'هغه هېواد کې زموږ لپاره هیڅ زغم نه شته، چې پناه مو پکې اخیستې وه': پاکستان کې مېشت افغان کډوال څه حقونه لري؟

  • Author, عائشه میر
  • دنده, خبریاله

''پولیس چې راغلل د ویزې په هکله د معلوماتو انلاین شمېره مې ورښکاره کړه، چې فعاله وه. پر خپل پاسپورټ مې د اسپانیا د ویزې ټاپه هم وروښووله... له دې هر څه سره سره یې هم توقیف ته بوتلم.'' دا د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د یوې افغانې فرشته سدید خبرې دي، چې د اپریل پر ۱۴مه ځایي پولیسو ونیوله او بیا یې درې ورځې وروسته خوشې کړه.

دا له ۲۰۲۲ راهیسې پاکستان کې اوسي. طبي ویزه ورکړل شوې وه، چې وخت یې تېر شوی او اوس یوه درېیم هېواد ته د تلو لپاره د وتلو اجازې ته انتظار کوي. هغې له بي بي سي سره خبرو کې وویل، چې له خپل اپارتمانه ځکه ونیول شوه، چې د پاکستان ویزې موده یې تېره شوې. نوموړې د توقیف ځای په هکله وايي، نه پکې د خوراک-څښاک یا ارام مناسب ځای و او نه پکې د پاکۍ او نظافت څه پته لګېده. دا وايي، قضیه یې د خواله رسنیو له لارې مشهوره شوه، ځکه ''چارواکو راسره نسبتا مهرباني کوله''.

فرشته له هغو سلګونو زرو پاکستان مېشتو افغان کډوالو یوه ده، چې له دې هېواده شړل کېږي. پاکستاني چارواکي وايي، تر اوسه پورې له ۹۰۰ زره ډېر افغان کډوال له هېواده ایستل شوي دي او د اوسېدو ثبوت کارډ (پي او ار) لرونکو کډوالو ته د ۲۰۲۵ کال د جون میاشتې ۳۰ نېټې ضرب الاجل ټاکل شوی دی.

په ورته مهال له خیبر پښتونخوا د افغان سټیزن کارډ لرونکو افغان کډوالو ایستلو لړۍ روانه ده.

د کډوالو ایستلو چارې په دویم پړاو کې تر اوسه ۴۳۰۳۴ کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته استول شوي دي. په کې له پلازمېنې اسلام اباده ۱۹۸۲، له پنجاب ایالته ۱۶۶۲۴، د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیره ۱۰۱۹ او له سند ایالته ۴۴ کډوال شامل دي.

پاکستاني چارواکي وايي، ۱۷۰۶۷ کډوال په خپله خوښه د تورخم له لارې افغانستان ته اوښتي دي. دغه شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۳ له سپتمر راهیسې تر اوسه پورې ۵۱۴ زره ۹۵۹ کډوال د خیبر پښتونخوا له بېلابېلو لارو افغانستان ته استول شوي دي. فرشته وايي،‌ د افغان کډوالو لپاره افغانستان ته تګ ''هېواد ته ستنېدل نه دي، بلکې د خطر، جبر او احتمالي مرګ پر لور سفر دی''.

دا پوهېږي چې افغانستان ته یې جبراً شړل د کډوالۍ له هغو نړیوالو قوانینو سرغړونه ده، چې پاکستان منلي دي، خو دا د قانون له لارې نه شي ننګولای. دا وايي: ''زه چارواکو ته درخواست کوم چې زما په څېر خلکو سره مهرباني وکړي. دوی باید پوه شي چې پاکستان کې د ویزې معیاد زیاتول یا د خروج اجازه لیک اخیستل وخت اخلي.''

د یادونې ده، چې د پاکستان کورنیو چارو مرستیال وزیر طلال چودري په دا وروستیو کې ویلي و، چې د افغان کډوالو پرېکړه پاکستان کې ''د ترهګرۍ پېښو په پام کې نیولو سره شوې.''

افغانه خبریاله فهیمه زاهد چې یو کال مخکې پاکستان ته کډواله شوې وايي، پاکستان د ویزو ورکړې لپاره په دا وروستیو کې نوي شرايط او اصولو وضع کړي، چې له کبله یې دا نه شي کولای خپله ویزه تمدید کړي. د وايي، د امریکا له لوري یې د (ملاتړ لیک) ترلاسه کړی، خو له دې سره هم پاکستاني پولیسو ونیوله او په (حاجي کمپ) نومي توقیف ځای کې یې تر څو ورځو پورې ساتلې وه.

دا وايي، په هغه توقیف ځای کې د دې په ګډون له ټولو افغان کډوالو سره له سپکاوي ډک چلن کېده. د یادونې ده، چې همدا پرون د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د طالبانو حکومت له چارواکو سره له لیدنې وروسته وویل، چې افغان کډوال ''له عزت او احترام'' سره هېواد ته استول کېږي.

فهیمه زاهد وايي: ''په کمپ کې له موږ سره د مجرمینو غوندې چلن کېده. ټیلیفونونه یې رانه واخیستل او د شپې به پولیس بیا بیا زموږ د شمېرلو لپاره راتلل، چې څوک و نه تښتي. په کمپ کې وضعیت غیر انساني و. مناسب خوراک نه و. وضعیت ډارونکی و، ښځو په ژړا او چیغو کې ویل، چې له دې حالته هېواد ته ستنېدل ښه دي.''

دا وايي، په دې ترڅ کې هېڅ یوه قانوني اداره یا سازمان راښکاره نه شو، چې مرسته ورسره وکړي. ''د هرې ورځې له تېرېدو سره له دې هېواده د ایستل کېدو وروستۍ ورځ رانژدې کېږي او فشار راباندې ډېرېږي. زه د ویزې ترلاسه کولو لپاره د زیات لګښت توان نه لرم او له دې ځایه د شړل کېدو له خطر سره مخامخ یم. که خپل هېواد ته ستنېږو له مرګ سره مخامخ یو او په هغه هېواد کې بیا زموږ لپاره هېڅ خوندیتوب او زغم نه شته، چې پناه مو ترې غوښتې وه.''

بل لور پاکستاني چارواکي وايي، په پاکستان کې به د افغان کډوالو اوسېدو موده و نه غځوي، خو له دوی سره به د درناوي چلن کوي.

د پاکستان کورنیو چارو مرستیال وزیر طلال چودري وايي، ''د ون ډاکومینټ پالیسۍ له مخې تر اوسه ۹۰۷ زره ۳۹ افغانان خپل هېواد ته تللي دي. په دویم پړاو کې د ۲۵ زره افغان سټیزن کارډ لرونکو په ګډون ۸۴ زره ۸۶۹ افغانان ایستل شوي دي.''

د طلال چودري په خبره ''په دې کې ۷۵ سلنه افغانان داسې دي، چې هېڅ ډول سند یې نه درلود او د اپریل له ۳۰ ورورسته به د هر هغه افغان قضیه کتل کېږي، چې په بل ځای کې د مېشت کېدو په لپاره پاکستان کې انتظار کوي.''

طلال چودري زیاتوي: ''پاکستان کې د غېر قانوني افغان کډوالو د اوسېدو موده په هېڅ صورت نه غځول کېږي، څوک باید داسې فکر هم و نه کړي.'' د نوموړي په وینا ''حکومت یوه بله پرېکړه هم کړې او ټولو ایالتونو (صوبو) ته هم په دې هکله معلومات ورکړل شوي، چې که څوک غیر قانوني بهرنیانو ته ځای، دکان یا کور په کرایه ورکړي، هغه کس به هم مسوول وبلل شي.''

د پاکستان کورنیو چارو مرستیال وزیر وايي، په اسلام اباد کې د ایستل کېدونکو کډوالو لپاره چمتو شوی توقیف ځای چې د ټرانزیټ پواینټ یا موقت تمځای نوم ورکړل شوی، ''د پولیسو مرکز یا زندان نه دی بلکې حج کمپلکس (د حاجیانو کمپ) دی، چې ټولې اسانتیاوې لري.''

د نوموړي په وینا پاکستان بهرنیو چارو وزارت له افغان چارواکو سره اړیکه کې دی، چې له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال هلته په سوله ییز ډول او له درناوي سره مېشت شي.

طلال چودري وايي: ''له بهره داسې ډېر شکایتونه ترلاسه شول، چې داسې خلک د پاکستان جعلي اسناد کاروي، چې پاکستانیان نه دي، په بهر کې داسې زرګونه پاسپورټونه نیول شوي، چې پاکستان ته یې شکایت رسېدلی.''

د یادونې ده، چې د پاکستان لومړي وزیر د تېر کال اکتوبر کې له پاکستانه د نژدې درې میلیونه افغان کډوالو ایستلو اعلان وکړ، چې د جګړو له کبله یې پاکستان کې پناه اخیستې وه.

پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې څه دي؟

د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنېشنل) مسوولین وايي، د پاکستاني چارواکو له څرګندونو وروسته په اسلام اباد کې مېشت افغانان د توکمیز تبعیض ښکار شوي دي.

د دې ادارې یوه رپوټ کې ویل شوي، د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې په اسلام اباد کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند (پي ټي ای) له احتجاج وروسته د پاکستان کورنیو چارو وزیر پر افغان کډوالو تور پورې کړ، چې په ناامنیو کې ښکېل دي.

د کډوالۍ څېړنو مرکز په یوه رپوټ کې ویل شوي، ''پاکستاني پولیسو او نورو چارواکو له افغان کډوالو سره داسې چلن کړی، چې له بشري حقونو سخته سرغړونه بلل کېږي. په دې کې په پراخه کچه د خلکو نیول، د جایدادونو او څارویو ضبط کول، په لوی لاس د اسنادو څېرل یا خرابول شامل دي، چې له کبله یې زرګونه افغان کډوال او پناه غوښتونکي په زور له کور او سرپناه بې برخې کېږي.''

رپوټونو کې ویل شوي په ټول پاکستان کې ۳۹ توقیف ځایونه چمتو شوي، چې د هېڅ کوم ځانګړي قانون یا نظام له مخې نه دي ودان شوي.

د ایمنسټي انټرنېشنل په رپوټ کې ویل شوي، چې ''لږ تر لږه داسې اووه توقیف ځایونه شته چې بندیان پکې د مدافع وکیل درلودلو یا د کورنۍ له غړو سره د لیدو په ګډون هېڅ ډول حقونه نه لري. له همدې کبله د توقیف شویو خلکو له روا حقونو انکار کېږي او دا چاره د ازادۍ او شفافې محاکمې له نړیوالو معیارونو سره په ټکر کې ده.''

مدافع وکیله منیزه کاکړه وايي، له همدې کبله دوی نه شي کولای د افغانانو د اوسېدو حق لپاره قانوني مبارزه وکړي، ځکه په وینا یې ''افغانان چې کومو توقیف ځایونو ته لېږدول کېږي، هېڅوک هلته نه شي ورتلای'' او له همدې کبله یې دوی په محکمه کې استازیتوب هم نه شي کولای.

خو پاکستاني چارواکي بیا دا ردوي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان وايي، له ۱۵ میاشتني ځنډ وروسته په دا وروستیو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د همغږۍ کمېټه بېرته فعاله شوې ده.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویل شوي:

''د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او پاکستان تر منځ د خپلمنځي اړیکو اوسني وضعیت او په ځانګړې توګه (له پاکستانه) د افغان کډوالو جبري شړل کېدو په هکله تفصیلي خبرې کړې.''

پاکستان مېشت افغانان څه ډول حقونه لري؟

پاکستان کې مېشت افغان کډوال له یو ډول خورا پېچلي قانوني وضعیت سره مخامخ دي. پاکستان د ملګرو ملتونو ۱۹۵۱ کډوالو کنوانسیون (د کډوالو حقونو سند) نه دی لاسلیک کړی او په دې هېواد کې د کډوالو لپاره ځانګړي قوانین نه شته. خو پاکستان د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې یو این ایچ سي ار په مرسته د کډوالو لپاره یو پروګرام ترتیب کړی او پاکستان حکومت یو شمېر نړیوالو مسوولیتونه لري.

پاکستان کې مېشت افغان کډوال د څلورو قانوني کټګوریو وېشل شوي دي.

په دې دې له یو این ایچ سي ار سره ثبت او راجستر کسان دي، چې د پي او ار په نامه کارډونه لري، د پاکستان حکومت له لوري بیا ځینو کسانو ته یو ډول کارډونه ورکړل شوي، چې افغان سټیزن کارډ نومېږي، بې اسنادو کډوال او هغه کډوال چې د پاکستان ویزې یې ترلاسه کړې دي. د یادونې ده، چې پاکستان کې د کډوالو لپاره هغه قانوني چوکاټ کارول کېږي، چې په ۱۹۴۶ کال کې د فارن اېکټ په نامه چمتو شوی او له مخې یې فدرالي حکومت له هېڅ دلیل پرته کولای شي (بهرنیان) له هېواده وتلو ته اړ کړي.

پي او ار کارډ

پاکستان کې د راجستر کېدو سند (پي او ار) کارډ لرونکي افغان کډوال په دې هېواد کې په موقت ډول د اوسېدو حق لري او دوی د غیر قانوني اوسېدو یا دې هېواد ته د ننوتلو په تړاو د ۱۹۴۶ کال له قانونه مستثنا دي. دا کارډ د کډوالو د پېژندګلوي لپاره کارول کېږي او لرونکي یې په پاکستان کې د ګرځېدو، تعلیم او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي حق لري. د دې کارډ لرونکي پاکستاني بانکونو کې حساب درلودلای شي، د کاروبار حق لري او موبایل سیم کارډونه اخیستلای شي. دغه کارډ له پاکستانه بهر د سفر لپاره نه شي کارول کېدای او د راتلونکې جون میاشتې تر ۳۰ تاریخ پورې موده لري.

افغان سټیزن کارډ

دا یو موقت پېژندپاڼه ده، چې د پاکستان حکومت له لوري په دې هېواد کې مېشت افغان کډوالو ته ورکول شوي. په دې کې په ځانګړې توګه هغه کسان شامل دي، چې له ۲۰۰۷ کال وروسته له اسنادو پرته پاکستان ته داخل شوي. دا د بې اسنادو افغانانو د ثبت او راجستر کولو یوه تګلاره ده، چې د دې کارت لرونکي کسان له پناه غوښتونکو یا قانوني کډوالو جلا کوي. دا د سفر لپاره نه شي کارول کېدای او لرونکو کسانو ته یې د مستقل اوسېدو حق نه ورکول کېږي. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت مسوولینو د دې کارت لرونکو لپاره د مارچ میاشتې ۳۱مه ورځ د ضرب الاجل په توګه ټاکلې وه او په وینا یې له دې وروسته به دا کارډونه غیر قانوني بلل کېږي.

پناه غوښتونکي

په دې ډله کې هغه کډوال شامل دي، چې د یو این ایچ سي ار یا پاکستان حکومت له لوري هیڅ سند نه دی ورکړل شوی او نه هم ثبت شوي دي. په تېر کې د داسې کډوالو شمېر څلور سوه زره کسان یاد شوی و. د مدافعې وکیلې منیزه کاکړ په وینا دې ډله کې ډېری کسان هغه دي، چې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته د پناه موندلو په لټون پاکستان ته تللي دوی ته د ټوکن په نامه یو څه ورکړل شوي، خو د پاکستان د قانون له مخې دا ټوکن هېڅ اهمیت نه لري.

ځینې افغانان داسې هم دي، چې د درېیم هېواد ویزو ته انتظار کوي. دوی ته د سپتمبر تر لومړۍ نېټې پورې پاکستان کې د اوسېدو حق ورکړل شوی و، خو په وروستي خبرداري کې بیا دوی ته ویل شوي، چې تر اپریل میاشتې پورې باید پاکستان پرېږدي.

مدافع وکیل عمر ګیلاني وايي، ''ډېری افغانان د درملنې په نامه ویزې اخلي، دوی دلته پاکستان کې د ټرانزیټ په نامه پاتې کېږي او هیله یې دا وي، چې د یوه درېیم هېواد ویزه به ترلاسه کړي، خو داسې هم کېږي، چې د ناسمو ویزو یا اسنادو له کبله بېرته پاکستان ته استول کېږي.''

پاکستان کې مېشت افغان کډوال کوم قانوني خوندیتوب لري؟

د پاکستان قانون د فرد او دولت تر منځ یوازې دوه ډوله تړاو مني: پاکستانیان او بهرنیان.

په دې کې د پناه غوښتونکو لپاره د قانوني خوندیتوب هيڅ تګلاره نه شته. دا په داسې حال کې ده، چې افغان پناه غوښتونکي له اوږدې مودې راهیسې پاکستان کې استوګن دي او که په دې هېواد کې څوک بهرنی ژوند کوي، پاکستان ورته هیڅ ځانګړی قانون نه لري.

د پاکستان بشري حقونو کمېسیون (ایچ ار سي پي) په یوه رپوټ کې د پاکستان اساسي قانون د نهمې مادې پر بنسټ ویل شوي، چې ''هېڅوک باید له ژوند یا ازادۍ محروم نه شي... دغه قانون د (پناه غوښتونکو) په ګډون د ټولو هغو انسانانو لپاره دی، چې پاکستان کې ژوند کوي او له همدې کبله دا د دولت مسوولیت دی، چې د یوه فرد په حیث د بنسټیزو حقونو خوندیتوب لپاره اقدامات وکړي. د دې تر څنګ د څلورمې مادې له مخې هر څوک حق لري، چې قانوي چلن ورسره وشي، ژوند، بدن، ازادي، حیثیت او یا جایداد یې له زیان وراوښتو خوندي واوسي. د لسمې مادې له مخې بیا له خبرداري پرته نیول او یا د قانوني سلا مشورې حق هم لري او له تشدده خوندیتوب، د هر کس د کور او خلوت درناوی لازم دی او د ۱۴ مادې له مخې پاکستان کې هر اوسېدونکی کس دا حقونه لري، چې ترې اخیستل کېدای نه شي.''

فدا الدین چې پي او ار کارډ لري له بي بي سي سره خبرو کې وویل، د ده په څېر ډېر افغانان له نیول کېدو وروسته د شړل کېدو له خطر سره مخامخ وو، خو د اپریل پر اوومه د پېښور عالي محکمې یوې تازه پرېکړې له کبله یې یو څه خوندیتوب په برخه شوی دی. پېښور عالي محکمې پاکستاني چارواکو ته امر کړی، چې د ۲۰۲۵ کال د جون میاشتې تر ۳۰مې پورې د پي او ار لرونکي کډوال و نه نیسي او نه یې هم له پاکستانه وباسي.

هغه افغان کډوال څه ډول قانوني حقونه لري، چې پاکستان کې زېږېدلي دي؟

د پاکستان تابعیت قانون له مخې هر هغه کس خودبخود پاکستانی وګړی شي، چې د پاکستان په حدود کې دننه وزېږي. خو ''بهرني دیپلوماتان او دښمن اجنبیان'' له دې قانوني مادې استثنا دي.

خو د بشري حقونو سازمان مسوولینو په وینا له دې قانوني تشريح سره سره پاکستانۍ محکمې په ځانګړې توګه د کډوالو یا پناه غوښتونکو د قضیو په لړ کې د تشريح برخه کې له تضاد سره مخامخ دي.

دغه مسوولین وايي، د پاکستان تابعیت قانون له مخې داسې هېڅ قانوني بنسټ نه شته چې افغان پناه غوښتونکي یا (پناه غوښتونکي) د پاکستان تابعیت له ترلاسه کولو راوګرځول شي. تر کومه ځایه چې د دښمن اجنبي موضوع خبره ده، تر نن پورې د پاکستان هېڅ یوه قانوني یا پالیسي سند کې افغان پناه غوښتونکي یا (پناه غوښتونکي) دښمن اجنبیان نه دي بلل شوي.

ارجمند بانو کاظمي په دې لړ کې د دوو قضیو یادونه کوي، چې غلام سنايي او سعید عبدي محمود قضیو لړ کې اړوند عالي محکمو وویل، د داسې پلار کره زېږېدلي ماشومان چې د پناه غوښتنې له حیثیت سره بهرنیان دي، نه شي کولای پاکستان تابعیت ترلاسه کړي او له هغه وروسته دا دلیل د پناه غوښتونکو لپاره عملي شو.

د پېښور عالي محکمې په وینا د پاکستان خوندیتوب قانون ۲- ډي مادې له مخې د دښمن اجنبي اصطلاح د هغه چا لپاره کارول شوې، چې پاکستان کې د تابعیت ثابتولو کې ناکام شي او او شک پرې کېږي، چې د پاکستان پر ضد جګړه یا بغاوت کې یې لاس لرلی.

هغه افغانان کوم حقونه لري، چې پاکستان کې یې ودونه کړي؟

معمولا هغه افغانان د پاکستان اوریجن کارډ (پي او سي) ترلاسه کولو حق لري، چې له پاکستاني کس سره واده وکړي.

د پي او سي له مخې دغه افغانان ځینې حقونه ترلاسه کولای شي، خو دا بشپړ تابعیت نه ورکوي. دغه کسان په پاکستان کې د کار کولو او ځینې نور حقونه لري، خو دوی په ټاکنو کې د برخه اخیستو یا پاکستاني پاسپورټ ترلاسه کولو حق نه لري.

د یادونې ده، چې دا حق هم یوازې هغو افغان ښځو ته ورکول کېږي، چې له پاکستاني نارینه وو سره واده وکړي، او معانا یې دا ده، چې له پاکستانیو ښځو سره واده کوونکي بهرنیان پي او سي کارډ نه شي ترلاسه کولای.

نړیوال قوانین څه وايي؟

پاکستان د کډوالو په تړاو یو شمېر کنوانسیونونه لاسلیک او تائید کړي دي.

د ارجمند بانو کاظمي په وینا که پاکستان دا کنوانسیونونه نه هم تائیدوي بیا هم محکمې د ځینو مسوولیتونو تر سره کولو مکلفیت لري. ځکه د بشري حقونو نړیواله اعلامیه کې یاد شوي ځینې حقونه د نړیوالو قوانینو تقلید کوي.

پاکستان د نړیوال نان ریفولمنټ قانون اصولو منلو مسوولیت هم لري، چې له مخې یې باید هېڅ یو پناه غوښتونکی داسې یوه هېواد ته و نه لېږل شي، چې ژوند یا ازادي یې له خطر سره مخامخ شي.

د تاوتریخوالي او سزا په هکله د ملګرو ملتونو کنوانسیون (کیټ) له مخې که داسې ثبوت وي، چې یو څوک خپل هېواد ته له ستنېدو وروسته د تاوتریخوالي ښکار کېدای شي، نو کوربه هېواد مسوولیت لري، چې دا کس بل هېواد ته و نه سپاري.

د ملګرو ملتونو دریځ څه دی؟

د ارجمند بانو کاظمي په وینا دا مهال په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو حیثیت په بنسټیز ډول په درې سندونو وېشل شوی دی. دوه لومړي ایم او یوز دي، چې د هېواد په کچه پلي کېږي: ''د پاکستان او یو این ایچ سي ار تر منځ د ۱۹۹۳ هوکړه، او د ۲۰۰۳ کال په خپله خوښه د ستنېدو هوکړه. دغه راز د افغان کډوالو لپاره سلویشن ستراتیژۍ (اېس اېس اې ار) ۲۰۱۲ کال سند هم یو مهم سند بلل کېږي.''

د همکارۍ هوکړه تر هغه وخته پورې فعاله ده، چې د یوه لوري له اړخه یې شپږ میاشتې مخکې د ختمولو په هکله نه وي ویل شوي.

دا هوکړه وروستی ځل په ۲۰۱۹ کال کې لاسلیک شوه، چې تر ۲۰۲۲ کال پورې د اعتبار وړ ده. په ۲۰۲۱ کال کې چې طالبانو په افغانستان کې حکومت تر لاسه کړ، بیا دا هوکړه نه ده تمدید شوې، خو لا هم د یوه اداري سند په توګه کارول کېږي.

د ۲۰۲۳ کال کې د پاکستان په قامي اسامبلۍ کې د یو این ایچ سي ار په مرسته د کډوالو په هکله یوه ملي مسوده وړاندې شوه، چې د پاکستان اساسي قانون د ۲۲۷ مادې له مخې په پاکستان کې د کډوالۍ حیثیت منلو حق تائیدوي او د پناه غوښتونکو قانوني حیثیت تګلارې لپاره پکې یادونه شوې.

د ارجمند بانو کاظمي په وینا دې ته پام خورا مهمه موضوع ده، چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو بیا واک ته له رسېدو وروسته د پالیسۍ او تطبیق په هکله خورا ډېرې ستونزې رامنځته شوې دي.

پاکستان د افغان کډوالو ورتګ پر وړاندې سخت مقاومت کړی او د یو این ایچ سي ار له ویلو سره سره یې په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ زرګونه افغان کډوال له پاکستانه په زور شړل شوي دي.

پاکستان کې د مېشت افغانانو راتلونکی څه دی؟

د اوس لپاره پاکستان کې یوازې د غیرقانوني کډوالو ایستلو پلان (ای ایف ار پي) عملي کېږي. د ارجمند بانو په خبره ''هیڅ یو سند هم د پناه غوښتونکي د ثبوت په توګه نه منل کېږي او د داسې کسانو لپاره یوازینۍ پالیسي دا ده، چې په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شي.''

له دې سره هغه ټول کسان د ۱۹۴۶ بهرنیانو قانون له مخې محاکمه کېږي او له هېواده د ایستلو لپاره یې موازي هڅې کېږي. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د مارچ میاشتې پر ۲۰ نېټه یوې خبري غونډې ته وویل، چې پاکستان د یو این ایچ سي ار وړاندیزونو مسوولیت نه لري.

د یاد وزارت مسوولینو په وینا، ''پاکستان د کډوالۍ کنوانسیون غړی نه دی. موږ چې په تېر کې د افغان کډوالو لپاره هر څه کړي، په رضاکارانه ډول مو کړي دي. موږ چې د افغانانو کوربتوب لپاره څه کړي، له خپلې برخې مو ډېر کړي او دوی هرکلی مو کړی، خو د دوی پر پاسپورټ باید د پاکستان ویزا موجوده وي، بیا به د دوی هرکلی کېږي او د دې تر څنګ دلته له مخکې ګڼ شمېر افغانان اوسي چې مناسب اسناد لري.''