د افغانستان کرېکټ بورډ پر احسان جنت پنځه کلن بنديز لګولی

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د لوبو د "فساد ضد قانون له اصولو د سرغړونې" له امله يې پر توپ وهونکي احسان جنت د پنځو کلونو بنديز لګولی چې په وينا يې سملاسي پرې پلی کېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کابل پرېمير ليګ (کې پي اېل) دويم پړاو سياليو پر مهال پرې د سرغړونې له کبله دغه بنديز لګول شوی دی. خو په اعلامیه کې د سرغړونې په اړه ډېر معلومات نه دي ورکړل شوي.

د اعلاميې له مخې احسان جنت به اجازه ونه لري چې د "پنځو کلونو لپاره کرېکټ او د کرېکټ اړونده چارو" کې برخه واخلي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د اعلاميې له مخې نوموړي د لوبو د فساد ضد نړيوال قانون له مادو "خپله سرغړونه منلې ده."

د لوبو د فساد ضد نړیوال قانون له مخې که کوم لوبغاړی چې د فساد په کړنو، جوړجاړي او ورته نورو مواردو کې ښکېلیږي، له پنځه کلونو تر عمري لوبیز بندیز سره مخ کېدی شي.

احسان جنت تراوسه رسنیو ته په خپله د دغه بنديز په اړه څه نه دي ويلي.

احسان جنت ښی لاسی توپوهونکی دی چې په دريو ټېسټ لوبو، ۱۶ يو ورځنيو نړيوالو او يوه شل اوريزه نړيواله سيالۍ کې د افغانستان لپاره لوبېدلی دی.

نوموړی په ټېسټ لوبو کې ټولې ۱۱۰ منډې لري. په يو ورځنيو نړيوالو کې يې د نژدې ۲۲ منډو په اوسط ټولې ۳۰۷ منډې کړې دي او په شل اوريزو نړيوالو کې يې ۲۰ منډې جوړې کړې دي.

په همدې حال د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، په لوبیز فساد کې د ښکېلتیا له امله پر دریو نورو لوبغاړو هم شکونه موجود دي او په اړه یې څېړنې روانې دي.

تر دې وړاندې په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان کرېکټ بورډ پر شفيق الله شفق د فساد قضيه کې د شپږو کلونو لپاره د کرېکټ په هر ډول سياليو کې د ګډون بنديز لګولی و.