getty Images

د خبریالانو د حقونو د دفاع دې ټولنو له دې مخکې هم ادعا کړې چې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې محتسبان اوس ډېر واکونه لري او رسنۍ او رسنوال له نژدې څاري او کله يې چې یې زړه وغواړي د طالبانو د استخباراتو له ادارې سره په ګډه د رسنیو او خبریالانو پر ضد اقدام کوي.

د افغانستان خبریالانو مرکز ټولنې چې اوس یې مرکز په جرمني کې دی، په تېره مارچ میاشت کې د خبریال ورځې په مناسبت یوه رپوټ کې ویلي و، چې په تېر نژدې یوه کال کې د خبریالانو او رسنیو د حقونو له منځه‌وړلو تر یو سل اویا ډېرې پېښې یې ثبت کړې دي.

خو د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د همدې ورځې په مناسبت ویلي و، د رسنیو حالت په ښه کېدو دی او په وینا یې له دې سکتور سره د مرستې لپاره ملاتړی (حمایوي) صندوق هم جوړوي.

د طالبانو حکومت واک ته د راستنېدو پیل کې رسنیو ته وویل داسې څه دې نه خپروي چې د دوی په وینا له ملي ګټو، اسلامي شریعت او د ټولنې کلتور سره په ټکر کې وي.

د طالبان حکومت که څه هم ټینګار کوي چې رسنۍ او خبریالان ازاد دي خو د دوی د واکمنۍ تېرو څه کم څلورو کلونو کې د خبریالانو د وهلو ټکولو، نیولو او له هغوی سره د زور زیاتې پېښې رپوټ شوي دي.