د طالبانو لوړو زدکړو وزیر؛ په طالبانو کې "چې هر چا ډېر ماینونه پټاو کړي وي، هغه ډېر ممتاز دی"

د ویډیو تشریح، د طالبانو لوړو زدکړو وزیر؛ په طالبانو کې "چې هر چا ډېر ماینونه پټاو کړي وي، هغه ډېر ممتاز

د طالبانو د لوړو زدکړو وزیر لوېدیځ هرات ولایت کې یوې غونډې ته ویلي، څوک که د 'حزب التحریر'، 'جمعیت اصلاح' یا خارجي په نوم پوهنتونونو ته راځي دې خلکو ته ځای نه شته او که راته معلومه شي، جزا هم ورکوو. له علماوو امتحان اخیستل بې احترامي ده. مجاهدینو کې چې هر چا ډېر ماینونه پټاو کړي (چوولي) وي ډېر ممتاز دی، امتحان نه اخلو ترې.

نداء محمد ندیم غونډې ته په وینا کې وویل، "که څوک د جمعیت اصلاح په نامه راځي، که څوک د حزب التحریر په نامه راځي او که څوک د خارجي په نامه راځي او که څوک د دیموکرات په نامه راځي، مطلق زموږ د افغانستان په پوهنتونو کې دا خلک ځای نه لري او که راته معلومه شي دغو خلکو ته به جزا هم ورکوو".

ده وویل،‌ له علماوو امتحان اخیستلو کې پوره تساهل (اساني) په پام کې نیول شوې، چې په وینا یې، هغه عالمان او شیخان چې معلوم استادان دي، "په مرکز کې مې ورته وویل چې ښه احترام به یې کوئ، امتحان به په خوله نه ورته راوړئ، دې عالم ته د امتحان ویل بې عزتي ده".

ده وویل، هغه ځوانان چې وړتیا لري او وخت یې دلته [افغانستان کې] تېر کړي وي که غواړي امتحان ورکړي ورکولی یې شي، خو له سپین ږیرو استادانو او شیخانو امتحان اخیستل نشته "نه دې له هغه مجاهد څخه چې دستار بندي یې کړې ده او بیا ولسوال یا قومندان شوی، شل کاله یې په ستړیا کې تېر کړي دي، او ته ورته وایې چې امتحان راکړه او هغه د ټولو مسلو حافظ هم نه دی، نو ګناه خو به یې دا نه وي چې شل کاله یې مقابله کړې ده. د هغه د امتیاز درجه به دا وي چې هرڅومره یې ډېر ماینونه پټاو کړي [چوولي] وي،‌ هغه ډېر ممتاز دی".

دې Facebook پوسټ نه تېرشئ
ایا له Facebook نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ Facebook پای

د نوموړي دې تازه څرګندونو پر خواله رسنیو د ګڼو افغانانو د غبرګون ښودلو لامل شوې دي.

ځینو لیکلي، داسې څرګندونې د لوړو زدکړو له وزیر سره نه ښايي.

احمد ضیاء مشفق پر فېسبوک لیکلي، "دومره تشدد تېر جمهوري نظام کې هم نه و، چې جمعیت اصلاح پخپله خوا کې نشي منلی، بیا خو د هېچا مسلمانۍ درته د منلو نه ده".

پر دې وینا د پوهنتونونو ځینو استادانو هم نیوکه کړې ده.

ندا محمد ندیم وړاندې له هغو استادانو بېرته افغانستان ته د ستنېدو غوښتنه کړې وه چېبهر ته تللي دي.

د پوهنتون استاد عاصم مایار لیکلي، د لوړو زدکړو وزیر صاحب که دا ډول مخ ته ځې لکه دا نوې وینا دې چې کړې، بیا نو له بهره استادان ولې راغواړې؟

د جمعیت اصلاح ټولنې ځینو غړو هم د طالبانو د لوړو زدکړو د وزیر د څرګندونو په اړه غبرګونونه ښودلي.

ددغې ټولنې یوه غړي پر فېسبوک لیکلي، "د نظام سینه باید له ګوندي/ګروپي ذهنیت ډېره اوچته او لوړه وي چې هر مؤمن او صالح فرد او جماعت ته پکې د نظام د تقویت او ولس د خدمت زمینه برابره شي. او بلکې په ورین تندي یې هرکلی وشي. د فتحې پر ګدۍ ناسته باید هېڅوک مغرور نه کړي چې له ځان پرته د بل چا منلو ته تیار نه وي".

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

ښاغلي ندیم دوه ورځې وړاندې په یوه بله وېډیو کې ویلي چې رسنیو یې خبرې تحریف کړې دي، چې ګنې دی له لوړو زدکړو سره مخالف دی،‌ بلکې د ده هدف دا و چې "دوښمن هڅه کړې چې د مدرسې او پوهنتون ترمنځ واټن رامنځ ته کړي، تېر څلوېښت کاله زموږ خلکو د ښوونځي له زدکوونکو او د پوهنتون له محصلانو ډېر تکلیف لیدلی،‌ ځکه چې ذهنیت یې د دین پرضد تربیت شوی و،‌ خو غواړم دا واټن له منځه یوسم".

دوه ورځې وړاندې پر خواله رسنیو د نداء محمد ندیم اړوند هغې وېډیو چې د نجونو زدکړې پکې له افغانیت سره په ټکر کې بولي،‌ پراخ غبرګونونه پارولي وو.

ښاغلی ندیم په دغې ویډیو کې پر پاچا امان الله خان نیوکې کوي او وايي " امان الله خان څه وکړل، ولاړ پر غریبانو او کافرانو وګرځېد او له هغې خوا یې دا فورموله راوړه چې ښځې ولې په کورونو کې ناستې دي او مکتبونو ته نه ځي."

هغه د امان الله خان له خوا زدکړو ته د ښځو هڅونه "افغانستان ته عیاشي او فحاشۍ نسخې راوړل'' بللي او وايي محمد ظاهر شاه هم همدا تګلاره مخ ته یوړه، چې په وینا یې عالمان یې پر وړاندې ودرېدل.‌

نوموړی په دغه وېډیو کې وايي،‌ طالبان هم دغه ډول زدکړې نه مني، ځکه د هغه په وینا "زموږ له اسلام، افغانیت او غیرت سره په ټکر کې دي."

د ښاغلي ندیم دغې ویډیو پر ټولنیزو رسنیو پراخ غبرګونونه راپارولي وو.