افغان کرېکټ؛ د پردې تر شاه ستونزې او ننګونې

  • Author, نصیب خان
  • دنده, د افغانستان کرېکټ بورډ اجرائیوي مشر

د هرې لوبې مدیریت اسانه نه دی. انگرېزي کې یې Stars Management (د ستورو مدیریت) بولي. کله چې د کرېکټ بورډ د اجرائیوي ریاست مسوولیت راوسپارل شو، د ډېرو ستونزو وخت و.

نظام بدل شوی و او هم د ۲۰۲۱ز نړیوال جام ته لوبډله اعلان شوې وه. له نړۍ سره اړیکې نه وې. سفارتونه بند وو، افغانستان ته د الوتکو تگ راتگ نه و. ښه مې په یاد دي د نړیوال جام د چمتووالي د بحثونو پرځای به لوبغاړو تل د اندېښنې ډکې پوښتنې کولې، چې د متحده عربي اماراتو وېزې به کله راځي؟ ایا موږ به په نړیوال جام کې گډون وکړو؟

یوازې دا فکر و چې څنگه کولی شو لوبډله تر متحده عربي اماراتو ورسوو، چې هغه مهال نړیوال جام ترسره کېده. د ځینو لوبغاړو د پاسپورټونو وخت تېر شوی و. د پاسپورټ ریاست د پاسپورټونو وېش نه و پیل کړی او هېڅ لاره نه رامعلومېده.

د بهرنیو چارو وزارت ته هم ولاړم. هلته د سیاسي پاسپورټ د وېش څانگه فعاله وه. د کرېکټ نړیوالې شورا او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ډېر ښه رول ادا کړ. وېزې مو واخیستې او لوبډله مو له ډېرو کړاونو د گاللو وروسته لومړی قطر او بیا اماراتو ته ورسوله.

افغان لوبډلې د کرېکټ په تاریخ کې له دريېمې درجې () نه تر دویمې درجې غړیتوب (Associate ) او بیا تر بشپړ غړیتوب پورې د پرمختگ د چټک مزل ریکارډ لري.

له شک پرته له ۲۰۲۱ز کال نه مخکې هم یو چا اخلاص کړی چې لوبډله یې تر دې ځایه رارسولې وه، خو د کورونا او د نظام له بدلون وروسته دا مزل یو څه ټکنی شوی و. د ۲۰۲۱ز نړیوال جام وروسته د کرېکټ پخوانی لوبغاړی میرویس اشرف د عمومي رئیس په توگه وټاکل شو.

یو طرف بانکي محدودیتونه، سیاسي او سفري ستونزې وې او له بل اړخه په اداره کې جدي اصلاحاتو ته اړتیا وه. ملي لوبډلې مالي ملاتړ کوونکی نه درلود.

د لویو لوبډلو سره لوبې نه وې، د ملي لوبډلې او کورني کرېکټ لوبغاړو مېچ فېسونه کم وو، د کرېکټ نړیوالې شورا پیسې نه رالېږل کېدې. تر دې چې د کرېکټ نړیواله شورا کې د افغانستان د استازو څوکۍ هم تر پوښتنې لاندې راغلې وه.

"د رڼا څرک"

دې وخت کې د رڼا څرک میرویس اشرف و او له نوموړي سره زما ښه همغږي وه. ښاغلي اشرف تخنیکي چارې پرمخ وړلې او ادارې چارو ته ما اوږه ورکړه. بودیجه مو کمه وه، خو د کمې بودیجې سربېره مو په بهر کې تمریناتي کمپونه روان وساتل.

په افغانستان کې د لوبغاړو د روزنې او درملنې سیستم نه و. موږ پوره ۱۷ میاشتې د کرېکټ له نړیوالې او اسیايي شورا پیسې تر لاسه نه‌ شوی کړی. ان تر دې د ځینو کارکوونکو معاشونه مو به کله نا کله نیمايي ورکول، خو د نړیوال او کورني کرېکټ چارې مو روانې وساتلې.

د ادارې، تخنیکي او مالي پیاوړتیا او اصلاحاتو ته مو مټې رابډوهلې، پلان مو ورته جوړ کړ او په تدریجي ډول پرې روان شو.

د ۲۰۲۳یو ورځنیو سیالیو په تېر نړیوال جام کې افغانستان د لومړي ځل لپاره څلور لوبې وګټلې او سترې لوبډلې یې له ماتې سره مخ کړې او د نړیوالو پام یې ځانته راوگرځاوه.

خو له دې مخکې همدې لوبډلې له پاکستان څخه د شل اوریزو لوبو لوبلړۍ گټلې وه، له بنگله‌دېش یې په خپل کور کې د یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ وگټله، شري لنکا ته یې ماتې ورکړه، له زېمبابې، ایرلنډ او نیدرلینډز څخه مو لوبلړۍ گټلې وې.

غواړم په دغه لیکنه کې هغه مهمو ټکو او مواردو ته اشاره وکړم چې په تېرو شا وخوا دوه نیم کلونو کې مو ورته لومړیتوب ورکړ او تر دې چې افغان کرکټ او لوبډله یې تر بریا ورسوله او دا دی په روان نړیوال جام کې یې هم یو په بل پسې بریاوې روانې دي او دا یې غوره بېلګې دي.

اداري اصلاحات، مالي پیاوړتیا او تخنیکي غښتلتیا هغه درې موارد دي چې موږ پرې ډېر تمرکز کړی چې په پایله کې مو اداره او لوبډله په ډېر ښه مسیر روان کړي دي او تر دې چې افغان لوبډله اوس د ټولو پر خولو ګرځي او هر څوک یې ستاینه کوي.

تخنیکي سمونې

لومړی فکر دا و چې ځینې لوبغاړي تقاعد ته نږدې دي د دوی بدیل باید پیدا شي. زموږ ډېره تکیه په ورو توپ اچوونکو وه. پیلیز توپوهوونکو نه تر منځنیو توپوهونکو ستونزه لرله.

په ۲۰۲۱ز کال کې د کرکټ نړیوالې شورا د سوپر لیگ لوبو کې له نیدرلینډ سره مو لوبې وې. ځوان لوبغاړو ته مو موقع ورکړه. دوی ته مو د یوې، دوو او یا درې لوبو او یا لوبلړیو لپاره موقع نه وه ورکړې، بلکې تر ډېره مو ولوبول، باور مو پرې وکړ، چې اوس د ملي لوبډلې مهم لوبغاړي دي.

موږ پر ځوان لوبغاړو باور وکړ او ځوان لوبغاړو هم خپل باور وساته. د ۲۰۲۲ز نړیوال جام کې مو اسټرالیا سره لوبه د گټې تر بریده ورسوله، خو یوازې د څلورو منډو په توپیر مو ماتې ومنله. موږ احساس کړه که چېرته خپلې تېروتنې کمې کړو، نو لویو لوبډلو ته هم ماتې ورکولی شو. دغه خبره مو په اثبات هم ورسوله.

مخکې داسې فکر کېده چې بهرني روزونکي افغانستان ته نه راځي او زموږ تمریناتي کمپونه بهر کېدل، چې هم یې لگښت ډېر و او گټه یې کمه وه، ځکه یوازې محدودو لوبغاړو په دغه تمریناتي کمپونو کې برخه اخیسته. په ۲۰۲۳ کال کې مو ۱۱ کسانو ته لیول ۳ کوچنګ کورس برابر کړل.

د ملي لوبډلې او کورني کرېکټ لوبغاړو د ډېرې غښتلتیا لپاره مو د ظرفیت لوړونې مرکز جوړ کړ. په دغه مرکز کې د ملي لوبډلې او کورني کرېکټ هغه لوبغاړي چې ښه ځلېدلي وي د کورنیو او بهرنیو روزونکو له لوري روزنه تر لاسه کوي.

دې چارې ته مو پینځه بهرني روزونکي وگمارل، چې اوس د لوبغاړو د خوراکي رژیم پورې څارل کېږي. د دې مرکز ملي او الف لوبډلو ته ډېره ګټه ورسېده، د لوبغاړو فزیکي تکړښت او فټنس ته لومړیتوب ورکړل شو چې په پایله کې یې په ملي لوبډلې کې هم له همدې لارې ډېر ژور بدلونونه راغلل.

دغه راز مو په داخل کې د درملنې مرکز هم رامنځته کړ چې په ډېر عالي ډول پکې د لوبغاړو درملنه کېږي او اوس اړتیا نشته چې د ځینو وړو ټپونو د درملنې لپاره بهر ولاړ شي.

د نړیوال او کورني کرېکټ ترمنځ ډېر توپیر دی. د کورني کرېکټ هغه لوبغاړي چې ښه ځلېږي، دوی سم‌لاسي ملي لوبډلې ته نه‌ شوای راتللی. په همدې موخه مو د الف لوبډله (افغان ابدالیان) جوړه کړه.

کوم لوبغاړي چې په کورني کرکټ کې ښه ځلېږي، دوی په الف لوبډله کې پرله‌ پسې لوبېږي او غوره لاسته‌ راوړنو وروسته ملي لوبډلې ته راځي، چې ښې بېلگې یې اسحٰق رحیمي، نوید ځدراڼ او ننگیال خروټي دي. دوی اوس د ملي لوبډلې برخه دي.

هڅه مو دا ده چې په ډېرو برخو کې خپل ثبات وساتو.

د بېلگې په ډول جانتن ټروټ مو د مشر روزونکي په توگه وټاکه. وخت مو ورکړ چې خپل پلانونه عملي کړي. لوبډلمشرانو ته مو وخت ورکړ. په ناکامیو او بریاو کې یې تر شا ودرېدو. پرېکړې مو ژر ونه کړي، چې له یوې، دوو ماتو وروسته بدلون راولو. د لوبغاړي ترمنځ په همغږۍ کار وشو. په ځینو لوبلړیو کې پایلې زموږ د تمې خلاف وې او ځینې لوبغاړي مو ښه ونه‌ځلېدل.

موږ په دوې کې وړتیا لیده او د همدې وړتیا له مخې مو وخت ورکړ او همدا ثبات مو په لوبډله کې هم وساته، تر څو زموږ پلان په ښه توگه پلی شي.

پخوا له لویو لوبډلو سره یوازې په نړیوالو ایونټونو کې مخ کېدو، خو موږ له دوی سره لوبلړۍ برابرې کړې. موږ پوهېدو چې بریا مو حتمي نه ده. دغه خبره هم زموږ ذهن کې وه چې نور باید د ډار طلسم مات شي. موږ له سوېلي افریقا او هند پرته د نړۍ هره لوبډله ماته کړله. لرې نه ده چې په نږدې وخت کې به په نړۍ کې داسې لوبډله نه وي چې له موږ څځه یې ماتې نه وې خوړلې.

په کورني کرېکټ کې مو فعالیتونه څو برابره ډېر کړي. د فرسټ کلاس او لېسټ اې لوبو شمېر مو ۵۰ سلنه ډېر کړ. د زرغون جام په نوم یو ورځنۍ او د قوش تیپې جام په نامه مو د شل اوریزو لوبو یو ایونټ ور زیات کړ.

د کورنیو لوبغالو د ویشتنځایونو ته مو بهرني ویکټ جوړونکي راوغوښتل. زموږ ویشتنځایونه تر ډیره د توپوهنې لپاره برابر و، اوس مو د توپ اچونې لپاره هم جوړ کړل. د کورني کرکټ لوبې په ژوندۍ بڼه په ښه شکل خپرې کړې، تر څو د لوبو معیار لوړ شي. دې لوبو ته مو مالي ملاتړ کوونکي هم پیدا کړل.

په نوره نړۍ کې ملي لوبډلې ته لوبغاړي د هر هېواد له غوره‌ لیگونو او کورني کرېکټ راځي. افغان پریمرلیگ(Afghan Premier League )APL یو ځل په ۲۰۱۸ز کال کې شوی دی. غواړو چې په راتلونکي ۲۰۲۵ز کال کې دغه لیگ بېرته پیل کړو، چې له دغه غوره ‌لیگ به ډېر ښه لوبغاړي پیدا کړو.

اداري سمونې

په اداره او مدیریت کې اصلاحات په ځانګړي ډول اداري اصلاحات هغه موضوع ده چې باید په ډېره ځیرکه او مدبرانه ډول پرې کار وشي چې د غوره تطبیق او عملي کولو په پایله کې یې مثبته ثمره هم لیدلی شې.

د ځینو څانگو یو ځای کول، لکه د رسنیو او بازار موندنې څانگه یو ځای کړه، د ځینو غیر اړینو څانگو له منځه وړل، د مرکز او ولایتونو ترمنځ د پوره همغږۍ رامنځته کول، اداره کې نوی تشکیل او جوړښت پلي کول، کار اهل کار ته سپارل، د وظایفو تشخیص، اداري ته مسلکي خلک راوستل، معاشونه خپل معیار ته برابرول، د ځینو پیاوړو بهرنیو او کورنیو روزونکو ګمارنه، آن په ډېرو سختو ورځو کې په خپل وخت ټولو کارکوونکو ته معاشونه ورکول او ورته نور هغه موارد و چې په اداري برخه کې مو پرې کار وکړ او په ډېره بریا ترې راووتو.

د ادارې د ټولو څانګو ترمنځ پوره همغږي رامنځته کول، هغو ځینو وظایفو ته د مسوولیتونو تعریف چې تر اوسه بې تعریفه پاتې و، د لوبغالو او روزنځایونو رغونه او بیارغونه، لوبغاړو ته د جېم، درملنې مرکز، مېلمستون او نورو اسانتیاوو برابرول. د عوایدو په موخه له بېلابېلو کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره ناستې کول، ترڅو د عوایدو کچه لوړه شي او اداره باید له مالي بحران راووځی او لسګونه داسې نور موارد و چې په اداره کې مو پرې کار وکړ او په غوره ډول مو مدیریت کړل.

په سترو پرېکړو او تصامیمو کې مو د بورډ له محترمو غړو رایې واخیستې، سلا مشورې مو ورسره وکړې او ډېري داسې سختې پریکړې مو هم وکړي چې له دې وړاندې یې چا د تر سره کولو جرئت او وس نه درلود.

مالي پياوړتیا

د نورو برخو په څېر په دغه برخه کې هم له ډېرو ګواښونو او ننګونو سره مخ وو، لنډ اقتصادي پلان مو جوړ کړ. لوبغاړو او بهرنیو روزونکو ته په متحده عربي اماراتو کې بانکي حسابونه جوړ کړل.

خو په وخت سره له یادې ستونزې هم په ډېر ښه ډول راووتو، د هېڅ کارکوونکي معاش مو په میاشتو میاشتو ونه ځنډاوه، د کرکټ له نړیوالې شورا مو په دې برخه کې بیا بیا د همکارۍ غوښتنه وکړه او اړیکې مو ورسره ونیولې، هغوی هم په دې برخه کې له موږ سره ډېره همکاري وکړه.

سره د سفري بندیزونو او بانکي محدودیتونو افغانستان په کوربه‌ توب له کومې لوبلړۍ د شاتګ اعلان ونه ‌کړ، بلکې د ټولو اړوند لوبډلو مو په غوره ډول کوربه ‌توب وکړ.

داسې فکر کېږي چې افغانستان په نړیوال معیار برابر لوبغالي نه لري، خو اوس موږ لس لوبغالي په بېلابېلو ولایتونو لکه: کابل، ننگرهار کې دوه، خوست، کندهار، هلمند، زابل، کندوز، پکتیا او لغمان کې لرو.

په ټولو په تدریجي ډول کار روان دی او همدغه لوبغالي به په راتلونکي کې نړیوال معیار ته رسوو. د مالي ملاتړ لپاره مو ځینې بنسټیز گامونه واخیستل. له لویو لوبډلو سره مو لوبې برابرې کړې، چې طبعاً ښه بازار موندنه لري.

د پروډکشن او رسنیو حقوقو پخواني هوکړه‌لیکونه مو لغوه کړل. نوي هوکړه‌لیکونه مو په ښه بیه وکړل. د دې سره اوس زموږ لوبې په ښه معیار د نړۍ د مشهورو تلوېزونو له لارې خپرېږي. اوسمهال ملي لوبډله درې مالي ملاتړ کوونکې ادارې لري.

د مالي ملاتړ په برخه کې هڅه کوو چې کورنیو شرکتونو او ادارو ته لومړیتوب ورکړو. لرې نه ده چې په راتلونکو څو کلونو کې به د کورنیو شرکتونو سربېره گڼې نړیوالې ادارې زموږ مالي ملاتړ د اوس په څو برابره وکړي.

د یادونې وړ بولم چې پخوا موږ ته د بشپړ غړیتوب اندازه پيسې نه راکول کېدې، بلکې له اړوند لوریو سره مو له بیا بیا هلو ځلو او ناستو وروسته د افغان کرکټ بورډ بودیجه د کرېکټ نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو هغومره کړه او دغه راز یاده اندازه د کرېکټ په اسیایي شورا کې هم پورته لاړه چې د دواړو شوراګانو د لوبو او ایونټونو پیسې به افغانستان ته په لوړه کچه ورکول کېږي.

د کورني کرېکټ لوبغاړو د لوبې فیسونه مو لوړ کړل. په لېسټ اې او فرسټ کلاس سیالیو کې مو د دوی فیسونه شا وخوا۳۰۰ سلنه نور هم زیات کړل او دغه راز مو د کورني کرکټ د قراردادونو په کټګوریو کې ۴۰ سلنه زیاتوالی راوست.

دغه راز مو د ملي لوبډلې د لوبې په فیسونو کې خورا ښه والی راغلی او تر ۵۰ سلنې ورته اضافه شوي دي، دوی ته اوس د غوره کارکردګۍ په بدله کې بونسونه او انعامي پیسې هم ورکول کېږي او تر دې چې د قراردادونو په اندازه کې یې هم ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی او دا ټول هغه څه دي چې زموږ پر مالي پياوړتیا دلالت کوي او له نېکه مرغه په دغه برخه کې هم د نورو په څېر ډېر ښه روان یو.

زموږ هڅه دا ده چې لوبغاړي د اقتصادي اړخه پر ځانونو بسیا کړو او هم یې ذهني تمرکز برابر کړو.

کم وخت یانې ۲۰۲۳ او ۲۴نړیوالو جامونو کې د پام وړ کاکردگی، لومړي ځل چمپین ټرافي ته رسېدل،لومړي ځل سیمي فاینل ته رسیدل نړیوالو ته دا یو پیغام لري افغانان د استعداد خاوندان دي، فقط ښه مدیریت او د نړیوالو ښه نیت ته ضرورت لري.