یوې ناروغې محکمې ته د لیکوال شکایت کړی، چې د کتاب لپاره یې د دې د ژوند کیسه کارولې

سعده ارباني وايي، له لیکوال سره له لیدو یې ځکه انکار کړی و، چې هغه غوښتل د دې د ژوند کیسه په کتاب کې وکاروي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سعده ارباني وايي، له لیکوال سره له لیدو یې ځکه انکار کړی و، چې هغه غوښتل د دې د ژوند کیسه په کتاب کې وکاروي.
  • Author, هوغ شوفیلډ
  • دنده, بي بي سي

په الجزائر کې د هغه کتاب پر ضد محکمې ته عریضه شوې، چې په فرانسه کې یې د کتابونو لپاره د سږ کال تر ټولو معتبره جائزه وګټله. عریضه کې ویل شوي، لیکوال کامل داود د کتاب کیسه له هغې ناروغې ښځې غلا کړې، چې د ده روان پوهې مېرمنې یې درملنه کوله.

د دې کتاب لیکوال کامل داود ته د روانې میاشتې په لومړیو کې د ده د ناول د ګنکورت جائزه ورکړل شوه. د ناول کیسه په ۱۹۹۰مو کلونو کې د الجزائر کورنيو جګړو پر پېښو راڅرخي، چې تر ۲۰۰ زره پورې کسان پکې ووژل شول.

خو اوس د هغې جګړې له یوې ډله ییزې وژنې ژوندۍ پاتې ښځه په ټلویزیون کې راڅرګنده شوې او ادعا کوي چې د ناول مرکزي ښځینه کرکټر چې فجر نومېږي، د دې د شخصي ژوند تصویر وړاندې کوي.

سعده ارباني ماشومه وه، چې د سخت دریځو وسله والو په یوه برید کې یې ټوله کورنۍ ووژله شوه، ژوندۍ پاتې شوه، خو غاړه یې پرې شوې او اوس په غاړه کې د یوه لګېدلي ویندوی ټیوب له لارې خبرې کوي.

په کتاب کې مرکزي کرکټر فجر هم په ورته برخلیک اخته ده.

اغلې ارباني وايي، له ۲۰۱۵ راهیسې یې د رواني ناروغیو ماهرې عائشه داحدوح سره څو ځله د درملنې لپاره لیدلي، چې وروسته یې له کامل داود سره واده وکړ.

نوموړې پر دې جوړې تور پورې کړ، چې د دې له خوښې پرته یې د دې د ژوند کیسه بیان کړې ده.

دا وايي، د کتاب کرکټر فجر د ژوند ډېرې برخې لکه ''د هغې په غاړه کې لګېدلی ټیوب، د هغې ډار، د هغې خالونه، د هغې ویښته جوړول'' کټ مټ د دې له ژونده اخیستل شوي دي، دغه راز له خپلې مور سره د دې اړیکي، د حمل ضایع کولو هیله، داسې څه دي، چې دې د رواني درملنې په ترڅ کې اغلې داحدوح ته ویلي وو.

اغلې ارباني وايي، درې کاله مخکې یې د ښاغلي داود سره د لیدنې بلنلیک ځواب کړ، خو د هغه غوښتنه یې رد کړ، چې که یې د ژوند کیسه د کتاب لپاره واخلي.

کتاب

د عکس سرچینه، MAGALI COHEN/Hans Lucas/AFP

دا له الجزائر ون ټلویزیون سره مرکه کې وايي، ''دا زما ژوند دی، زما ماضي ده. دی هېڅ حق نه لري، چې داسې مې بهر ته راکش کړي.''

په همدې تړاو د ښاغلي داود او مېرمنې خلاف یې محکمې ته دوې عریضې وړاندې شوې دي. یوه عریضي د طبي راز ساتنې پر بنسټ ده او دویمه د هغه قانون له مخې ثبت شوې، چې د کورنۍ جګړې له پای ته رسېدو وروسته پلی شو او له مخې یې ''د ملي غمیزې له زخمونو وسیله جوړول'' جرم بلل کېږي.

د روغې جوړې دا قانون تر ډېره حده په عام محضر کې د کورنۍ جګړې په هکله د خبرو یا لیکلو او خپرولو ممانعت کوي.

له همدې کبله د ښاغلي داود پر کتاب د ده په خپل هېواد کې بندیز لګول شوی او له همدې کبله د کتاب فرانسوي ناشر ګالیمارد ته د الجزائر کتابونو نندارتون کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.

داود په ۲۰۲۰ کال کې فرانسې ته کډوال شو او د هغه هېواد تابعیت یې واخیست. نوموړی په الجزائر کې یو ناندریز کس بلل کېږي او ځینې پرې تور پورې کوي، چې هغه چا ته پلورل شوی، چې یو وخت یې الجزائر مستعمره وه.

دی لومړنی الجزائری دی، چې د ګنګورت جائزه ګټي. د نوموړي یوه بل اثر د میورسولت تحقیقات ته د ۲۰۱۵ کال تر ټولو ښه ناول جائزه ورکړل شوې.

بي بي سي له ده سره د نوې قانوني قضیې لپاره د غبرګون ترلاسه کولو لپاره اړیکه ونیوه، خو نوموړي په دې هکله تر اوسه څه نه دي ویلي.