اسټرالیا کې د افغان ښځینه کرېکټ لوبغاړو لومړۍ لوبه: د بندیزنونو او ګواښونو منځ کې یې پر ملي لوبډله اغېز

د افغانستان ښځینه کرېکټ لوبغاړې
د عکس تشریح، افغان ښځینه لوبغاړو اسټرالیا کې د دغه هېواد او انګلنډ ښځینه کرېکټ لوبغاړو سره هم د دغو دوو هېوادونو د لوبې پر مهال لیدلي دي.

د یوې درېدلې پروسې د بیا پیل لپاره دا هڅې چې افغان ښځینه لوبغاړې یو ځل بیا د کرېکټ په میدانونو کې ولوبېږي، اسټرالیا کې پیل شوې. د همدې هڅو په ترڅ کې د اسټرالیا د کرېکټ بورډ تر څنګ د دغه هېواد حکومت، افغانې لوبغاړې او ځينې نور اړخونه دي.

ټاکل شوې چې د روان میلادي کال جنوري پر ۳۰مه افغان ښځینه لوبغاړې د میلبورن، جنکشن اوول لوبغالي کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د لومړي ځل لپاره بیا سره راغونډې شي او له همدې ځایه د کرېکټ نوی سفر پیل کړي.

د اسټرالیا کرېکټ بورډ څو کلتوري سفیره ریتا انوري وايي چې دغو لوبغاړو د افغان ښځینه کرېکټ لوبغاړو په نوم وېزې اخیستې وې او له همدې امله دوی او د اسټرالیا کرېکټ بورډ هڅه کوله چې د همدې لوبغاړو بیا لوبغالو ته د راګرځېدو لپاره هڅې وکړي.

هغه زیاتوي "د اسټرالیا کرېکټ ټولنې دنده وه چې د افغان لوبغاړو ملاتړ وکړي او ډېر ملاتړ یې کوي. دې ادارې داسې شرایط ورته برابر کړي چې دا نجونې بېرته د کرېکټ میدان ته راوګرځي. ما د کرېکټ بورډ د څو کلتوري سفیرې په توګه دا احساس وکړ چې په دې برخه کې فعالیت وکړو او د اسټرالیا د حکومت تر څنګ د اسټرالیا کرېکټ بورډ، د کډوالو وزیر او نورو اړخونو سره مو په ګډه دا بحث راپورته کړ".

اغلې انوري وايي چې د افغان ښځینه لوبغاړو لوبه په د اسټرالیا په میلبورن کې ترسره کېږي.

افغان ښځینه کرېکټ لوبډله څنګه لوبه کوي؟

دوی له هېواده بهر د خپلې لومړنۍ لوبې لپاره تمرینونه هم کړي‌ دي.
د عکس تشریح، دوی له هېواده بهر د خپلې لومړنۍ لوبې لپاره تمرینونه هم کړي‌ دي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د ښځو پر فعالیتونو له محدودیتونو سره د ښځو هر ډول لوبې بندې شوې، خو د افغان ښځینه لوبغاړو اسټرالیا ته له کډوالۍ سره به دا د دوی لومړۍ لوبه وي.

د اسټرالیا کرېکټ بورډ خبر ورکړی چې افغان لوبغاړې به د بې سرحده کرېکټ لوبغاړو سره د میلبورن په اوول جنکشن کې شل اوریزه سیالۍ وکړي. دا سیالۍ د جنوري میاشتې پر ۳۰مه نېټه سهار کې داسې مهال ترسره کېږي چې پر همدې ورځ د اسټرالیا او انګلنډ د ښځو اشیز ټسټ لوبه هم کېږي.

تمه دا ده چې د دوی لوبې لیدو ته به د اسټرالیا او انګلنډ ښځینه کرېکټ لوبغاړې هم ورشي.

له دې وړاندې هم د افغان لوبغاړو له ډلې ځینو یې په اسټرالیا کې د کلب کرېکټ سیالۍ کولې، خو دا به لومړی ځل وي‌ بېرته خپلې پخوانۍ لوبغاړې سره رایوځای کېږي او په یوه لوبډله کې د افغانستان د ښخو لوبډلې په نوم لوبېږي.

ریتا انوري وايي چې د همدې سیالیو لپاره لوبغاړو تمرینات هم کړي دي او دوی د بې سرحده ښځینه کرېکټ لوبډلې سره لوبه کوي چې په ترکیب کې یې د هند او بنګله دېش لوبغاړو تر څنګ د نورو هېوادونو لوبغاړې دي.

کرېکټ
د عکس تشریح، ناهید څپان د افغان ښځینه کرېکټ لوبډلې لوبډلمشره ټاکل شوې ده.

د افغان ښځو کرېکټ لوبډلې راتلونکی

د همدې لوبډلې د بیا لوبو لپاره په نړیواله کچه هم هڅه کېږي. په وروستیو کې په اسټرالیا کې مېشتو لوبغاړو په یوه لیک کې له کرېکټ نړیوالې شورا غوښتي و چې په داسې فرصت برابرولو کې وروسره مرسته وکړي له هېواده بهر د افغان ښځو کرېکټ لوبډلې په استازولۍ فعالیت او لوبې وکړي.

که څه هم د کرېکټ نړیوالې شورا دغه لیک ته رسمي رسنیز ځواب نه دی ورکړی، خو پر افغان کرېکټ فشارونو ځواب کې یې ویلي و چې د سړیو لوبډلې تر څنګ د دغه هېواد د ښځو کرېکټ لوبډلې ملاتړ ته هم دوام ورکوي.

د اسټرالیا کرېکټ بورډ په دې برخه کې فعاله ونډه لرلې ده. هم یې له کرېکټ نړیوالې شورا سره پر دې خبرې کړې دي او دغه راز افغان لوبغاړې یې هم سره را یو ځای کړې دي.

ریتا انوري وايي چې د جنوري د ۳۰مې لوبه به د افغان لوبغاړو لپاره د یوه نوي سفر پیل وي او پر وینا یې دا یې کوچنۍ بېلګه ده. "دا کوچنۍ ګامونه دي، په یاد ولرئ چې په ۲۰۲۵ کال کې به د افغانستان د ښځو کرېکټ برخه کې لوی بدلون رامنځته شي. موږ د اسټرالیا، کاناډا او امریکا هېوادونو له سیاسیونو او دې برخه کې فعالانو سره اړیکه کې یو او پر دې کار روان دی چې څنګه افغان لوبغاړې د دې جوګه کړو چې پر نړیوالو میدانونو وځلېږي".

د افغانستان د ښځو کرېکټ پخوانۍ لوبغاړې رویا صمیم چې اوس کاناډا کې ژوند کوي وايي، تمه لري چې د افغان ښځو لوبې به ډېرې شي او پایله کې به یې له هېواده بهر د افغان ښځو کرېکټ لوبډله رامنځته شي.

اغلې صمیم په دې اړه چې راتلونکې ته یې هېلې څه دي وايي "غواړو چې د افغانستان په استازولۍ په نړیواله کچه لوبې وکړو. د کرېکټ ملي لوبډلې ټولې پخوانۍ لوبغاړې اوس له هېواده بهر دي او د دې امکان شته چې دوی تر یو چتر لاندې سره راغونډې کړای شي. هېله لرم داسې فرصت راته برابر شي چې له هېواده بهر د افغانستان لوبډله ولرو".

د کرېکټ نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب اخیستو یوی لوی شرط د ښځو کرېکټ لوبډلې لرل دي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ پخوانی اجرایوي مشر شفیق ستانکزی وايي چې د اسټرالیا د کرېکټ بورډ له چارواکو سره یې د افغان ښځو کرېکټ لوبډلې په تړاو خبرې کړې دي.

"د کرېکټ نړیوالې شورا اجرایه مشر سره مې خبرو کې وویل چې که اسټرالیا د افغان ښځو کرېکټ دومره ملاتړ کوي، نو ټوله لوبډله همالته ده او ملاتړ دې یې وکړي. همالته دې لوبډله جوړه کړي او د همغې لوبډلې ملاتړ دې وکړي. د اسټرالیا کرېکټ بورډ له ځینو چارواکو سره چې په دې برخه کې کار کوي له هغوی سره مې هم پر دې موضوع خبرې کړې دي او د ستونزو پر هواري مې مشورې ورکړې دي. دا به ښه وي چې افغان نجونې همالته تمریناتو ته دوام ورکړي او سیالۍ وکړي".

کرېکټ
د عکس تشریح، دوی وروستیو کې افغان لوبغاړې سره راغونډېږي او اسټرالیا کې د دغه هېواد او انګلنډ ښځینه کرېکټ لوبډلو تر منځ لوبې لیدو ته هم ورغلې وې.

پر ملي لوبډلې د ښځو لوبډلې اغیز

د بریتانیا د پارلمان ۱۶۰ غړو یوه لیک کې د انګلنډ له کرېکټ بورډ وغوښتل چې په چمپېنز ټرافي لوبو کې له افغان لوبډلې سره لوبه ونه کړي. له دې سره یو ځای د نړۍ په بېلا بېلو کونجونو کې له افغان کرېکت سره د پرېکون غوښتنې وشوې. تر اوسه یوې لوبډلې هم پرېکون نه دی اعلان کړی او د افغان لوبډلې پر ملاتړ بیا ډېرو ځایونو کې غونډې هم وشوې او په خواله رسنیو یې د ملاتړ کمپاین وشو.

له دې وړاندې اسټرالیا په وار وار له افغانستان سره له دوه اړخیزه لوبو انکار کړی دی او د انګلند کرېکټ لوبډله هم له افغان لوبډلې سره دوه اړخیزه لوبې نه کوي.

خو د هند او پاکستان په ګډون نیوزېلنډ، جنوبي افریقا او نور هېوادونه په دې تړاو تر اوسه بې طرفه پاتې شوي دي.

شفیق ستانکزی وايي که له هېواده بهر د ښځو کرېکټ لوبډله رامنځته شي، ښايي پر ملي لوبډلې د ځینو هېوادونو اوسني فشارونه راکم شي او بېرته هېوادونه ورسره دوه اړخیزه لوبلړۍ پیل کړي.

"زه فکر کوم چې که په اسټرالیا کې د افغان ښځو کرېکټ لوبډله جوړه شي نو د دې امکان شته چې پر افغان کرېکټ بورډ اوسني نړیوال فشارونه راکم شي".

پر افغان کرېکټ بورډ د ځینو هېوادونو فشارونه دا دي‌ چې د ښځو کرېکټ لوبډله نه لري. نو که چېرته له افغانستان بهر د افغان ښځو کرېکټ لوبډله جوړه شي او لوبې پیل کړي، کرېکټ نړیواله شورا کې د افغان کرېکټ دریځ پیاوړی کېږي.

افغان ښځینه لوبډله کې څوک دي؟

ناهید څپان، بنفشه، شفیقه خان، فېزوزه امیري، فریبا هوتک، ګلثوم، صدف، صفیه، نېلاب، شکریه، حسینه، صوفیه، شبنم احسان، خدیجه، توبا، فهیمه، نظیفه او شازیه.

دا ۱۹ هغه لوبغاړې دي چې اسټرالیا کې دي، خو د لوبډلې درې نورو لوبغاړو له ډلې دوه یې (رویا صمیم او نجیبه) کاناډا کې دي او یوه بله (ایشا) بریتانیا کې اوسېږي.