په ۲۰۲۳ کې د ډالرو پر وړاندې د "افغانیو ارزښت ۱۵ سلنه لوړ شوی"

د طالبانو حکومت کې د افغانستان بانک چارواکي وايي تېر میلادي کال کې د افغانیو کارول ډېر شوي او د ډالرو پر وړانډې د افغانیو بیه لوړه پاتې شوې ده.

طالب چارواکي وايي توانېدلي چې "د افغانیو ارزښت نه یوازې وساتي بلکې لوړ یې هم کړي."

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک لومړي مرستیال نور احمد اغا په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي، "د افغانستان بانک توانېدلی چې په تېر یوه کال کې د افغانیو د ارزښت ښه ساتنه وکړي. په تېر کال کې د وړم کال پرتله، د ډالرو پر وړاندې د افغانیو بیو پنځلس اعشاریه ۴۲ سلنه لوړوالی راغلی دی."

که څه هم د افغانستان بانک دغه چارواکي د افغانیو د ارزښت د لوړېدو په اړه دلایل نه دي وړاندي کړي، خو په تېر کې د دې بانک چارواکو ویلي و توانېدلي، د بېلابېلو "پولي سیاسیتونو" په کارولو سره د افغانیو پر ثبات د خلکو باور وساتي.

بل پلو، په ګڼو هغو ولایتونو کې چې بهرني اسعار کارېدل اوس په کې راکړه ورکړه تر ډېره په افغانیو کېږي، چې دا کار هم د افغانیو ارزښت په ساتلو کې اغېزمن بلل کېږي.

د افغانیو ثبات کې د بهرنیو مرستو ونډه

خو یو شمېر خلک شکایت کوي، د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت له لوړېدو سره سره، د توکو په بیو کې د پام وړ بدلون نه دی راغل او ډېر خلک لا هم د توکو د اخیستلو وس نه لري.

خو له دې سره سره په ننګرهار کې ځینو دوکاندارانو بي‌‌بي‌سي پښتو ته ویلي چې د تیلو، ګازو، غوړیو او اوړو بیې د پخوا پرتله یو څه کمې شوې دي.

توتاخیل چې په جلال اباد کې دوکانداردی وايي، "اوړه پخوا تر ۲۰۰۰ افغانیو رسېدلي وو، اوس شاوخوا ۱۵۰۰ افغانۍ کېږي، تیل چې پخوا یو لیتر تر ۸۵ افغانیو وو، اوس شاوخوا ۶۰ افغانۍ کېږي."

د کابل په شهزاده سرای کې د صرافانو ټولنې مرستیال او ویاند حاجي عبدالرحم زیرک د بي‌بي‌سي ابراهیم امیري ته ویلي، بهرنۍ مرستې د افغانیو په ثبات کې مهم رول لري.

نوموړی وايي، "که څه هم د افغانستان بانک پولي سیاست د افغانیو ارزښت په ساتلو کې مهم او مثبت رول لري، خو د دې تر څنګ بهرنۍ مرستې د بشري مرستو په نوم د ډالرو کڅوړې، د نورو موسساتو فعالیتونه، په افغانستان کې د هغوی ډالرو مصرفولو هم د افغانیو په ثبات کې په خپل مثبت تاثیر درلود. په دې کې مهمه خبر دا ده چې پر افغانیو زموږ د ډېرو هېوادوالو باور پیدا کړی."

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته هره میاشت لسګونه میلیونه نړیوالې نغدې مرستې دغه هېواد ته وړل کېږي. دغه پیسې تر ډېره د ملګرو ملتونو له لارې په خیریه کارونو لګول کېږي.

ښاغلی زیرک هیله څرګندوي که پر افغانیو د خلکو باور همداسې وساتل شي، نو د د ډالرو پر وړاندې به د افغانیو ارزښت هم با ثباته پاتې شي.

د افغانستان بانک ویلي تېر کال یې څه باندې څلور نیم میلیارده له کاره لوېدلې افغانۍ له بازاره ټولې کړې دي.

بل پلو د افغانستان بانک چارواکو ویلي، د افغانیو نوي بانکنوټونه چاپ شوي چې یوه زیاته برخه یې افغانستان ته لېږدول شوې ده. چې له اړتیا سره سم مارکېټ ته وړاندې کېږي.

د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت شاوخوا شپږ کاله مخکې په همدې کچه و، خو په ۲۰۲۱ کال کې د جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته افغانیو خپل ارزښت له لاسه ورکړ او ان تر دې چې یو ډالر تر ۱۲۰ افغانیو هم بدلېده.

د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت داسې مهال لوړېږي، چې ګڼ افغانان لا هم په بد اقتصادي حالت کې دي او نړیوالو بندیزونو یې پر راکړې ورکړې بده اغېزه کړې ده.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، که ټولیز اقتصاد ته پاملرنه ونه شي، د افغانۍ لوړ ارزښت به لنډ مهالی وي.

افغانستان په وروستیو میاشتو کې د افغانیو د ثبات لپاره لسګونه میلیونه ډالره په بازار کې لیلام کړي دي.