اېرول د خپل زوی ایلان مسک په اړه: "یو شرمناک سړی چې سیاست ته نه دی جوړ"

اېرول

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اېرول مسک - د ایلان مسک پلار

ایلان مسک د نړۍ تر ټولو شتمن کس دی، د ټېکنالوژۍ برخې یو بریالی متشبث چې د سیاسي واک لوړو پوړونو ته یې استثنایي لاسرسی موندلی دی. بي‌بي‌سي یې له پلار 'اېرول مسک' سره خبرې کړې چې د ایلان د ماشومتوب او په دې تړاو مالومات ترلاسه کړي چې نوموړی څنګه پر یوه داسې شخص اوښتی چې ځینې یې اوس د امریکا "غیر رسمي ولسمشر" بولي.

اېرول له خپل بانفوذه زوی سره د وروستيو خبرو په اړه راته وايي: "هغه راته د یوې دوه انجنه الوتکې لپاره چې غواړم ویې پېرم، پیسې راولېږلې. ما سره یو څه کمې دي، نو هغه راته یو څه پیسې راولېږلې چې وایې خیستی شم. ما هم ورته وویل 'مننه'."

اېرول راته وویل چې دا حواله زموږ له مرکې یوه ورځ مخکې ترسره شوه.

ده راسره د سوېلي افریقا کېپ‌ټاون ته نږدې له خپلې ساحلي ویلا څخه د زوم په وسیله مرکه کوله. نوموړی ارام او ډاډمن برېښېده. ما ترې څو اوونۍ مخکې د ایلان د ماشومتوب په تړاو د مرکې غوښتنه کړې وه او څنګه چې یې پر هماغه سبا د 'هو' ځواب راکړ، نو حیران شوم.

ایلان په ۱۹۷۱ کال د سوېلي افریقا پلازمېنه پریټوریا کې زېږېدلی او د خپل انجنیر پلار او ماډلې مور 'مایې' لخوا رالوی شوی دی. هغه د مور او پلار له طلاق وروسته تر ډېره په سوېلي افریقا کې له خپل پلار سره اوسېده او بیا په ۱۹۸۹ کال کې کاناډا ته ولاړ.

د اېرول په وینا، ایلان "ډېر ښه او بې ستونزو هلک" و چې تل به یې هغه څه ترلاسه کول چې غوښتل یې. نوموړی وايي دی پوهېده چې زوی به یې تر هغه وخته ونه درېږي، چې "لومړي ځای" ته رسېدلی نه وي.

دا دی ایلان اوس ټېسلا، سپېس اېکس، او اېکس (پخوانی ټویټر چې اوس د مصنوعي څیرکتیا پر سټارټ‌اپ باندې هم سمبال شوی) چلوي. وال سټریټ ژورنال په فبرورۍ میاشت کې د اېلون مسک شتمني ۴۱۹ اعشاریه ۴ میلیارد ډالر اټکل کړې وه.

هغه د امریکا د ولسمشر د ډېرو مشهورو سلاکارانو له ډلې او د حکومت موثریت لپاره د نوې رامنځ ته شوې ادارې (DOGE) مشر دی.

زیاتېدونکې ناخوالې

اېنلون

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مسک د ټرمپ حکومت کې د حکومت د موثریت ادارې مشر دی

له خپل پلار سره د ایلان مسک اړیکې له ډېرې مودې راهیسې پېچلې وې او هغه د ده د ژوندلیک یا بیوګرافۍ لیکوالې اشلي وېنس ته خپل ماشومتوب له ناخوالو ډک بللی. اېلون په ښوونځي کې د نورو زدکوونکو لخوا د ځورول کېدو او په کور کې هم د بد وضعیت یادونه کړې.

"په ښوونځي کې د ډلو لخوا تعقیبېږئ، بیا چې کور ته راشئ، هلته هم وضعیت وحشتناک وي. "

د ایلان ورور کیمبل په یوه جلا ژوند لیک کې والټر ایزاکسن ته ویلي چې پلار به دوی په ماشومتوب کې رټل. "هغه به درباندې قهرېده، ساعتونه ساعتونه به یې لکچر درکاوه – په تانو او بده ژبه یې بې ارزښته او د زړه‌سوي وړ بللې."

ایلان په ۲۰۱۷ کال یوه مرکه کې دومره مخ ته ولاړ چې خپل پلار یې "یو وحشتناک انسان" وباله. اېرول وايي دی نه پوهېږي چې اېلون به ولې داسې ویلي وي. "اوس ورسره ډېر وخت خبرې کوم. ډاډه یم چې خپل وخت کې به بخښنه وغواړي."

نوموړی زیاتوي "دې ته مو پام وي چې هلکان هم یو څه له خپل پلار سره په سیالۍ کې دي."

په هر صورت، اېرول دا مني چې نظامي خدمت او پوځي مخیني پرې اغېزه کړې. نوموړی ټینګار کوي چې د پوځي خدمت پر مهال به "درته ویل کېدل چې له یوې پیشوګۍ (حلزون) څخه هم ټیټ یئ او پخپله باید بره خوا لار پیدا کړئ. د همدې پایله کې پياوړي سړي لرئ."

اېرول او ایلان ډېر ورته‌والی او مشترکات لري. دواړه سوداګر دي، دواړه لانجمن شخصیتونه ګڼل کېږي او دواړه ډېر ماشومان لري. د اېرول اووه ماشومان دي او د اېلون په اړه ویل کېږي چې ۱۴ لري.

اېرول پر زوی نیوکه کوې چې د کار او بوختیا له کبله خپلو ځینو ماشومانو ته نه رسېږي، خو ټینګار کوي چې ده بیا هڅه کړې چې خپلو ټولو ماشومانو ته برابره پاملرنه وکړي.

خو اېرول هم د مرکې په جریان کې خپل یو ماشوم د لنډ وخت لپاره هېر کړی و، خپله څلورمه لور چې مور یې د نوموړي پخوانۍ ناسکه لور، جانا بیزویدنهوت ده.

جانا څلور کلنۍ کې تر هغې وروسته د مسک د کورنۍ غړې شوه، چې اېرول یې له مور -هایډې- سره واده وکړ.

کله چې اېرول لومړی وویل، درې لوڼې لري نو زه یې حیران کړم، خو خپله خبره یې ژر بېرته سمه کړه. نوموړي له شواړې خندا سره زیاته کړه چې هغه (څلورمه لور) ترې تل هېرېږي.

د جانا او اېرول لومړی ماشوم هغه وخت زیږیدلی و چې نوموړې شاوخوا ۳۰ کلنه او اېرول له ۷۰ کلونو اوښتی و. دوی وروسته بل ماشوم هم وزېږاوه، خو نور یو ځای نه اوسي.

د جانا او اېرول ترمنځ اړیکې د اېرول او ایلان ترمنځ درز رامنځ ته کړ. خو اېرول اوس وايي چې بېرته یې له خپل زوی سره خبرې پیل کړې دي.

سیاست او سپکاوی

ایېران

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ایلان مسک کړنې او ویناوې وخت ناوخت لانجې زېږوي

اېرول ته مې هغه شېبه وریاده کړه چې ایلان په عام محضر کې د پولنډ بهرنیو چارو وزیر ته سپکاوی وکړ او هغه یې "لنډی" وباله. له نوموړي مې وپوښتل چې کله ګوري زوی یې په زغرده د خلکو سپکاوی کوي، نه اندېښمنېږي؟

اېرول راته وویل: "زه د هرې کلمې په اړه چې د ایلان یا [زما] د بل ماشوم له خولې راوځي، ډېره اندېښنه لرم، له دې وېرې چې ځان ته څه ستونزه جوړه نه کړي. "

نوموړی وايي "له هغه وخت راهیسې چې هغه [ایلان] ډېر کوچنی و، ما به ورته ویل تاسې لویانو ته نشئ ویلای چې احمق دي. هغه به ویل، 'ولې؟ خو دوی احمق دي.' ما به ورته ویل، هو، دوی احمق دي، خو تاسو نشئ کولای چې دا ورته ووایئ."

خو اېرول پر دې باور دی چې د سیاست د نړۍ زړه پراخ دی: "خلک په یوه ورځ یو بل ته څه څه نومونه اخلي، خو بله ورځ بیا دوی بېرته یوه ټلواله جوړوي. "

ایلان که څه هم دمګړۍ د واک پوړونو کې د څرګند نفوذ خاوند دی، خو اېرول پر دې باور دی چې زوی یې د سیاست لپاره نه دی جوړ. نوموړی وايي: "هغه د ټېکنالوژۍ سړی دی. د ټېکنالوژۍ خلک غواړي شیان مانا ولري."

نوموړي زیاته کړه چې اېلون له هر ډول خلکو سره د کار کولو هڅه کوي. "تاسې باید له داسې خلکو سره کار وکړئ چې اتفاقآ مشهور وي، خو دوی ښايي بیخي احمقان وي."

خو د اېرول دا نظر د ټولو سیاستوالو په اړه نه دی: ځینې پکې داسې دي چې دی او د ده کورنۍ یې ستایي - په ځانګړې توګه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین.

اېرول وايي "که تاسې پوتین ته یوازې د یو سړي په توګه پام وکړئ، نه د نړیوال سیاست په تناظر کې، نو سخته ده چې هغه ته درناوی ونه لرئ. هغه د نه منلو وړ ښې خبرې کوي. دا ستونزمنه ده چې له ښاغلي پوتین لږ څه وېره ونه لرئ."

کله چې مې له اېرول وپوښتل چې ایا ایلان هم پر همدې نظر دی، نوموړي تایید کړه چې همداسې ده. خو کله چې مې د پوتین لخوا پر اوکرایین د یرغل یادونه وکړه، نو د اېرول ټینګار دا و چې "یوازې وخت دا ویلي شي چې [جګړه] رښتیا چا پیل کړې." دا په داسې حال کې ده چې د روسیې لخوا پر اوکرایین د یرغل روښانه شواهد موجود دي.

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ایلان مسک د نړۍ تر ټولو شمتن کس دی

د مرکې په جریان کې چې مې په ځانګړې توګه کله د هغه سیاسي لیدلوري ننګول، نو په ځواب کې به مې یې یو څه تشه خندا او سترګې اړول راړول وموندل.

اېرول پر دې باور دی چې د جګړې په لومړیو کې اوکرایین ته د سټارلېنک له لارې د انټرنېټ برابرول سمه پرېکړه وه، خو څنګه چې شخړه اوږده شوه، نو د اېلون نظر هم بدل شو.

هغه دا ادعا ردوي چې ګوندې د ایلان د نظر دا بدلون د مالي ګټو له کبله دی. دی وايي "زموږ کورنۍ هرڅه لري - نورو پیسو ته اړتیا نه لرو."

نوموړی له ما سره له یوې پراخې خونې څخه چې د تصویر شا ته یې د بلیارډ مېز هم ښکاري، په خبرو کې کرار کرار نور هم متحرکېږي او شیانو ته په اشارو سره بیا بیا تکراروي چې "موږ هر څه لرو."

د مرکې پای کې مې له اېرول څخه وپوښتل داسې څه دي چې خلک پرې د ایلان په اړه نه پوهېږي. هغه راته وویل چې زوی یې د خلکو منځ کې د خبرو کولو جرآت یا ځان باوري نه لري.

اېرول وايي‌ "هغه شرمېږي. لا هم باید دا زده کړي چې څنګه د خلکو پر وړاندې سټیج ته راشي [او وینا وکړي]."

"څه چې باید ووایي، چې څومره ژر امکان لري، وايي یې. "